Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഹ്സാബ്   ആയത്ത്:
وَاِذْ اَخَذْنَا مِنَ النَّبِیّٖنَ مِیْثَاقَهُمْ وَمِنْكَ وَمِنْ نُّوْحٍ وَّاِبْرٰهِیْمَ وَمُوْسٰی وَعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ ۪— وَاَخَذْنَا مِنْهُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًا ۟ۙ
او هغه په زړه کړه چې مونږ له ټولو پيغمبرانو وعده واخیسته له تا له نوح،ابراهیم،موسې او عیسې بن مریمې څخه مو هم اخیستې وه هو!مونږ پځه وعده واخیسته.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لِّیَسْـَٔلَ الصّٰدِقِیْنَ عَنْ صِدْقِهِمْ ۚ— وَاَعَدَّ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
تر څو الله له رښتینو خلکو[۱۱]څخه د هغوی د رښتینولۍ پوښتنه وکړي.او د کافرانو لپاره یې دردناک عذاب تیار کړی دی.
[۱۱] ـ له پیغمبرانو څخه پوښتني کیږي چې خلکو څه معامله درسره وکړه.(البحر المحیط)
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ جَآءَتْكُمْ جُنُوْدٌ فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا وَّجُنُوْدًا لَّمْ تَرَوْهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرًا ۟ۚ
ای مؤمنانو!د الله هغه لورینه رایاده کړئ چې کله پر تاسې لښکرې راغلې نو مونږ پرې باد را والوزاوو،او داسې لښکرې مو پرې مسلطې کړې چې تاسې نه لیدلي.او الله ستاسې کړنې ډیرې ښې وینې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِذْ جَآءُوْكُمْ مِّنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ اَسْفَلَ مِنْكُمْ وَاِذْ زَاغَتِ الْاَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوْبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّوْنَ بِاللّٰهِ الظُّنُوْنَا ۟ؕ
هغه وخت را یاد کړئ چې دښمنان له پاسه[۱۲]او دښکې له خوا پر تاسې راغلل.هغه وخت چې سترګي ټیغې وختلې او زړونه ستوني ته راغلل او د الله په باب مو راز،راز ګومانونه وکړل.
[۱۲] ـ د نجد او خیبر خلک له پاسه او د مکي یرغلګر او یا یې مطلب دادی چې تاسې یې را ایسار کړئ لکه چې یو څوک د بل چا له لورې له هر اړخیزي حملي لاندې راغلي نو وایې چې له پاسه اوښکې یې پر ما حمله وکړه(البحر المحیط).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
هُنَالِكَ ابْتُلِیَ الْمُؤْمِنُوْنَ وَزُلْزِلُوْا زِلْزَالًا شَدِیْدًا ۟
هلته وو چې مسلمانان ښه وازمایل شول او ښه ټکانونه ور کړای شول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذْ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗۤ اِلَّا غُرُوْرًا ۟
او هغه وخت هم را یاد کړه چې منافقانو او په زړه ناروغه خلکو به ویل:الله او د هغه رسول چې کومه وعده له مونږ سره کړې وه،پرته له تیرویستلو بل څه نه وه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذْ قَالَتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ یٰۤاَهْلَ یَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوْا ۚ— وَیَسْتَاْذِنُ فَرِیْقٌ مِّنْهُمُ النَّبِیَّ یَقُوْلُوْنَ اِنَّ بُیُوْتَنَا عَوْرَةٌ ۛؕ— وَمَا هِیَ بِعَوْرَةٍ ۛۚ— اِنْ یُّرِیْدُوْنَ اِلَّا فِرَارًا ۟
او هغه هم را په زړه کړه چې یوې ډلې یې وویل:ای د یثرب خلکو!دلته ستاسې د ټیکې ځای نشته بیرته ولاړ شئ.او ځینو به یې له پیغمبر نه اجازه غوښتله او ویل به یې:زمونږ کورونه بې څوکه دي.نه:کورونه یي بي څوکه نه،بلکې د تیښتې لار لټوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَیْهِمْ مِّنْ اَقْطَارِهَا ثُمَّ سُىِٕلُوا الْفِتْنَةَ لَاٰتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوْا بِهَاۤ اِلَّا یَسِیْرًا ۟
او که دښمن له هر لورې پرې ور ننوتلی او بیا یې له دوی نه غوښتنه کړې وای چې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف ورسره یو شي خامخا به ورسره مل او هیڅ درنګ به یې نه وو کړی
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَقَدْ كَانُوْا عَاهَدُوا اللّٰهَ مِنْ قَبْلُ لَا یُوَلُّوْنَ الْاَدْبَارَ ؕ— وَكَانَ عَهْدُ اللّٰهِ مَسْـُٔوْلًا ۟
او سره له دې چې له دې نه وړاندې یې له الله سره پخه وعده کړې وه چې شاوې به نه اړوي.او له الله سره د تړلې شوې وعدې پوښتنه کیږي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഹ്സാബ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക