Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ * - 対訳の目次


対訳 章: ヌーフ章   節:
یُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًا ۟ۙ
هغه په تاسې له بره څخه ورښتونه ووروي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَّیُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَیَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّیَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًا ۟ؕ
په مالونو او ځامنو سره به مو ملاتړ وکړي باغونه به در کړي.او ویالې به درته تاندې کړي.
アラビア語 クルアーン注釈:
مَا لَكُمْ لَا تَرْجُوْنَ لِلّٰهِ وَقَارًا ۟ۚ
تاسې ولې د الله لوړوالی او لوی والی نه ستایې؟
アラビア語 クルアーン注釈:
وَقَدْ خَلَقَكُمْ اَطْوَارًا ۟
په داسې حال کې چې تاسې یې پړاو په پړاو پیدا کړي يي.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَلَمْ تَرَوْا كَیْفَ خَلَقَ اللّٰهُ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ۟ۙ
تاسې نه ګورئ چې الله پاک څرنګه اوه اسمانونه یو د بل د پاسه پيدا کړي دي؟
アラビア語 クルアーン注釈:
وَّجَعَلَ الْقَمَرَ فِیْهِنَّ نُوْرًا وَّجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا ۟
سپوږمۍ یي پکې رڼا او لمر يې روښانه او پړ کیدونکی څراغ ګرځولی دی؟
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاللّٰهُ اَنْۢبَتَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ نَبَاتًا ۟ۙ
الله تاسې له ځمکې څخه را زرغون کړي یاست؟
アラビア語 クルアーン注釈:
ثُمَّ یُعِیْدُكُمْ فِیْهَا وَیُخْرِجُكُمْ اِخْرَاجًا ۟
بیا مو همدې ته ګرځوي او بیا به مو بیرته ترې راوباسي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ بِسَاطًا ۟ۙ
او الله درته ځمکه فرش وغوړوله.
アラビア語 クルアーン注釈:
لِّتَسْلُكُوْا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا ۟۠
تر څو یې په لویو او ارتو لارو ولاړ شئ.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَالَ نُوْحٌ رَّبِّ اِنَّهُمْ عَصَوْنِیْ وَاتَّبَعُوْا مَنْ لَّمْ یَزِدْهُ مَالُهٗ وَوَلَدُهٗۤ اِلَّا خَسَارًا ۟ۚ
نوح وویل:زما ربه!هغوی له ما څخه سرغړونه او د هغه چا مننه وکړه چې مالونه او اولادونه یې سرکښه کړي وو.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَمَكَرُوْا مَكْرًا كُبَّارًا ۟ۚ
لویه دسیسه یي وکړه.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَقَالُوْا لَا تَذَرُنَّ اٰلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَّلَا سُوَاعًا ۙ۬— وَّلَا یَغُوْثَ وَیَعُوْقَ وَنَسْرًا ۟ۚ
او ویې ویل:باید خپل خدایان پرې نږدئ باید ود،سواع یغوث،یعوق او نسر بوتان پرې نږدئ.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَقَدْ اَضَلُّوْا كَثِیْرًا ۚ۬— وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا ضَلٰلًا ۟
او په تحقیق چې ډیر یې بې لارې کړل.نو ای زما ربه!ته هم ظالمانو ته یوازې بې لارې او عذاب ور زیات کړه
アラビア語 クルアーン注釈:
مِمَّا خَطِیْٓـٰٔتِهِمْ اُغْرِقُوْا فَاُدْخِلُوْا نَارًا ۙ۬— فَلَمْ یَجِدُوْا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَنْصَارًا ۟
د خپلو ګناهونو له کبله غرق کړای شول.او په اور کې ننویستلی شول نو پرته له الله یې هیڅ ملاتړ ونه مینده.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَقَالَ نُوْحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَی الْاَرْضِ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ دَیَّارًا ۟
نوح وویل:زما ربه!د یو کافر کور هم د ځمکې په مخ مه پریږده.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِنَّكَ اِنْ تَذَرْهُمْ یُضِلُّوْا عِبَادَكَ وَلَا یَلِدُوْۤا اِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا ۟
که تا پريښوول نو:ستا بنده ګان به بې لارې کړي او پرته له بې باکو او ناشکرو کافرانو څخه به بل څه ونه زیږوي.
アラビア語 クルアーン注釈:
رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَیْتِیَ مُؤْمِنًا وَّلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا تَبَارًا ۟۠
ای زما ربه! ما وبښه مور او پلار مې وبښه او هغه وبښه چې زما کور ته منونکي ننوځي.ټول نارینه مؤمنان او ټولې مؤمنې ښځې وبښه.او د ظالمانو لپاره پرته له بربادۍ او هلاکت څخه بل څه مه ور زیاتوه.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: ヌーフ章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ - 対訳の目次

モロウィ・ジャーンバズ・サルファラズによる訳

閉じる