Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഇബ്റാഹീം   ആയത്ത്:
مُهْطِعِیْنَ مُقْنِعِیْ رُءُوْسِهِمْ لَا یَرْتَدُّ اِلَیْهِمْ طَرْفُهُمْ ۚ— وَاَفْـِٕدَتُهُمْ هَوَآءٌ ۟ؕ
په منډه به وي سرونه به يې پورته پاتې د سترګو باڼه به يې ولاړ او زړونه به تش خالي ګوکل وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَنْذِرِ النَّاسَ یَوْمَ یَاْتِیْهِمُ الْعَذَابُ فَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رَبَّنَاۤ اَخِّرْنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ۙ— نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ ؕ— اَوَلَمْ تَكُوْنُوْۤا اَقْسَمْتُمْ مِّنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِّنْ زَوَالٍ ۟ۙ
ای محمده! خلک له هغې ورځې نه وډار کړه چې عذاب ورته راشي نو د کفر او شرک تري کوونکي به وايي ای زمونږ ربه! مونږ ته تر یوې نیټې مهلت راکړه مونږ به ستا بلنه ومنو او د رسولانو پسې به ولاړ شو. الله به ورته ووايي: ایا تاسې همغه نه يي چې په قسمونو به مو ویل چې مونږ زوال[۲۶] نه لرو؟
[۲۶] چې( البحر المحیط لابي حیان الاندلسي الغر ناطي).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَّسَكَنْتُمْ فِیْ مَسٰكِنِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَتَبَیَّنَ لَكُمْ كَیْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْاَمْثَالَ ۟
په داسې حال کې چې تاسې د همغو خلکو په ځایونو کې اوسیدلئ چې په خپلو ځانو يې تیری کړی و او دا هم درته په ډاګه شوې چې مونږ پرې څه کړي وو؟ او تاسې ته مې ښه مثالونه وړاندې کړل.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَدْ مَكَرُوْا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللّٰهِ مَكْرُهُمْ ؕ— وَاِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُوْلَ مِنْهُ الْجِبَالُ ۟
هو! هغوی خپل ټول چلونه او دوکې وکړی او ټول چلونه یې الله ته ښه معلوم وو. او له ټولو هلو ځلو سره سره هومره نه وو چې په خپلو چلونو غرونه[۲۷] بې ځایه کړای شي.
[۲۷] د الله واکمنۍ ته هیڅ تاوان نشي رسولای او ځینو علماوو يي معنا کړي چې دوکي يي هومره پیاوړي وي چې نژدې وو غرونه پرې ونړوۍ خو الله ناکامي کړې( البحر المحیط لابي حیان الاندلسیي الغرناطي).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَلَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ مُخْلِفَ وَعْدِهٖ رُسُلَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟ؕ
نو ته ګمان مه کوه چې الله به د خپلو رسولانو سره له کړې وعدې نه واوړي. بې شکه چې الله په هر څه برلاسی او بدل اخیستونکی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یَوْمَ تُبَدَّلُ الْاَرْضُ غَیْرَ الْاَرْضِ وَالسَّمٰوٰتُ وَبَرَزُوْا لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟
او دوی له هغې ورځې نه وډار کړه چې دا ځمکه په بله ځمکه بدله او اسمانونه هم بدل او ټول د یو او پیاوړي الله په وړاندې ښکاره شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ مُّقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟ۚ
او ته به مجرمان ووینې چې په ځنځیرونو به کلک تړل شوي وې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
سَرَابِیْلُهُمْ مِّنْ قَطِرَانٍ وَّتَغْشٰی وُجُوْهَهُمُ النَّارُ ۟ۙ
د نانزوړ[۲۸] یا قیر لباس به يې اغوستی او د اور لمبو به يې مخونه پټ کړي وي.
[۲۸] داسې لباس به وي چې ژر اور اخلي کله د نانزړو تیل او یا قیر ( البحر المحیط لابی حیان الاندلسي الغرناطي).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لِیَجْزِیَ اللّٰهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
دا ورځ ځکه راځي تر څو الله هر ساه کښ ته د هغه د کړو بدل ورکړي. بې شکه چې د الله حساب ډير ګړندی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
هٰذَا بَلٰغٌ لِّلنَّاسِ وَلِیُنْذَرُوْا بِهٖ وَلِیَعْلَمُوْۤا اَنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّلِیَذَّكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟۠
هو! دا د ټولو انسانانو لپاره یو پیغام دی چې هغوی پرې وډارول شي او پوه شي چې معبود یوازې همغه یو ذات دی او بالاخره د عقل څښتنان پند واخلي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഇബ്റാഹീം
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക