Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഹ്സാബ്   ആയത്ത്:
تُرْجِیْ مَنْ تَشَآءُ مِنْهُنَّ وَتُـْٔوِیْۤ اِلَیْكَ مَنْ تَشَآءُ ؕ— وَمَنِ ابْتَغَیْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكَ ؕ— ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَنْ تَقَرَّ اَعْیُنُهُنَّ وَلَا یَحْزَنَّ وَیَرْضَیْنَ بِمَاۤ اٰتَیْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا فِیْ قُلُوْبِكُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَلِیْمًا ۟
دا هم ستا حق دی چې د خپلې خوښې په رڼا کې خپله کومه ښځه له ځان نه لرې کړې او یايې ځان ته رانژدې. او یا هغه بیرته راوغواړې چې تا پریښې. په دې هکله پر تا هیڅ باک نشته. هو! په دې توګه هیله کیدای شي چې د ټولو سترګې یخې او له غمونو لرې او ستا په ورکړه ټولې خوښ منې وي. الله ته ستاسې د زړونو پټ رازونه ټول معلوم دي او پر هر څه ښه پوه او زغموونکی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَا یَحِلُّ لَكَ النِّسَآءُ مِنْ بَعْدُ وَلَاۤ اَنْ تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ اَزْوَاجٍ وَّلَوْ اَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ اِلَّا مَا مَلَكَتْ یَمِیْنُكَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ رَّقِیْبًا ۟۠
ای پیغمبره! له دې وروسته درته نورې ښځې نه دي رواء او نه درته اجازه شته چې ددوی پر ځای نورې ښځې واده کړې که څه هم د هغوی ښایست ستا زړه منلی وي. خو د وینځو په برخه کې درته عامه اجازه ده. او الله د هر شي څارنه کوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَدْخُلُوْا بُیُوْتَ النَّبِیِّ اِلَّاۤ اَنْ یُّؤْذَنَ لَكُمْ اِلٰی طَعَامٍ غَیْرَ نٰظِرِیْنَ اِنٰىهُ وَلٰكِنْ اِذَا دُعِیْتُمْ فَادْخُلُوْا فَاِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوْا وَلَا مُسْتَاْنِسِیْنَ لِحَدِیْثٍ ؕ— اِنَّ ذٰلِكُمْ كَانَ یُؤْذِی النَّبِیَّ فَیَسْتَحْیٖ مِنْكُمْ ؗ— وَاللّٰهُ لَا یَسْتَحْیٖ مِنَ الْحَقِّ ؕ— وَاِذَا سَاَلْتُمُوْهُنَّ مَتَاعًا فَسْـَٔلُوْهُنَّ مِنْ وَّرَآءِ حِجَابٍ ؕ— ذٰلِكُمْ اَطْهَرُ لِقُلُوْبِكُمْ وَقُلُوْبِهِنَّ ؕ— وَمَا كَانَ لَكُمْ اَنْ تُؤْذُوْا رَسُوْلَ اللّٰهِ وَلَاۤ اَنْ تَنْكِحُوْۤا اَزْوَاجَهٗ مِنْ بَعْدِهٖۤ اَبَدًا ؕ— اِنَّ ذٰلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللّٰهِ عَظِیْمًا ۟
ای مؤمنانو! د پیغمبر کور ته مه ننوځئ خو که د خوراک لپاره اجازه درکړای شوه، نو هغه وخت هم د پوخوالي او جوړښت لپاره يې اوږد انتظار مه کوئ او چې بلنه درکړای شوه، نو ورشئ او چې خوراک مو وکړ نو سره خواره شئ. او هلته په اوږدو کیسو ځانونه مه اخته کوئ. ستاسې دا وړ کار پیغمبر ربړوي خو له تاسې نه حیا کوي او الله پاک حق ویل نه پریږدي او چې کله هم د پیغمبر له بیبیانو څه غواړئ، نو د پردې تر شاه يي ترې وغواړئ. په دې توګه ستاسې زړونه او هم د هغوی زړونه ښه پاک ساتل کیږي. او تاسې حق نه لرئ چې د الله رسول وربړوئ او دا هم درته د تل لپاره نه ده رواء چې له مرګ وروسته بیبیانې نکاح کړئ. دا وړ کارونه مو دالله په وړاندې ډیره لویه ګناه ده.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنْ تُبْدُوْا شَیْـًٔا اَوْ تُخْفُوْهُ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟
که تاسې یو شی ښکاره کوئ او که پټوئ يې ، الله پاک په هر څه ښه عالم دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഹ്സാബ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക