Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ * - 対訳の目次


対訳 章: 婦人章   節:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا ؕ— وَمَنْ اَصْدَقُ مِنَ اللّٰهِ قِیْلًا ۟
او هغو کسانو چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي ډير ژر به یې داسې جنتونو ته ننه باسم چې لاندې له ونو او ماڼیو څخه به یې ویالې بهیږي تل تر تله به پکې اوسیږي د الله وعده رښتینې ده او څوک دی چې له الله څخه په خبره کې ډير ریښتنی وي؟.
アラビア語 クルアーン注釈:
لَیْسَ بِاَمَانِیِّكُمْ وَلَاۤ اَمَانِیِّ اَهْلِ الْكِتٰبِ ؕ— مَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا یُّجْزَ بِهٖ ۙ— وَلَا یَجِدْ لَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟
د ثواب او عذاب ورکړه ستاسو او د اهل کتابو تر هیلو پورې نه ده تړلې، بلکې هر څوک چې بدي وکړي بدله به یې ورکړای شي او له الله څخه پرته به هیڅ دوست او ملاتړی مینده نه شي کړای.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ مِنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ نَقِیْرًا ۟
او هر څوک چې نیک کارونه وکړي نر وي که ښځه خو چې ایمان ورسره وي نو جنت ته به ننوځي او د یو نري تار په اندازه تیرې به هم پرې ونه شي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَمَنْ اَحْسَنُ دِیْنًا مِّمَّنْ اَسْلَمَ وَجْهَهٗ لِلّٰهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَّاتَّبَعَ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَاتَّخَذَ اللّٰهُ اِبْرٰهِیْمَ خَلِیْلًا ۟
له هغه کس څخه به د چا دین ښه وي چې خپل ځان په بشپړ ډول الله پاک ته سپاري، نیکو کاره او ابراهیمي ملت یې منلی وي؟ ابراهیم(علیه السلام) د حق په لار کې په روغه سټه ولاړ او الله پاک خپل دوست ګرځولی ؤ.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ مُّحِیْطًا ۟۠
کوم څخه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي ټول یوازې د یو الله دي، او الله پاک په هر شي باندې احاطه کړی ده.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَیَسْتَفْتُوْنَكَ فِی النِّسَآءِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یُفْتِیْكُمْ فِیْهِنَّ ۙ— وَمَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فِی الْكِتٰبِ فِیْ یَتٰمَی النِّسَآءِ الّٰتِیْ لَا تُؤْتُوْنَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُوْنَ اَنْ تَنْكِحُوْهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الْوِلْدَانِ ۙ— وَاَنْ تَقُوْمُوْا لِلْیَتٰمٰی بِالْقِسْطِ ؕ— وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِهٖ عَلِیْمًا ۟
ای محمده! خلک له تا څخه د ښځو په هکله فتوا غواړي ووایه چې الله د هغوی په هکله تاسې ته حکم درکوي او د هغو خبرو په هکله هم حکم در کوي چې په قران کې د هغو یتیمو انجونو په هکله پرتاسې نازل شوي دي چې تاسو د هغوی ټاکلی حق نه ورکوئ او خوښوئ چې نکاح ورسره وکړئ او د بې وسو کړی شوو کوچنیو هلکانو په هکله هم حکم درکوي او هم درته امر کوي چې باید له یتیمانو سره په انصاف چال چلن وکړئ او تاسې چې کومه ښیګڼه کوئ الله پاک پرې ښه پوه دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 婦人章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ - 対訳の目次

モロウィ・ジャーンバズ・サルファラズによる訳

閉じる