Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻകബൂത്ത്   ആയത്ത്:
وَقَارُوْنَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ ۫— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ وَمَا كَانُوْا سٰبِقِیْنَ ۟ۚ
او مونږ قارون، فرعون او هامان هم هلاک کړل موسی هغوی ته له څرګندو معجزو سره راغی، هغوی په ځمکه کې لويې وکړه خو له مونږ نه وړاندې کیدای نه شول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَكُلًّا اَخَذْنَا بِذَنْۢبِهٖ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِ حَاصِبًا ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَخَذَتْهُ الصَّیْحَةُ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْاَرْضَ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَغْرَقْنَا ۚ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
مونږ هر یو په خپله ګناه ونیول، پر ځینو مو نیز کاڼي ویشتونکي[۹] باد راوالوزاوه ـ ځینې یوې چیغې[۱۰] او تندر ونیول، ځيني مو په ځمکه کې ننویستل[۱۱] او ځینې مو په اوبو کې غرق کړل[۱۲] الله پاک پر هغوی ظلم نه دی کړی بلکې هغوی په خپله په خپلو ځانو ظلم کاو.
[۹] په کاڼې وروونکي باد عادیان او د لوط قوم هلاک شوي وو.
[۱۰] ثمودیان پرې هلاک شوي وو.
[۱۱] قارون.
[۱۲] فرعون، هامان او د نوح قوم ( البحرالمحیط او فتح القدیر).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
مَثَلُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوْتِ ۚ— اِتَّخَذَتْ بَیْتًا ؕ— وَاِنَّ اَوْهَنَ الْبُیُوْتِ لَبَیْتُ الْعَنْكَبُوْتِ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
کومو کسانو چې پرته له الله نه دوستان نیولي د هغوی مثال د غڼې به شان دی. چې خپل ځان ته کور جوړوي او له ټولو کورونو څخه کمزوری کور د غڼي کور وي. کاشکې چې دغه خلک په دې خبره پوهیدای.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
الله ته هغه څیزونه ډیر ښه معلوم دي چې دوی يې پرته له هغه رابلي او هغه په هر څه برلاسی او حکمت والا دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَتِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۚ— وَمَا یَعْقِلُهَاۤ اِلَّا الْعٰلِمُوْنَ ۟
دا مثالونه مونږ د خلکو د پوهونې لپاره وړاندې کووـ خو یوازې د علم څښتان پرې پوهیږي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
الله پاک اسمانونه او ځمکه په حقه پیدا کړي دي. او په همدې پیدایښت کې د منونکو خلکو لپاره لویه نښه ده.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اُتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ ؕ— اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ ؕ— وَلَذِكْرُ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَصْنَعُوْنَ ۟
ای محمده!هغه کتاب ولوله چې تاته وحې کیږي او لمونځ و دروه بې له شکه لمونځ د بې حیایې او ناروا کارونو مخه نیسي.او د الله یاد[۱]له هر څه نه ډیر لوی دی. او الله ته ستاسې کړنې ډیرې ښي معلومې دي.
[۱] ـ بله معنې یې ده چې الله خپل کوم بنده یاد کړي دا ډیر لوی نعمت دیږ(معارف القران).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അൻകബൂത്ത്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക