Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅತ್ತೌಬ   ಶ್ಲೋಕ:
یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَكُمْ لِیُرْضُوْكُمْ ۚ— وَاللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗۤ اَحَقُّ اَنْ یُّرْضُوْهُ اِنْ كَانُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟
هغوی ستاسې د خوښولو لپاره د الله په نوم قسمونه خوري خو که مؤمنان وي نو پکار ده چې تر ټولو لومړی الله او د هغه رسول خوښ کړي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّهٗ مَنْ یُّحَادِدِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَاَنَّ لَهٗ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ الْخِزْیُ الْعَظِیْمُ ۟
ایا په دې نه دي پوه؟چې څوک له الله او د هغه له رسول نه مخالفت وکړي نو د هغه لپاره د جهنم اور دی چې تل به پکې وي،او همدا خورا لویه رسوایي ده.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یَحْذَرُ الْمُنٰفِقُوْنَ اَنْ تُنَزَّلَ عَلَیْهِمْ سُوْرَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— قُلِ اسْتَهْزِءُوْا ۚ— اِنَّ اللّٰهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُوْنَ ۟
له منافقانو سره ډاروي هسې نه چې یو سورت نازل او د دوی د زړونو پټ نفاق را ښکاره کړي ای محمده! ووایه چې تاسې ملنډې ووهئ الله پاک په یقیني توګه هغه څه راوباسي چې تاسې ترې ډاریږئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اِنَّمَا كُنَّا نَخُوْضُ وَنَلْعَبُ ؕ— قُلْ اَبِاللّٰهِ وَاٰیٰتِهٖ وَرَسُوْلِهٖ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او که ته هغوی وپوښتې چې څه مو وویل؟نو بې له درنګه به ووایې چې مونږ خو هسې خبرې اترې تاوه وو او وخت تیروو هغوی ته ووایه چې په الله د هغه په ایتونو او دهغه په رسول مو ملنډې او مسخرې کولې؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
لَا تَعْتَذِرُوْا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ ؕ— اِنْ نَّعْفُ عَنْ طَآىِٕفَةٍ مِّنْكُمْ نُعَذِّبْ طَآىِٕفَةًۢ بِاَنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟۠
بانې مه کوئ رښتیا خبره همداده چې تاسې له ایمان راوړلونه وروسته کافران شوي یاست او که مونږ ستاسې یوې ډلې ته عفوه وکړو نو بلې ډلې ته مو ضرور عذاب ورکوو ځکه چې هغوی جرم کړی دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَلْمُنٰفِقُوْنَ وَالْمُنٰفِقٰتُ بَعْضُهُمْ مِّنْ بَعْضٍ ۘ— یَاْمُرُوْنَ بِالْمُنْكَرِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوْفِ وَیَقْبِضُوْنَ اَیْدِیَهُمْ ؕ— نَسُوا اللّٰهَ فَنَسِیَهُمْ ؕ— اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
منافقان سړي او منافقانې ښځې ځینې له ځینو نورونه دي هغوی د بدۍ په لور بلنه او له نیکۍ نه منع کوي او خپل لاسونه له نیکیو نه تړي الله یې هیر کړ نو الله هم هغوی هیر کړل په رښتیا چې همدا منافقان فاسقان دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَعَدَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— هِیَ حَسْبُهُمْ ۚ— وَلَعَنَهُمُ اللّٰهُ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟ۙ
الله له منافقانو سړیو،منافقانو ښځو او کافرانو سره د جهنم د اور وعده کړې ده تل تر تله به پکې وي همدایي بس دی او الله پرې لعنت کړی او تل پاتې عذاب یې په برخه دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅತ್ತೌಬ
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ