Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഫാത്വിർ   ആയത്ത്:
وَمَا یَسْتَوِی الْبَحْرٰنِ ۖۗ— هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَآىِٕغٌ شَرَابُهٗ وَهٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ ؕ— وَمِنْ كُلٍّ تَاْكُلُوْنَ لَحْمًا طَرِیًّا وَّتَسْتَخْرِجُوْنَ حِلْیَةً تَلْبَسُوْنَهَا ۚ— وَتَرَی الْفُلْكَ فِیْهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او دواړه سیندونه برابر نه دي. ددې یوه اوبه خوږې، خوندورې او ښې هضمیدونکې دي. او ددې بل اوبه مالګینې، تروې دي. خو له دواړو نه تاسې تازه غوښې ترلاسه کوئ. او د اغوستلو لپاره ترې ګاڼې راوباسئ. او وینئ چې کښتۍ بحر څیروي او وړاندې پکې ځي تر څو تاسې د الله فضل ولټوئ. او پکار ده چې شکر يې پر څای کړئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ ۙ— وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖؗ— كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ؕ— وَالَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مَا یَمْلِكُوْنَ مِنْ قِطْمِیْرٍ ۟ؕ
همغه ده چې شپه په ورځ او ورځ په شپه کې ننه باسي لمر او سپوږمۍ يې ایل کړي دي. دا هر څه به تر ټاکلې مودې پوری چلیږي. نو همدغه الله ستاسې رب دی. پاچايې یوازې د همده ده. او کوم څه چې تاسې پرته له هغه نه رابلئ د خورما د زړي د نري پوستکي واک هم ورسره نه شته.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنْ تَدْعُوْهُمْ لَا یَسْمَعُوْا دُعَآءَكُمْ ۚ— وَلَوْ سَمِعُوْا مَا اسْتَجَابُوْا لَكُمْ ؕ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُوْنَ بِشِرْكِكُمْ ؕ— وَلَا یُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِیْرٍ ۟۠
که تاسې يي رابلئ نو ستاسې بلنه نه اوري او که وايې اوري هم نو ستاسې غوښتنې نشي پوره کولی. او د قیامت په ورځ به ستاسې له شریک نیولو نه انکار هم وکړي. او هیڅوک تاسې د خبیر ذات به څیر له څه نشي خبرولی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اَنْتُمُ الْفُقَرَآءُ اِلَی اللّٰهِ ۚ— وَاللّٰهُ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
ای خلکو! تاسې الله ته اړ او هغه له هر څه نه بې پروا او ستایلی شوی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَیَاْتِ بِخَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۚ
که وغواړي نو تاسې به له مینځه یوسي او نوي خلک به مینځ ته راولي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَا ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ بِعَزِیْزٍ ۟
او دا کار پر الله ګران نه دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— وَاِنْ تَدْعُ مُثْقَلَةٌ اِلٰی حِمْلِهَا لَا یُحْمَلْ مِنْهُ شَیْءٌ وَّلَوْ كَانَ ذَا قُرْبٰی ؕ— اِنَّمَا تُنْذِرُ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ؕ— وَمَنْ تَزَكّٰی فَاِنَّمَا یَتَزَكّٰی لِنَفْسِهٖ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ ۟
او هیڅ پیټی اخیستونکی به د بل چا بار او پیټی وانخلي. که د درانه بار والا بل څوک راوبلي چې بار يې ترې کم یا لرې کړي هیڅ شی به ترې لرې نه کړاي شي که څه هم ډیر نژدې خپل يي رابللی وي. ای محمده! ته یوازې هغه کسان ډاروې چې په غیبو له خپل رب نه ډاریږي په بشپړ ډول لمونځ ادا کوي. او هر څوک چې ځان پاک کړي نو د خپل ځان ښیګڼه يي ده. او یوازې د یو الله په لور بیرته ورتګ دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഫാത്വിർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക