Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ * - 対訳の目次


対訳 章: 集団章   節:

زمر

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟
دا کتاب د برلاسي او حکیم ذات له لورې نازل شوی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللّٰهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّیْنَ ۟ؕ
ای محمده! بې له شکه مونږ په حقه تاته کتاب نازل کړی دی نو د الله عبادت په داسې توګه وکړه چې دین دي یوازې هغه ته سوچه کړی وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَلَا لِلّٰهِ الدِّیْنُ الْخَالِصُ ؕ— وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ۘ— مَا نَعْبُدُهُمْ اِلَّا لِیُقَرِّبُوْنَاۤ اِلَی اللّٰهِ زُلْفٰی ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ فِیْ مَا هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ؕ۬— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ هُوَ كٰذِبٌ كَفَّارٌ ۟
خبردار! چې سوچه دین د الله دی. او کوم کسان چې پرته له الله نور دوستان نیسي. نو وایي چې: مونږ یې یوازې ددې لپاره عبادت کوو چې الله ته مو نژدې کړي. الله به هرو مرو د هغه څه پریکړه وکړي چې دوی پکې یو له بل نه جلا دي. بې له شکه چې الله پاک درواغجن او ناشکرو ته لار نه ښايي.
アラビア語 クルアーン注釈:
لَوْ اَرَادَ اللّٰهُ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًا لَّاصْطَفٰی مِمَّا یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— هُوَ اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟
که د الله پاک اراده وای چې ځوی ونیسي نو له خپل مخلق نه يي چې چا ته خوښه وه غوره کړی به يي و. خو هغه له دي هر څه نه پاک او یکی یو الله دی چې پر هر څه برلاسی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ۚ— یُكَوِّرُ الَّیْلَ عَلَی النَّهَارِ وَیُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَی الَّیْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— اَلَا هُوَ الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ ۟
اسمانونه او ځمکه يي په حقه پیدا کړي دي شپه پر ورځ او ورځ پر شپه رانغاړي، لمر او سپوږمۍ يي تابع کړي. او دا هر یو تر ټاکلې مودې روان دي. خبردار! چې هغه په هر څه برلاسی او ښه بښونکی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 集団章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ - 対訳の目次

モロウィ・ジャーンバズ・サルファラズによる訳

閉じる