Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅನ್ನಮ್ಲ್   ಶ್ಲೋಕ:
وَجَحَدُوْا بِهَا وَاسْتَیْقَنَتْهَاۤ اَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَّعُلُوًّا ؕ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
نو د ظلم او غرور له کبله يې ترې انکار وکړ سره له دې چې زړونه يي ښه پرې باوري شوي وو نو وګوره چې د مفسدانو پای څنګه وه؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ عِلْمًا ۚ— وَقَالَا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ فَضَّلَنَا عَلٰی كَثِیْرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او مونږ داود او سلیمان ته پوهه ورکړې وه. دواړو وویل: ټولې ستاینې هغه الله ته دي چې مونږ يي په خپلو ډیرو مؤمنو بنده ګانو غوره کړي یو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَوَرِثَ سُلَیْمٰنُ دَاوٗدَ وَقَالَ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّیْرِ وَاُوْتِیْنَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِیْنُ ۟
او سلیمان او د داود وارث شو او ویې ویل: ای خلکو! مونږ ته د مارغانو خبرې ښوول شوي او مونږ ته هر څه راکړای شوي دي. په رښتیا چې همدا ډير ښکاره غوره والی دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَحُشِرَ لِسُلَیْمٰنَ جُنُوْدُهٗ مِنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ وَالطَّیْرِ فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
او سلیمان ته د پیریانو، انسانانو، او مارغانو لښکرې راټولې او هغوی ښه په نظم او دسپلین ساتلي شوي وو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَوْا عَلٰی وَادِ النَّمْلِ ۙ— قَالَتْ نَمْلَةٌ یّٰۤاَیُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوْا مَسٰكِنَكُمْ ۚ— لَا یَحْطِمَنَّكُمْ سُلَیْمٰنُ وَجُنُوْدُهٗ ۙ— وَهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
تر دې چې کله هغوی د میږیانو پر یوه کنده تیریدل نو مشر میږي وویل: ای میږیانو! خپلو کورونو ته ننه ووځئ هسې نه چې سلیمان او د هغه لښکر مو په ناخبرۍ کې چیت کړي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَعَلٰی وَالِدَیَّ وَاَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَاَدْخِلْنِیْ بِرَحْمَتِكَ فِیْ عِبَادِكَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
سلیمان د هغه پر خبره په خندا او ویې ویل: ای زما ربه! ما ته ښوونه وکړه چې زه ستا د هغو لورینو شکر پر ځای کړم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې کړي دي او توان راکړه چې هغه ښه کړنه وکړم چې ته يي خوښوي او د خپلې مهربانۍ له مخې مې په خپلو نیکو بنده ګانو کې داخل کړه.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَتَفَقَّدَ الطَّیْرَ فَقَالَ مَا لِیَ لَاۤ اَرَی الْهُدْهُدَ ۖؗ— اَمْ كَانَ مِنَ الْغَآىِٕبِیْنَ ۟
او د مارغانو پلټنه يې وکړه نو ویې ویل: څه دي چې ملا چرګک نه وینم؟ ایا هغه ورک شوی دی؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
لَاُعَذِّبَنَّهٗ عَذَابًا شَدِیْدًا اَوْ لَاَاذْبَحَنَّهٗۤ اَوْ لَیَاْتِیَنِّیْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
زه به هغه ته سخته سزا ورکړم او یا به يي حلا کړم، او یا خو به ما ته یو ښکاره دلیل راوړي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَمَكَثَ غَیْرَ بَعِیْدٍ فَقَالَ اَحَطْتُّ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ وَجِئْتُكَ مِنْ سَبَاٍ بِنَبَاٍ یَّقِیْنٍ ۟
له لږ درنګ وروسته ملاچرګک راغی او ویې ویل: ما داسې څه معلوم کړل چې لا تر اوسه تاسې ته نه دي څرګند.او تاسط ته مې له سباء نه یوه پخه خبره راوړې ده.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅನ್ನಮ್ಲ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ