Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹശ്ർ   ആയത്ത്:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ شَآقُّوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ۚ— وَمَنْ یُّشَآقِّ اللّٰهَ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
دا ځكه چې هغوى د الله او د هغه د رسول دښمني كړې او هر څوك چې له الله سره دښمني كوي نو الله په رېښتيا سخت عذاب وركوونكى دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
مَا قَطَعْتُمْ مِّنْ لِّیْنَةٍ اَوْ تَرَكْتُمُوْهَا قَآىِٕمَةً عَلٰۤی اُصُوْلِهَا فَبِاِذْنِ اللّٰهِ وَلِیُخْزِیَ الْفٰسِقِیْنَ ۟
تاسي چې د خرما كومې ونې ووهلې يا مو څه پر خپلو بېخونو ولاړې پرېښودې، نو دا (ټول) د الله په حكم سره و او د دې لپاره هم چې فاسقان رسوا كړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ مِنْهُمْ فَمَاۤ اَوْجَفْتُمْ عَلَیْهِ مِنْ خَیْلٍ وَّلَا رِكَابٍ وَّلٰكِنَّ اللّٰهَ یُسَلِّطُ رُسُلَهٗ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او هغه مالونه چې راګرځولي دي الله تعالی په رسول خپل باندې د دوی نه، نو تاسي خو پر هغه نه اسونه ځغلولي او نه اوښان، خو الله چې پر هر چا وغواړي خپل رسولان برلاسي كوي او الله په هر څه ځواکمن دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
مَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ مِنْ اَهْلِ الْقُرٰی فَلِلّٰهِ وَلِلرَّسُوْلِ وَلِذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ۙ— كَیْ لَا یَكُوْنَ دُوْلَةً بَیْنَ الْاَغْنِیَآءِ مِنْكُمْ ؕ— وَمَاۤ اٰتٰىكُمُ الرَّسُوْلُ فَخُذُوْهُ ۚ— وَمَا نَهٰىكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوْا ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟ۘ
د كليو د خلكو هغه مالونه چې (بې جګړې) الله په خپل رسول راګرځولي نو د الله، رسول، (د رسول الله) خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي. تر څو هغه (يوازې) ستاسي د شتمنو ترمنځ لاس په لاس ګرځېدونكي نه وي. او څه چې رسول (الله) دركړي، هغه واخلئ او له څه مو چې ايساروي، ترې ايسار شئ او له الله څخه وډار شئ په رېښتيا الله سخت عذاب وركولو والا دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لِلْفُقَرَآءِ الْمُهٰجِرِیْنَ الَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَاَمْوَالِهِمْ یَبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانًا وَّیَنْصُرُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصّٰدِقُوْنَ ۟ۚ
(دغه مالونه) د مهاجرو د هغو بې وزلو لپاره دي چې له خپلو كورونو او مالونو بهر اېستل شوي، د الله فضل او خوښي لټوي او د الله او د هغه د رسول مرسته كوي، همدا رېښتيني خلك دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالَّذِیْنَ تَبَوَّءُو الدَّارَ وَالْاِیْمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ یُحِبُّوْنَ مَنْ هَاجَرَ اِلَیْهِمْ وَلَا یَجِدُوْنَ فِیْ صُدُوْرِهِمْ حَاجَةً مِّمَّاۤ اُوْتُوْا وَیُؤْثِرُوْنَ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۫ؕ— وَمَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟ۚ
او د هغو كسانو لپاره دي چې د هغوى له (راتلو) څخه مخكې يې په دې كور (مدينه) ځاى نيولى او ایمان یې حاصل کړی دی، چا چې هغوى ته هجرت كړى له هغوی سره مينه کوي او خپلو زړونو كې هغه څه ته كوم رغبت نه مومي چې مهاجرينو ته وركړل شوي وي او هغوى پر خپلو ځانونو غوره بولي كه څه هم په هغوى تنګسه (لوږه) وي او هر څوك چې د خپل ځان له بخيلۍ وژغورل شو؛ نو همغه بريالي خلك دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹശ്ർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക