Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻകബൂത്ത്   ആയത്ത്:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَحْسَنَ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیکې کړنې يي کړي مونږ به خامخا بدۍ ترې لرې او د غوره کړنو مکافات به يې ورکړو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَوَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ حُسْنًا ؕ— وَاِنْ جٰهَدٰكَ لِتُشْرِكَ بِیْ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ؕ— اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او مونږ انسان ته امر کړی دی چې له مور او پلار سره ښیګڼه وکړي. او که هڅه يې کوله چې ته له ما سره هغه څه شریک کړې چې ته يې زما د شریک په توګه نه پيژنې نو خبره يي مه منه. تاسې ټول به ماته راځئ نو تاسې ټول به له خپلو کړنو نه خبر کړم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِی الصّٰلِحِیْنَ ۟
او کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیکې کړنې يې خپلې کړي دي خامخا به يې په صالحانو کې داخل کړم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّقُوْلُ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ فَاِذَاۤ اُوْذِیَ فِی اللّٰهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللّٰهِ ؕ— وَلَىِٕنْ جَآءَ نَصْرٌ مِّنْ رَّبِّكَ لَیَقُوْلُنَّ اِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ ؕ— اَوَلَیْسَ اللّٰهُ بِاَعْلَمَ بِمَا فِیْ صُدُوْرِ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او ځینې خلک وايې چې مونږ په الله ایمان راوړی خو چې د الله لپاره وربړول شي نو د خلکو سختي داسي ګڼي لکه د الله عذاب. او قسم دی که چیرې ستا د رب له لورې مرسته راشي خامخا به وایې چې مونږ خو له تاسو سره وو. ایا الله ته د خلکو د سینو د پټو رازونو معلومات نشته؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَیَعْلَمَنَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَیَعْلَمَنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ ۟
او الله به هرو، مرو معلوموي چې مؤمنان څوک دي؟ او منافقان څوک؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّبِعُوْا سَبِیْلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطٰیٰكُمْ ؕ— وَمَا هُمْ بِحٰمِلِیْنَ مِنْ خَطٰیٰهُمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
او کافران مؤمنانو ته وايې زمونږ لار ومنئ ستاسې ګناهونه به مونږ په سر واخلوـ په داسې حال کې چې د هغوی هیڅ ډول ګناه ترې نشي اخستی ـ بې له شکه هغوی درواغ وايې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَیَحْمِلُنَّ اَثْقَالَهُمْ وَاَثْقَالًا مَّعَ اَثْقَالِهِمْ ؗ— وَلَیُسْـَٔلُنَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَمَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠
هو! هغوی به هرو، مرو خپل پیټي پورته کوي او له خپلو پیټو سره همغومره نور هم او د قیامت په ورځ به ترې خامخا د درواغو جوړولو پوښتنه کیږي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَلَبِثَ فِیْهِمْ اَلْفَ سَنَةٍ اِلَّا خَمْسِیْنَ عَامًا ؕ— فَاَخَذَهُمُ الطُّوْفَانُ وَهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟
او مونږ نوح خپل قوم ته لیږلی و نوح(۹۵۰) کلونه د هغوی په مینځ کې و اوسید. خو قوم يي په طوفان کې غرق شو ځکه چې د ظلم لار يي نیولې وه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻകബൂത്ത്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക