Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ലുഖ്മാൻ   ആയത്ത്:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا لُقْمٰنَ الْحِكْمَةَ اَنِ اشْكُرْ لِلّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّشْكُرْ فَاِنَّمَا یَشْكُرُ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ كَفَرَ فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟
او مونږ لقمان ته پوهه او عقل ورکړی و چې الله ته شکر وکړه،او هر څوک چې شکر وکړي نو د خپل ځان لپاره یي کوي او څوک چې کافر شوي نو باید پوه شي چې الله پاک له هر څه بي پروا او ښه ستایلې شوی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذْ قَالَ لُقْمٰنُ لِابْنِهٖ وَهُوَ یَعِظُهٗ یٰبُنَیَّ لَا تُشْرِكْ بِاللّٰهِ ؔؕ— اِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِیْمٌ ۟
او هغه یاد کړه چې لقمان خپل ځوی ته د نصیحت په توګه وویل:ای زما بچوړیه!له الله سره شریک مه نیسه.بې له شکه شرک خورا لوی ظلم دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَوَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ ۚ— حَمَلَتْهُ اُمُّهٗ وَهْنًا عَلٰی وَهْنٍ وَّفِصٰلُهٗ فِیْ عَامَیْنِ اَنِ اشْكُرْ لِیْ وَلِوَالِدَیْكَ ؕ— اِلَیَّ الْمَصِیْرُ ۟
او مونږ هر انسان ته امر کړی دی چې د مور او پلار مننه وکړي.ځکه مور یې د کمزورۍ له پاسه په کمزورۍ کي له ځان سره بار کړی و او له تي نه په جلا کیدلو یې هم دوه کلونه پوره شول نو ځکه مونږ ورته امر کړی دی چې زما شکروکړه او د مور او پلار شکر پر ځای کړه همدا ماته مو راګرځیدل دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِنْ جٰهَدٰكَ عَلٰۤی اَنْ تُشْرِكَ بِیْ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِی الدُّنْیَا مَعْرُوْفًا ؗ— وَّاتَّبِعْ سَبِیْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَیَّ ۚ— ثُمَّ اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
اوکه دواړو هڅه کوله چې له ماسره هغه څه شریک کړی چې ستا په پوهه کې نه راځي نو مننه يي مه کوه.او په دنیوی ژوند کې ورسره ښه غوره ملتیا وکړه.او د هغه چا په لار ولاړ شه چې ماته یي رجوع کړی ده.ستاسو راتګ ماته دی.نو زه به مو هغه کړنې په مخ کې کیږدم چې تاسې کولې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰبُنَیَّ اِنَّهَاۤ اِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِیْ صَخْرَةٍ اَوْ فِی السَّمٰوٰتِ اَوْ فِی الْاَرْضِ یَاْتِ بِهَا اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَطِیْفٌ خَبِیْرٌ ۟
ای زما بچوړیه!که د اوري دانې په اندازه کوچنې عمل د ډیرې لوی ډبرې په مینځ یا د اسمانونو او یا د ځمکې په کوم لری کونج کې وي الله به هغه راوباسي.بي له شکه چې الله پاک ډير ژورلیدونکې او له هر څه ښه خبر دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰبُنَیَّ اَقِمِ الصَّلٰوةَ وَاْمُرْ بِالْمَعْرُوْفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلٰی مَاۤ اَصَابَكَ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟ۚ
ای زما زوی کیه!لمونځ ودره وه نیکیو ته بلنه وکړه او له بدیو نه منع کوه او په دې لار کې چې څه در رسیدل هغه زغمه. بې له شکه چې دا خورا مهم کارونه دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُوْرٍ ۟ۚ
له خلکو نه مخ مه کږه وه،او خیالولۍ سره په ځمکه مه ځه.بې له شکه چې الله پاک هیڅ لویې کوونکې،خوښي ښکاره کوونکې نه خوښوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاقْصِدْ فِیْ مَشْیِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ ؕ— اِنَّ اَنْكَرَ الْاَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِیْرِ ۟۠
په خپل تګ کې مینځنې حال غوره او خپل غږ تیټ کړه.بې له شکه چې له ټولو بد اواز د خرو انګاء ده.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ലുഖ്മാൻ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക