Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಯಾಸೀನ್   ಶ್ಲೋಕ:
وَاٰیَةٌ لَّهُمْ اَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّیَّتَهُمْ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ
او د هغوی لپاره یوه لویه نښه دا ده چې مونږ د هغوی ځوځات د نوح په ډکه کښتۍ کې سپاره کړل.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَخَلَقْنَا لَهُمْ مِّنْ مِّثْلِهٖ مَا یَرْكَبُوْنَ ۟
او د همغې کښتۍ په شان مو نور داسې څیزونه ورته پیدا کړي چې پرې سپریږي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِنْ نَّشَاْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِیْخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ یُنْقَذُوْنَ ۟ۙ
که مونږ وغواړو نو غرق به يي کړو نه به يي چیغه وي او نه به يې څوک خلاص کړای شي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ ۟
یوازې زمونږ لورینه ده او ترټاکلې مودې د ګټې اخیستلو فرصت دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّقُوْا مَا بَیْنَ اَیْدِیْكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
او کله چې هغوی ته وویل شي چې له هغه څه ځانونه وژغورئ چې مخې ته مو را روان او پخوا هم تیر شوي دي کیدای شي چې پر تاسې لورینه وشي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَمَا تَاْتِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ مِّنْ اٰیٰتِ رَبِّهِمْ اِلَّا كَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟
( دا خبره ناببزه ګڼي)) بلکې دوی ته چې د خپل رب له لورې هره لویه نښه راغلې مخ يي ترې اړولی دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ ۙ— قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنُطْعِمُ مَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ اَطْعَمَهٗۤ ۖۗ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
او کله چې هغوی ته وویل شي چې: د هغه مال څه برخه د الله په لار کې ورکړئ چې تاسې ته يې درکړی دی نو کافران مؤمنانو ته وايې: ایا مونږ هغو ته خوراک ورکړو چې که الله خوراک ورکول غوښتل نو ورکړی به يي وای؟ تاسې په یوه ښکاره لار ورکتیا اخته شوي يې[۴].
[۴] بله معنا يې دا ده چې: دا د الله خبره شي: چې ای کافرانو! ستاسې دا خبره ښکاره ګمراهي ده( تفسیرالماوردی).
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او هغوی وايي چې که تاسې رښتیني یاست نو د قیامت نیټه کله ده؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
مَا یَنْظُرُوْنَ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً تَاْخُذُهُمْ وَهُمْ یَخِصِّمُوْنَ ۟
هغوی پرته له دې د بل هیڅ شي انتظار نه کوي چې یوه چیغه يې په داسې ناببره توګه ونیسي چې په خپل ژوند کې سره اخته وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ تَوْصِیَةً وَّلَاۤ اِلٰۤی اَهْلِهِمْ یَرْجِعُوْنَ ۟۠
نو هغه وخت به نه د وصیت کولو توان ورسره وي او نه به خپلو کورونو ته بیرته ورتلای شي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَاِذَا هُمْ مِّنَ الْاَجْدَاثِ اِلٰی رَبِّهِمْ یَنْسِلُوْنَ ۟
او په شپیلۍ کې به پو وکړای شي نو ټول به له قبرونو څخه د خپل رب په لور ځغلي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالُوْا یٰوَیْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَّرْقَدِنَا ۣٚۘ— هٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمٰنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُوْنَ ۟
کافران به وايې: آه دا چا مونږ له خپلو بسترو نه راپاڅولو؟ دا هغه څه دي چې رحمن خدای يې وعده کړې او پیغمرانو رښتیا ویلي وو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟
بس یوه سخته کړیکه به وي ناببره به له یوې مخې زمونږ په وړاندې حاضر کړی شوي وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَالْیَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا وَّلَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
نن ورځ به په هیچا هیڅ ډول تیری نه کیږي او تاسې ته به پرته له هغه چې تاسې به کولو د بل څه بدل درنه کړای شي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಯಾಸೀನ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ