Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻആം   ആയത്ത്:
وَكَذٰلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لِّیَقُوْلُوْۤا اَهٰۤؤُلَآءِ مَنَّ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنْ بَیْنِنَا ؕ— اَلَیْسَ اللّٰهُ بِاَعْلَمَ بِالشّٰكِرِیْنَ ۟
او په دې توګه يې ځينې پرځينو آزمايو، چې بيا ووايي: آيا په موږ كې یوازې پر دې خلكو الله احسان كړى دى؟ (هو) آيا الله په شكر ويستونكو بندګانو ښه پوه نه دى؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا جَآءَكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِنَا فَقُلْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۙ— اَنَّهٗ مَنْ عَمِلَ مِنْكُمْ سُوْٓءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِنْ بَعْدِهٖ وَاَصْلَحَ ۙ— فَاَنَّهٗ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
كله چې تا ته هغه خلك راشي چې زموږ پر آيتونو ايمان راوړي نو هغوى ته ووايه: سلام پر تاسي، ستاسي رب رحم او مهرباني پر ځان لازمه كړېده، دا د هغه رحم او مهرباني ده چې كه له تاسي نه څوك په ناپوهۍ سره د كومې بدۍ مرتكب شوی وي بيا له هغه وروسته تو به وباسي او (ځان) اصلاح كړي نو بېشکه هغه بخښونکی او مهربان دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَكَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ وَلِتَسْتَبِیْنَ سَبِیْلُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟۠
او په دې ډول موږ خپلې نښانې څرګندې بیانوو چې د مجرمانو لاره بيخي ښكاره شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ اِنِّیْ نُهِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَتَّبِعُ اَهْوَآءَكُمْ ۙ— قَدْ ضَلَلْتُ اِذًا وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُهْتَدِیْنَ ۟
ووايه! تاسي چې له الله نه پرته نور رابلئ د هغو له بندګۍ كولو نه زه منع كړاى شوى يم، ووايه ، زه به ستاسي د نفسي غوښتنو پيروي ونه كړم، كه ما داسې وكړل نو ګمراه شوم، او د سمې لارې له موندونكو څخه به نه شم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ اِنِّیْ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَكَذَّبْتُمْ بِهٖ ؕ— مَا عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ ؕ— اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ ؕ— یَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَیْرُ الْفٰصِلِیْنَ ۟
ووايه: زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل ولاړ يم او تاسو هغه دروغ ګڼلى، ما سره هغه څه نشته چې ستاسو ورته بيړه ده، د فيصلې واك الله لره دى، هغه حق بيانوي او هماغه غوره فيصله كوونكى دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ لَّوْ اَنَّ عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ لَقُضِیَ الْاَمْرُ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟
ووايه: كه چېرى هغه څه ما سره وى چې ستاسو ورته بيړه ده نو زما او ستاسو ترمنځ به د دې كار پرېكړه شوې وه او الله په ظالمانو ډېر ښه پوه دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَعِنْدَهٗ مَفَاتِحُ الْغَیْبِ لَا یَعْلَمُهَاۤ اِلَّا هُوَ ؕ— وَیَعْلَمُ مَا فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ؕ— وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَّرَقَةٍ اِلَّا یَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِیْ ظُلُمٰتِ الْاَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَّلَا یَابِسٍ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟
له هماغه سره د غيبو ټولې کنجیانې دي چې له ده پرته بل څوك نه پرې پوهيږي، په وچه او لمده كې چې هر څه دي ورباندې پوهيږي، داسې كومه پاڼه نه رالويږي چې دى پرې عالم نه وي او نه به د ځمكى په ترږميو كې څه دانه وي (چى الله ته معلومه نه وي)، لامده او وچ ټول په يو روښانه كتاب كې (ليكل شوي) دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻആം
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക