Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಸ್ಸಾಫ್ಫಾತ್   ಶ್ಲೋಕ:
وَجَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبٰقِیْنَ ۟ؗۖ
او یوازې د هغه ځوځات مو پاتې کړل.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗۖ
او په وروستیو نسلونو کې مو پر هغه لورینه پريښووله.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
سَلٰمٌ عَلٰی نُوْحٍ فِی الْعٰلَمِیْنَ ۟
په ګرد عالم کې دې پر نوح سلام وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
مونږ نیکو کارانو ته همدا ډول بدله ورکوو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او په رښتیا چې هغه زما له مؤمنو بنده ګانو څخه و.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟
او بیا مو نور خلک غرق کړل.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِنَّ مِنْ شِیْعَتِهٖ لَاِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ
او ابراهیم د نوح په لار روان و.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِذْ جَآءَ رَبَّهٗ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟
چې په پاک زړه سره يي خپل رب ته پنا یووړه.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَاذَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۚ
خپل پلار او قوم ته يي وویل: دا څه دي چې تاسې يي عبادت کوئ؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَىِٕفْكًا اٰلِهَةً دُوْنَ اللّٰهِ تُرِیْدُوْنَ ۟ؕ
ایا پرته له الله نه په درواغو جوړ شوي معبودان غواړئ؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
نو د رب العالمین په هکله ستاسې ګومان څه دی؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَنَظَرَ نَظْرَةً فِی النُّجُوْمِ ۟ۙ
ابراهیم د ستورو په لور وکتل[۹]
[۹] په فکر کې شو عربان هغه چاته چې فکر کوي وايي: ستورو ته ګوري( تفسیر الماوردي)
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَقَالَ اِنِّیْ سَقِیْمٌ ۟
نو ويي ویل چې زه ناروغ یم.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِیْنَ ۟
هغوی ټول ترې په ستنه په څټ شول.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَرَاغَ اِلٰۤی اٰلِهَتِهِمْ فَقَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۚ
نو په خورا پټه د هغوی خدایانو ته ورغی او ورته يې وویل: ولې[۱۰] خوراک نه کوئ؟
[۱۰] دغه د خوراک څیزونه چې ستاسې په وړاندې ایښي ولې يي نه خورئ( تفسیر الماوردی).
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُوْنَ ۟
ولې خبرې نه کوئ؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَرَاغَ عَلَیْهِمْ ضَرْبًا بِالْیَمِیْنِ ۟
په خورا زور او قوت سره يي پرې ګوزار وکړ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَاَقْبَلُوْۤا اِلَیْهِ یَزِفُّوْنَ ۟
ټول قوم يي ابراهیم ته په منډه ورغی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالَ اَتَعْبُدُوْنَ مَا تَنْحِتُوْنَ ۟ۙ
ابراهیم ورته وویل: ایا تاسې د هغه څه عبادت کوئ چې په خپلو لاسونو يي تراشئ؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
په داسې حال کې چې الله تاسې او هغه ټول پیدا کړي دي چې تاسې يې جوړوئ؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالُوا ابْنُوْا لَهٗ بُنْیَانًا فَاَلْقُوْهُ فِی الْجَحِیْمِ ۟
هغوی سره وویل: یو ځای ورته جوړ کړئ او په تاوجن اور کې يې ورواچوئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَسْفَلِیْنَ ۟
د هغه پر خلاف يې شوم پلان درلود خو مونږ پاتې راوستل.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَقَالَ اِنِّیْ ذَاهِبٌ اِلٰی رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟
ابراهیم وویل: زه د خپل رب لور ته ځم هغه به ماته ښوونه وکړي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
رَبِّ هَبْ لِیْ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
ای زما ربه! ما ته یو ځوی راکړه چې له صالحانو وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَبَشَّرْنٰهُ بِغُلٰمٍ حَلِیْمٍ ۟
مونږ هغه ته د زغم لرونکي هلک زیری ورکړ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰی فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرٰی ؕ— قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ؗ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
کله چې کوچنۍ تر هلو ځلو ورسید نو ابراهیم وویل: ځوی جانه! زه په خوب کې ګورم چې تا حلالوم ته وایه چې ستا نظر څه دی؟ ځوی يي وویل: پلارجانه! څه چې درته حکم کیږي هغه وکړه! ان شاء الله چې ما به صابر وویني.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಸ್ಸಾಫ್ಫಾತ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಪಶ್ತೋ ಅರ್ಥಾನುವಾದ. ಅನುವಾದ - ಮೌಲವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್.

ಮುಚ್ಚಿ