Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅರ್‍ರೂಮ್   ಶ್ಲೋಕ:
وَلَىِٕنْ اَرْسَلْنَا رِیْحًا فَرَاَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوْا مِنْ بَعْدِهٖ یَكْفُرُوْنَ ۟
او قسم دی که مونږ پرې باد راوالوزوو او هغوی خپل کښت تک زیړ وچ بخن ولید،نو خامخا له دی پيښي وروسته ټول ورکړي نعمتونه هیروي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَاِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟
نو ای پيغمبره! ته مړي نشي اورولې اونه هغو کڼو ته غږ اورولې شې چې مخ اړولي شا کړې روان وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِ الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟۠
او نه ته ړانده په لار کولای شي ته یوازی هغو ته خبره اورولای شي چې زمونږ په ایتونو ایمان راوړي او غاړه ایښوونکي دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ ضُؔعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضُؔعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضُؔعْفًا وَّشَیْبَةً ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیْمُ الْقَدِیْرُ ۟
الله هغه ذات دی چې تاسې يې کمزوري او بوډاوالې ته ورسولئ.هغه چې هر څه وغواړي پیدا کوي یې.او پر هر څه پوه او په هر څه توانا دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُقْسِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۙ۬— مَا لَبِثُوْا غَیْرَ سَاعَةٍ ؕ— كَذٰلِكَ كَانُوْا یُؤْفَكُوْنَ ۟
د قیامت په ورځ به مجرمان قسمونه خوري چې په دنیا کې یې پرته له یوه ساعت نه نور وخت نه دی تیر کړی. هو!په همدی توګه هغوی په دنیا کې هم له حقیقت څخه اړولي چلیدل.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَالْاِیْمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ اِلٰى یَوْمِ الْبَعْثِ ؗ— فَهٰذَا یَوْمُ الْبَعْثِ وَلٰكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او هغه کسان به چې له علم او ایمان نه برخه من شوي و دوی ته وايې چې د الله په لیکنه کې تاسې د بیرته ژوندون تر ورځې ځنډولي یاست. او همدا د بیا ژوندون ورځ ده خو تاسې هلته نه پوهیدئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟
په دی ورځ به ظالمانو ته نه د هغوی عذر غوښتنه څه ګټه وکړي.او نه به ترې غوښتنه وشي چې بښنه وغواړي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَلَىِٕنْ جِئْتَهُمْ بِاٰیَةٍ لَّیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُبْطِلُوْنَ ۟
مونږ د خلکو لپاره په دی قران کې هر ډول مثالونه وړاندی کړي دي.او قسم دی که ته ورته هر ډول نښه وړاندی کړی انکار کوونکي به هرو،مرو ووايې:چې همدا تاسې پر باطله یې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
په همدی توګه الله پاک د هغو خلکو پر زړونو ټاپه وهې چې په خبره نه پوهیږي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلَا یَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِیْنَ لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠
نو ای محمده!صبر وکړه.په باوري توګه د الله وعده رښتیانی ده او باید چې باور نه کوونکي خلک تابي ثباته او غمونه ماته کړی ونه مومي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅರ್‍ರೂಮ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಪಶ್ತೋ ಅರ್ಥಾನುವಾದ. ಅನುವಾದ - ಮೌಲವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್.

ಮುಚ್ಚಿ