Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഇബ്റാഹീം   ആയത്ത്:
تُؤْتِیْۤ اُكُلَهَا كُلَّ حِیْنٍ بِاِذْنِ رَبِّهَا ؕ— وَیَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
د خپل رب په حکم هر وخت میوه ورکوي. دا وړ مثالونه الله پاک بیانوي ترڅو خلک ترې پند واخلي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِیْثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِیْثَةِ ١جْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْاَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ ۟
او د ناپاکې خبرې مثال د هغې ناپاکې ونې دی چې د ځمکې په سر راټوکیدلې وي او هیڅ کلکوالی يې نه وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یُثَبِّتُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَیُضِلُّ اللّٰهُ الظّٰلِمِیْنَ ۙ۫— وَیَفْعَلُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ ۟۠
الله پاک مومنان په دنیا او اخرت کې په روغه خبره کلک ودروي[۲۳].الله ظالمان لار ورکي کوي او د الله چې څه خوښه شي همغه کوي.
[۲۳] په دنیا کې يې په اسلام ټینګوي او له مرګ وروسته يي د قبر او قیامت په سوال ځواب کې بریمن کوي( تفهیم القران).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ بَدَّلُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ كُفْرًا وَّاَحَلُّوْا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ ۟ۙ
اي محمده! ایا تا هغه خلک نه دي لیدلي چې د الله د نعمتونو په دبدل کې يي ناشکري وکړه؟ اوخپل قوم يې هم د هلاکت کندې ته وغورځاو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ؕ— وَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟
ځای يې جهنم دی هلته به ورننوځي. او د اوسیدلو خورا بد ځای دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— قُلْ تَمَتَّعُوْا فَاِنَّ مَصِیْرَكُمْ اِلَی النَّارِ ۟
او هغوی له الله سره ځینې شیان شریکان ګرځولي وو تر څو خلک د الله له لارې بې لارې کړي. اې محمده! ووایه واخلئ څه خوند! خو بې له شکه ستاسې ورتګ اور ته دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ لِّعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَلَا خِلٰلٌ ۟
ای محمده! زما ایماندارو بنده ګانو ته ووایه چې لمونځ ودروي زما له ورکړي مال څخه دې په پټه او ښکاره د هغې ورځې له راتګ نه وړاندې خیرات ورکړي چې هلته به نه اخیستل او حرڅول وي او نه دوستي او اشنايې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِیَ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْاَنْهٰرَ ۟ۚ
او ورته ووایه چې : الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه يې پیدا کړي له بره نه يې اوبه راښکته کړي او د هغو په واسطه يې ستاسې د خوراک لپاره ډیرې میوې راوښکلي. کښتۍ يې ستاسې په واک کې درکړي چې د الله په حکم په بحر کې رواني شي. او سیندونه يې هم ستاسې په واک کې درکړل.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآىِٕبَیْنِ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ۟ۚ
تل په یو شان روان لمر او سپوږمۍ يې ستاسې لپاره ګټور کړي. او شپه او ورځ يې ستاسې لپاره په کار اچولي دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഇബ്റാഹീം
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക