Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻആം   ആയത്ത്:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ یَاْتِیَ رَبُّكَ اَوْ یَاْتِیَ بَعْضُ اٰیٰتِ رَبِّكَ ؕ— یَوْمَ یَاْتِیْ بَعْضُ اٰیٰتِ رَبِّكَ لَا یَنْفَعُ نَفْسًا اِیْمَانُهَا لَمْ تَكُنْ اٰمَنَتْ مِنْ قَبْلُ اَوْ كَسَبَتْ فِیْۤ اِیْمَانِهَا خَیْرًا ؕ— قُلِ انْتَظِرُوْۤا اِنَّا مُنْتَظِرُوْنَ ۟
آيا دوى انتظار كوي چې ملايكې ورته راشي، يا خپله ستا رب ورته راشي او يا ستا د رب څه نښانې؟ هغه ورځ چې ستا د رب څه نښانې راشي نو بيا يى چاته ايمان څه ګټه نه رسوي چې مخكې يې ايمان نه وي راوړى او يا يې په خپل ايمان كې څه ښېګڼه نه وي ترلاسه كړې، ورته وايه: تاسو هم انتظار كوئ موږ هم انتظار كوونكي يو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَهُمْ وَكَانُوْا شِیَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِیْ شَیْءٍ ؕ— اِنَّمَاۤ اَمْرُهُمْ اِلَی اللّٰهِ ثُمَّ یُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟
بې شكه چا چې خپل دين ټوټه ټوټه كړ او ډلى ډلې شول، ستا ورسره هيڅ نشته، خبره داده چې د دوى كار الله ته (سپارل شوى) دى، بيا به يې په هغه څه خبر كړي چې دوى به كول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ عَشْرُ اَمْثَالِهَا ۚ— وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَلَا یُجْزٰۤی اِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
چا چې ښېګڼه وكړه نو هغه ته يې لس برابره (ثواب) دى، او څوك چې له بدۍ سره راغۍ نو له يو برابر پرته كومه (زياته) سزا نه وركول كيږي، او نه به كوم ظلم پرې وشي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ اِنَّنِیْ هَدٰىنِیْ رَبِّیْۤ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۚ۬— دِیْنًا قِیَمًا مِّلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ۚ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ورته وايه: يقيناً زما رب د سمې لارې ښوونه راته كړې ده، بالكل سهى نېغ دين، د ابراهيم ملت چې حق پلوى و، او له مشركانو څخه نه و.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ اِنَّ صَلَاتِیْ وَنُسُكِیْ وَمَحْیَایَ وَمَمَاتِیْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
ورته وايه: بې شكه زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم او زما ژوند او مرګ هر څه د مخلوقاتو رب الله لره دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَا شَرِیْكَ لَهٗ ۚ— وَبِذٰلِكَ اُمِرْتُ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
چې هيڅ شريك نه لري، او په همدې راته امر شوى او زه د مسلمانانو اول كس يم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْغِیْ رَبًّا وَّهُوَ رَبُّ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ اِلَّا عَلَیْهَا ۚ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۚ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ مَّرْجِعُكُمْ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟
ورته وايه: آيا له الله پرته بل څوك رب ولټوم؟ حال دا چې هماغه د هر څه رب دى، او هر څوك چې څه ترلاسه كوي نو ذمه واري يې له هغه پرته په بل چا نه وي او هېڅ بار وړونكى به د بل بار نه وړي، وروسته مو خپل رب لور ته ستنېدل دي، بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو پكې شخړه كوله.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَكُمْ خَلٰٓىِٕفَ الْاَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَبْلُوَكُمْ فِیْ مَاۤ اٰتٰىكُمْ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ سَرِیْعُ الْعِقَابِ ۖؗۗ— وَاِنَّهٗ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او دى هماغه ذات دى چې تاسو يې د ځمكې خليفه ګان وګرځولئ او يو پر بل يې ستاسو درجې لوړې كړې دي تر څو په هغه څه كې مو وازمايي چې دركړي يې دي، بې شكه ستا رب (هم) زر سزا وركوونكى او (هم) ډېر مهربان بخښونكى دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻആം
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക