Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಇಬ್ರಾಹೀಮ್   ಶ್ಲೋಕ:
قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ اِنْ نَّحْنُ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَمُنُّ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَمَا كَانَ لَنَاۤ اَنْ نَّاْتِیَكُمْ بِسُلْطٰنٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
رسولانو يې ورته وویل: هو! مونږ ستاسې په څیر خلک یو خو دا د الله خوښه ده چې په خپلو بنده ګانو کې پر چا احسان کوي؟ او دا مونږ نه شو کولای چې د الله له حکم نه پرته تاسې ته کوم دلیل راوړو. او باید پر یو الله مؤمنان توکل وکړي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَمَا لَنَاۤ اَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَی اللّٰهِ وَقَدْ هَدٰىنَا سُبُلَنَا ؕ— وَلَنَصْبِرَنَّ عَلٰی مَاۤ اٰذَیْتُمُوْنَا ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟۠
او مونږ به ولې پر یو الله توکل نه کوو؟ په داسې حال کې چې هغه مونږ ته د ژوند لارې ښوولې دي. او مونږ به خامخا ستاسې له لورې ربړونه زغمو. او باید چې توکل کوونکی یوازې په یو الله توکل وکړي او بس.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُمْ مِّنْ اَرْضِنَاۤ اَوْ لَتَعُوْدُنَّ فِیْ مِلَّتِنَا ؕ— فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ
او کافرانو خپلو پیغمبرانو ته وویل: مونږ به خامخا تاسې له خپلې خاورې نه وباسو او یا به تاسې زمونږ دین ته راوړئ. الله پاک پیغمبرانو ته وحې وکړه چې مونږ به خامخا ظالمان هلاک کړو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِهِمْ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِیْ وَخَافَ وَعِیْدِ ۟
او له هغوی وروسته به همدا تاسې په ځمکه کې میشته کړو. دا لورینه یوازې له هغو سره ده چې زما په وړاندې له ودریدلو نه ډاریږي او زما د اخطار ډار ور سره وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاسْتَفْتَحُوْا وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ
پیغمبرانو له الله بری وغوښت هغه وو چې هر سرغړوونکی متکبر له زیان او تاوان سره مخ شو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
مِّنْ وَّرَآىِٕهٖ جَهَنَّمُ وَیُسْقٰی مِنْ مَّآءٍ صَدِیْدٍ ۟ۙ
په مخ کې يې جهنم دی چې هلته به د زوو او وینو ډکې اوبه ورڅښل کیږي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یَّتَجَرَّعُهٗ وَلَا یَكَادُ یُسِیْغُهٗ وَیَاْتِیْهِ الْمَوْتُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَّمَا هُوَ بِمَیِّتٍ ؕ— وَمِنْ وَّرَآىِٕهٖ عَذَابٌ غَلِیْظٌ ۟
هغوی به یې غړپوي خوله ، ستوني نه به يې نه تیریږي له هرې لورې به ورته د مرګ مخه وي خو مري به نه. او د یو سخت غداب په لور به ور روان وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
مَثَلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ اَعْمَالُهُمْ كَرَمَادِ ١شْتَدَّتْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ یَوْمٍ عَاصِفٍ ؕ— لَا یَقْدِرُوْنَ مِمَّا كَسَبُوْا عَلٰی شَیْءٍ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ ۟
د هغو کسانو چې له خپل رب نه منکر دي ټول عملونه هغو ایرو ته ورته دي چې په سخته بادجنه ورځ پرې تیزه هوا راوالوزي. دوی به د خپلو کړنو هیڅ ګټه تر لاسه نه شي کړای او همدا خورا لویه بدبختي ده.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಇಬ್ರಾಹೀಮ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಪಶ್ತೋ ಅರ್ಥಾನುವಾದ. ಅನುವಾದ - ಮೌಲವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್.

ಮುಚ್ಚಿ