Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಅಹ್ ಝಾಬ್   ಶ್ಲೋಕ:
تَحِیَّتُهُمْ یَوْمَ یَلْقَوْنَهٗ سَلٰمٌ ۖۚ— وَّاَعَدَّ لَهُمْ اَجْرًا كَرِیْمًا ۟
د الله سره د مخ کیدلو په ورځ به يې د ( سلام کلمه) ښه راغلاست وي. او الله د هغوی لپاره ویاړمن بدل تیار کړی دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّمُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۙ
ای پیغمبره! همدا مونږ ته شاهدي ویونکی، زیری ورکوونکی، او ډاروونکی لیږلی يې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَّدَاعِیًا اِلَی اللّٰهِ بِاِذْنِهٖ وَسِرَاجًا مُّنِیْرًا ۟
د الله په حکم مو د هغه په لوربلونکی او روښانه څراغ لیږلی يې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ بِاَنَّ لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ فَضْلًا كَبِیْرًا ۟
ای پیغمبره! مؤمنانو ته زیری ورکړه چې د الله په فضل يي په برخه دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ وَدَعْ اَذٰىهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟
د کافرانو او منافقانو مننه مه کوه او د هغوی د ضرر رسولو هیڅ پروا مه ساته او پر الله توکل وکړه. الله د کار جوړوونکې په توګه بس دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوْهُنَّ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَمَسُّوْهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَیْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّوْنَهَا ۚ— فَمَتِّعُوْهُنَّ وَسَرِّحُوْهُنَّ سَرَاحًا جَمِیْلًا ۟
ای مؤمنانو! کله مو چې مؤمنې ښځې نکاح کړې او بیا مو له لاس وروړلو وړاندې طلاقې کړې نو حق پرې نه لرئ چې عدت تیرولو ته يي اړباسئ ښه توښه ورکړئ. او په خورا ښه وضعیت او خوښۍ سره يې خوشې کړئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِنَّاۤ اَحْلَلْنَا لَكَ اَزْوَاجَكَ الّٰتِیْۤ اٰتَیْتَ اُجُوْرَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ یَمِیْنُكَ مِمَّاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلَیْكَ وَبَنٰتِ عَمِّكَ وَبَنٰتِ عَمّٰتِكَ وَبَنٰتِ خَالِكَ وَبَنٰتِ خٰلٰتِكَ الّٰتِیْ هَاجَرْنَ مَعَكَ ؗ— وَامْرَاَةً مُّؤْمِنَةً اِنْ وَّهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِیِّ اِنْ اَرَادَ النَّبِیُّ اَنْ یَّسْتَنْكِحَهَا ۗ— خَالِصَةً لَّكَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَیْهِمْ فِیْۤ اَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ لِكَیْلَا یَكُوْنَ عَلَیْكَ حَرَجٌ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
ای پیغمبره! مونږ درته هغه ښځې روا کړې دی چې تا يې مهر ورکړی او هغه وینځې مو هم درته روا کړي چې الله ستاسې په واک کې درکړي دي او ستاسې د تره، ترور، ماما، او توړۍ هغه لوڼې موهم درته روا کړي چې له تاسې سره يې هجرت کړی دی[۲] او هغه[۳] مومنه ښځه هم درته روا ده چې خپل ځان پیغمبر ته بښي[۴] او پیغمبر يي هم د واده کولو هیله من وي. دا لورینه پرته له مؤمنانو یوازې او یوازې پرتا ده. مونږ ته معلوم دي چې مونږ پر مؤمنانو د هغوی دښځو او وینځو په هکله مقررات [۵] ټاکلي دي. او ځينې ځانګړې لورینې مو یوازې پر تا ځکه وکړې چې ته له ستونزو سره مخ نه شې او الله ښه بښونکی مهربان دی.
[۲] د هجرت شرط یوازې پیغمبر لپاره ؤ پر مسلمانانو نه هغه وخت لازم و او نه اوس( تفسیر الماوردی).
[۳] مسلمان له کتابي ښځې سره نکاح کولای شي خو پر پیغمبر لازم وه چې ښځه ئي باید مسلمانه وی( فتح القدیر).
[۴] پیغمبر ته اجازه وه چې بې له مهر نه چې څوک ځان ور وبښي نکاح ورسره وکړي خو نور مسلمانان يې له مهر نه نکاح نه شي کولی بلکې له نکاح سره مهر پخپله ورباندې لازمیږي( فتح القدیر).
[۵]له څلورو به زیاتي نه کوي. مهر او شاهدان به پکې وي( تفسیر الماوردی).
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಅಹ್ ಝಾಬ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಪಶ್ತೋ ಅರ್ಥಾನುವಾದ. ಅನುವಾದ - ಮೌಲವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್.

ಮುಚ್ಚಿ