Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: സ്സബഅ്   ആയത്ത്:
وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ یَقُوْلُ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اَهٰۤؤُلَآءِ اِیَّاكُمْ كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ ۟
او هغه ورځ چې دوى ټول راغونډ كړي بيا به پرېښتو ته وايي آيا دې خلكو ستاسي عبادت كولو؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالُوْا سُبْحٰنَكَ اَنْتَ وَلِیُّنَا مِنْ دُوْنِهِمْ ۚ— بَلْ كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ الْجِنَّ ۚ— اَكْثَرُهُمْ بِهِمْ مُّؤْمِنُوْنَ ۟
هغوى به وايي: تا لره پاكي ده، ته زموږ دوست يې نه هغوى، (زمونږ عبادت یې نه دی کړی) بلکې د پېريانو عبادت یې کاوه زياترو يې پر هغوى ايمان درلود.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَالْیَوْمَ لَا یَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَّفْعًا وَّلَا ضَرًّا ؕ— وَنَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذُوْقُوْا عَذَابَ النَّارِ الَّتِیْ كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟
نو نن به تاسې د يو بل لپاره د هيڅ ګټې او تاوان واك نه لرئ او كومو خلكو چې ظلم كړى موږ به هغوى ته ووايو: (اوس) د هغه اور عذاب وڅكئ چې تاسو به درواغ ګڼلو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّا رَجُلٌ یُّرِیْدُ اَنْ یَّصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُكُمْ ۚ— وَقَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّاۤ اِفْكٌ مُّفْتَرًی ؕ— وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او كله چې پر هغوى زموږ څرګند آيتونه لوستل كيږي، وايي دا بل څه نه دي پرته له يو داسې سړي چې غواړي له هغه څه مو راوګرځوي چې ستاسو پلرونو به یې عبادت کاوه، او وايي به: دا له ځانه جوړ شوو درواغو پرته بل څه نه دي. او كوم خلك چې كافر شوي دي كله چې حق ورته راغى (نو) ويلې دا خو له ښكاره كوډو پرته بل هيڅ نه دي!
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ كُتُبٍ یَّدْرُسُوْنَهَا وَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمْ قَبْلَكَ مِنْ نَّذِیْرٍ ۟ؕ
موږ له تا مخكې دوی ته نه څه كتابونه وركړي وو چې هغه یې لوستل، او نه مو ورته څوك وېروونكى وراستولى و.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَكَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۙ— وَمَا بَلَغُوْا مِعْشَارَ مَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ فَكَذَّبُوْا رُسُلِیْ ۫— فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟۠
او له دوى مخكې خلكو هم (زموږ خبره) دروغ ګڼلې وه او هغوى ته مو چې څومره وركړي وو، دوى يې لسمې (برخې) ته هم نه دي رسېدلي خو چې زما رسولان يې دروغجن وګڼل نو بيا زما عذاب څنګه و؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ اِنَّمَاۤ اَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ ۚ— اَنْ تَقُوْمُوْا لِلّٰهِ مَثْنٰی وَفُرَادٰی ثُمَّ تَتَفَكَّرُوْا ۫— مَا بِصَاحِبِكُمْ مِّنْ جِنَّةٍ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا نَذِیْرٌ لَّكُمْ بَیْنَ یَدَیْ عَذَابٍ شَدِیْدٍ ۟
ورته ووايه: زه تاسي ته يوازې د يوې خبرې نصيحت كوم: دا چې الله ته دوه دوه ودرېږئ او (يا) يو يو، بيا (ښه) سوچ وكړئ، ستاسي په (دې) ملګري كې خو څه ليونتوب نشته، هغه خو د يو سخت عذاب پر وړاندې ستاسو لپاره له يو وېروونكي پرته بل څه نه دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ مَا سَاَلْتُكُمْ مِّنْ اَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟
ورته وايه: که څه مزدوري مې درڅخه وغوښته [په دې دعوت] هغه دې ستاسو وي، زما بدله له الله پرته پر بل چا نه ده، او همغه پر هر څه شاهد دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَقْذِفُ بِالْحَقِّ ۚ— عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟
ووايه: بېشكه زما رب حق په کلکه بیانوي، پر پټو ډېر ښه پوه دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: സ്സബഅ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക