Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಬಕರ   ಶ್ಲೋಕ:
سَلْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ كَمْ اٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ اٰیَةٍ بَیِّنَةٍ ؕ— وَمَنْ یُّبَدِّلْ نِعْمَةَ اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
له بني اسرائیلو څخه پوښته وکړه چې مونږ دوی ته څومره ډیر ښکاره دلیلونه او نښې ورکړې وې او هغه څوک چې د الله نعمت وروسته له راتګ څخه بدل کړي نو باید پوه شي چې دالله عذاب خورا سخت دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
زُیِّنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا وَیَسْخَرُوْنَ مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ۘ— وَالَّذِیْنَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَاللّٰهُ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
کافرانو ته دنیوی ژوند ښکلی کړای شوی دی او پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی ملنډې وهي، متقیان به د قیامت په ورځ پر دوی لوړ او پورته وي، او د الله چې چاته خوښه شي بې حسابه روزي ورکوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
كَانَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً ۫— فَبَعَثَ اللّٰهُ النَّبِیّٖنَ مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۪— وَاَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ لِیَحْكُمَ بَیْنَ النَّاسِ فِیْمَا اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ؕ— وَمَا اخْتَلَفَ فِیْهِ اِلَّا الَّذِیْنَ اُوْتُوْهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ بَغْیًا بَیْنَهُمْ ۚ— فَهَدَی اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِمَا اخْتَلَفُوْا فِیْهِ مِنَ الْحَقِّ بِاِذْنِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
ټول خلک یو امت و، نو الله پاک زیرې ورکوونکي او ډاروونکي پیغمبران ورولیږل او له هغوی سره یې حق کتاب هم ولیږه تر څو د خلکو په مینځ کې د پیښ اختلاف پریکړه وکړي او اختلاف هم پرته له هغو کسانو بل چا نه ؤ کړی چې کتاب ورکړای شوې ؤ او ښه ښکاره او پاخه دلیلونه ورته راغلي وو خو د خپل مینځي دښمنۍ او کینې له کبله یې اختلاف ته ملا تړلې وه او الله جل جلاله هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی ؤ د خپلې مهربانۍ له مخې د هغې رښتینې خبرې ښوونه وکړه چې دوی پکې په جلا جلا لیارو وؤ، او د الله پاک چې چا ته خوښه شي د سمې لیارې ښوونه ورته کوي.ټول خلک یو امت و، نو الله پاک زیرې ورکوونکي او ډاروونکي پیغمبران ورولیږل او له هغوی سره یې حق کتاب هم ولیږه تر څو د خلکو په مینځ کې د پیښ اختلاف پریکړه وکړي او اختلاف هم پرته له هغو کسانو بل چا نه ؤ کړی چې کتاب ورکړای شوې ؤ او ښه ښکاره او پاخه دلیلونه ورته راغلي وو خو د خپل مینځي دښمنۍ او کینې له کبله یې اختلاف ته ملا تړلې وه او الله جل جلاله هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی ؤ د خپلې مهربانۍ له مخې د هغې رښتینې خبرې ښوونه وکړه چې دوی پکې په جلا جلا لیارو وؤ، او د الله پاک چې چا ته خوښه شي د سمې لیارې ښوونه ورته کوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا یَاْتِكُمْ مَّثَلُ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ ؕ— مَسَّتْهُمُ الْبَاْسَآءُ وَالضَّرَّآءُ وَزُلْزِلُوْا حَتّٰی یَقُوْلَ الرَّسُوْلُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ مَتٰی نَصْرُ اللّٰهِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ نَصْرَ اللّٰهِ قَرِیْبٌ ۟
ایا ګمان کوئ چې جنت ته به ولاړ شئ؟ په داسې حال کې چې پر تاسې د هغو خلکو په شان حالات تر اوسه نه دي راغلي چې له تاسې وړاندې تیر شوي دي هغوی ته ستونزي کړاوونه او مرضونه رسیدلي او هومره لړزول شوي وو چې رسول او ورسره مؤمنانو به ویل: د الله مرسته او کومک به کله راځي؟ خبردار! باور وکړئ چې د الله کومک ډیر نژدې دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یَسْـَٔلُوْنَكَ مَاذَا یُنْفِقُوْنَ ؕ— قُلْ مَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ خَیْرٍ فَلِلْوَالِدَیْنِ وَالْاَقْرَبِیْنَ وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ؕ— وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِیْمٌ ۟
دوی له تا څخه پوښتنه کوي چې: څه مصروف کړي؟ ورته ووایه: هر مال چې مصرفوئ نو د مور او پلار، خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو په ښیګڼه کې یې مصرف کړئ، او تاسې چې هر نیک کار وکړئ نو بې شکه چې الله پاک ترې ښه خبر دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಬಕರ
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಪಶ್ತೋ ಅರ್ಥಾನುವಾದ. ಅನುವಾದ - ಮೌಲವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್.

ಮುಚ್ಚಿ