Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ * - 対訳の目次


対訳 章: 預言者たち章   節:
وَجَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا وَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِمْ فِعْلَ الْخَیْرٰتِ وَاِقَامَ الصَّلٰوةِ وَاِیْتَآءَ الزَّكٰوةِ ۚ— وَكَانُوْا لَنَا عٰبِدِیْنَ ۟ۙ
او ټول مو مخ کښان ګرځولي وو چې زمونږ په امر به یې ښوونه کوله. او د وحې په واسطه مو د غوره کارونو،د لمانځه ودرولو او زکات ورکولو هدایت ورکړ.او هغوی زمونږ عبادت کوونکی وو.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلُوْطًا اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا وَّنَجَّیْنٰهُ مِنَ الْقَرْیَةِ الَّتِیْ كَانَتْ تَّعْمَلُ الْخَبٰٓىِٕثَ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فٰسِقِیْنَ ۟ۙ
او لوط ته مو هم حکم او علم ورکړی او د هغه کلي له خلکو نه مو ژغورلی و چې وران کارونه یې کول.او په رښتیا چې هغوی ډیر بد کاره فاسق قوم و.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاَدْخَلْنٰهُ فِیْ رَحْمَتِنَا ؕ— اِنَّهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟۠
په خپله مهربانۍ کې مو شامل کړ.ځکه چې هغه د صالحانو له ډلې نه و.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَنُوْحًا اِذْ نَادٰی مِنْ قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ
او نوح را یاد کړه چې ډیره پخوا يي دعاء کړې وه مونږ یې دعاء ومنله،هغه او د هغه کورنۍ مو له لوی کړاونه خلاص کړل.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَنَصَرْنٰهُ مِنَ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
او د هغه قوم په مقابل کې مودده ملاتړ وکړ چې زمونږ ایتونه یې درواغ ګڼلي وو.په رښتیا چې هغوی ډير بد چلنه قوم و نو ځکه مونږ ټول له مخې په اوبو کې ډوب کړل.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَدَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ اِذْ یَحْكُمٰنِ فِی الْحَرْثِ اِذْ نَفَشَتْ فِیْهِ غَنَمُ الْقَوْمِ ۚ— وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شٰهِدِیْنَ ۟ۙ
او داود او سلیمان هم یاد کړه چې کله یې د هغه کښت په هکله پریکړه کوله چې د شپې له لوری پکې د نورو خلکو پسونه څریدلي وو.او مونږ ته یې پریکړه ښه معلومه وه.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَفَهَّمْنٰهَا سُلَیْمٰنَ ۚ— وَكُلًّا اٰتَیْنَا حُكْمًا وَّعِلْمًا ؗ— وَّسَخَّرْنَا مَعَ دَاوٗدَ الْجِبَالَ یُسَبِّحْنَ وَالطَّیْرَ ؕ— وَكُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟
مونږ د پریکړه صحیح صورت سلیمان ته ښوولی و.او هر یوه ته مو حکم او پوهه ورکړې وه.غرونه او مارغان مو له داود سره همغاړه کړي وو چې پاکي به یې بیانوله.هو!دا کار همدا مونږ کړی و.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَعَلَّمْنٰهُ صَنْعَةَ لَبُوْسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِّنْ بَاْسِكُمْ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ شٰكِرُوْنَ ۟
او د زغرو جوړول مو هم ور ښوولی وو تر څو تاسې یو د بل له ګوزارنه وژغوري.نو ایا شکر کوونکي یاست؟
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ عَاصِفَةً تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖۤ اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا ؕ— وَكُنَّا بِكُلِّ شَیْءٍ عٰلِمِیْنَ ۟
او مونږ سلیمان ته تیز او تند باد تابع کړی ؤ چې د هغه په حکم به د هغې ځمکې په لور الوته چې مونږ پکې برکت اچولی ؤ.او مونږ په هر څه ښه پوه یو.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 預言者たち章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ - 対訳の目次

モロウィ・ジャーンバズ・サルファラズによる訳

閉じる