Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಅಬೂ ಝಕರಿಯಾ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್ -ಕ್ವಸಸ್   ಶ್ಲೋಕ:
فَلَمَّا قَضٰی مُوْسَی الْاَجَلَ وَسَارَ بِاَهْلِهٖۤ اٰنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ نَارًا ۚ— قَالَ لِاَهْلِهِ امْكُثُوْۤا اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّیْۤ اٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ جَذْوَةٍ مِّنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ ۟
28-29 نو كله چې موسٰى نېټه پوره كړه او له خپل اهل سره روان شو (،نو) د طور له جانبه يې اور ولیده، خپل اهل ته يې وویل: تاسو ایسار شي، بېشكه ما اور ولیده، كېدى شي چې زه تاسو ته له هغه نه څه خبر، یا د اور سكروټه (شغله) راوړم، د دې لپاره چې تاسو (پرې) تاوده شئ
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَلَمَّاۤ اَتٰىهَا نُوْدِیَ مِنْ شَاطِئِ الْوَادِ الْاَیْمَنِ فِی الْبُقْعَةِ الْمُبٰرَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ اَنْ یّٰمُوْسٰۤی اِنِّیْۤ اَنَا اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
28-30 نو كله چې دغه (اور) ته راغى (،نو) په مباركه ټوټه (قطعه) كې د ناو په ښې اړخ كې له ونې نه ورته اواز وكړى شو داسې چې اى موسٰى! بېشكه همدا زه الله رب العلمین یم
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاَنْ اَلْقِ عَصَاكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّلَمْ یُعَقِّبْ ؕ— یٰمُوْسٰۤی اَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۫— اِنَّكَ مِنَ الْاٰمِنِیْنَ ۟
28-31 او داسې چې خپله امسا وغورځوه، نو كله چې يې هغه وليدله چې حركت كوي، ګویاكې نرى منګرى مار دى، (نو) مخ يې واړوه، په دې حال كې چې شاكوونكى (تښتېدونكى) و، او بېرته را ونه ګرځېده، اى موسٰى! مخ راواړوه او مه وېرېږه: بېشكه ته له امان موندونكو څخه يې
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اُسْلُكْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ ؗ— وَّاضْمُمْ اِلَیْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذٰنِكَ بُرْهَانٰنِ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
28-32 ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، را وبه وځي، په داسي حال كې چې بې له كوم عیبه به تك سپین وي او ته خپل څانګ خپل ځان ته راپېوست كړه، د وېرې له وجې نه، نو دغه دواړه ستا د رب له جانبه دلیلونه دي فرعون او د هغه سردارانو ته، بېشكه چې دوى فاسقان خلق دي
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟
28-33 ويې ويل:اى زما ربه! بېشكه ما له دوى نه یو نفس وژلى دى، نو زه وېرېږم چې دوى به ما ووژني
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاَخِیْ هٰرُوْنُ هُوَ اَفْصَحُ مِنِّیْ لِسَانًا فَاَرْسِلْهُ مَعِیَ رِدْاً یُّصَدِّقُنِیْۤ ؗ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟
28-34 او زما ورور هارون چې دى، هغه له ما نه په ژبه كې ډېر فصیح دى، نو ته هغه زما سره مددګار ولېږه چې زما تصدیق كوي، بېشكه زه وېرېږم له دې نه چې دوى به زما تكذیب وكړي
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِاَخِیْكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطٰنًا فَلَا یَصِلُوْنَ اِلَیْكُمَا ۚۛ— بِاٰیٰتِنَا ۚۛ— اَنْتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغٰلِبُوْنَ ۟
28-35 ويې ويل:ژر به مونږ ستا مټ په خپل ورور سره مضبوط كړو او تاسو لپاره به غلبه وګرځوو، نو دوى به تاسو ته نشي دررسېدلى، زمونږ د نښو په وجه تاسو دواړه او څوك چې ستاسو پیروي كوي هم تاسو (ټول) به غالب وئ
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್ -ಕ್ವಸಸ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಅಬೂ ಝಕರಿಯಾ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಅನುವಾದ - ಅಬು ಝಕರಿಯಾ ಅಬ್ದುಸ್ಸಲಾಂ.

ಮುಚ್ಚಿ