Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ * - 対訳の目次


対訳 章: 高壁章   節:
قَالَ یٰمُوْسٰۤی اِنِّی اصْطَفَیْتُكَ عَلَی النَّاسِ بِرِسٰلٰتِیْ وَبِكَلَامِیْ ۖؗ— فَخُذْ مَاۤ اٰتَیْتُكَ وَكُنْ مِّنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟
الله پاک وفرمایل ای موسی! ته مي په خپلو پیغامونو او له ما سره په خبرو کولو پر ټولو خلکو غوره کړی يي نو څه مې چې درکړي هغه ونیسه او له شکر کوونکو څخه اوسه.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَكَتَبْنَا لَهٗ فِی الْاَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْعِظَةً وَّتَفْصِیْلًا لِّكُلِّ شَیْءٍ ۚ— فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَّاْمُرْ قَوْمَكَ یَاْخُذُوْا بِاَحْسَنِهَا ؕ— سَاُورِیْكُمْ دَارَ الْفٰسِقِیْنَ ۟
او هغه ته مو هر ډول نصیحت او په بشپړ ډول د هر څه بیان په تختو باندې لیکلی ورکړ او ورته مو وویل: منګولې پرې ولګوه او قوم ته دې هم امر وکړه چې ټولې غوره ښوونې يي په پوره ډول عملي کړي ـ ډیر ژر به د فاسقانو هستوګن ځای در وښایم.
アラビア語 クルアーン注釈:
سَاَصْرِفُ عَنْ اٰیٰتِیَ الَّذِیْنَ یَتَكَبَّرُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— وَاِنْ یَّرَوْا كُلَّ اٰیَةٍ لَّا یُؤْمِنُوْا بِهَا ۚ— وَاِنْ یَّرَوْا سَبِیْلَ الرُّشْدِ لَا یَتَّخِذُوْهُ سَبِیْلًا ۚ— وَاِنْ یَّرَوْا سَبِیْلَ الْغَیِّ یَتَّخِذُوْهُ سَبِیْلًا ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا عَنْهَا غٰفِلِیْنَ ۟
د هغو خلکو مخونه به زما د دلایلو له منلو نه واړوم چې په ځمکه کې په ناحقه لويي کوي. دوی که هر دلیل وویني ایمان پرې نه راوړي او که د هدایت هره لار ورښکاره کړای شي قدم پرې نه اخلي. خو که د هلاک لار وویني نو په منډه يي خپلوي ـ ځکه چې زمونږ دلایل يې درواغ ګڼلي او تل ترې بې پروا وو.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ ؕ— هَلْ یُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟۠
او د هغو خلکو ټولې کړنې بابیزه شوي چې زمونږ دلایل او د اخرت کتل يي درواغ ګڼلي دي. نو اوس هغوی ته د خپلو کړنو پرته د بل څه بدل نه ورکول کیږي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوْسٰی مِنْ بَعْدِهٖ مِنْ حُلِیِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهٗ خُوَارٌ ؕ— اَلَمْ یَرَوْا اَنَّهٗ لَا یُكَلِّمُهُمْ وَلَا یَهْدِیْهِمْ سَبِیْلًا ۘ— اِتَّخَذُوْهُ وَكَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟
او د موسی له تګ وروسته د هغه قوم له ګاڼو څخه د خوسي په شان رمباړې وهوونکې مجسمه جوړه کړه، ایا دیته يې نه کتل چې دا بوت ورسره نه خبري کوي او نه ورته لار ښآيي. خو بیا يي هم هغه په خداي ونیو رښتیا هم چې ډیر زیات تیري کوونکي وو.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَمَّا سُقِطَ فِیْۤ اَیْدِیْهِمْ وَرَاَوْا اَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّوْا ۙ— قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ یَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَیَغْفِرْ لَنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
او کله چې په خپل کار پښیمانه[۶] او پوه شول چې بې لارې شوي وو نو ويي ویل: که زمونږ رب په مونږ مهربان نه شي او بښنه راته ونه کړي نو مونږ به خورا ډیر زیات زیانمن یو.
[۶] په عربي محاوره کې هر هغه چا ته چې په خپل تیر کوم کار پښیمانه وي( سقط في یدیه) جمله استعمالیږي په ځانګړي توګه هغه چاته چې خپل داسې دښمن راوپرزوي چې بیا يي وړل هم دده د اوږو پیټی وي( سقط فی یده او سقط) جملي استعمالوي ( ابن جریر الطبري)
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 高壁章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ - 対訳の目次

モロウィ・ジャーンバズ・サルファラズによる訳

閉じる