Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഗാഫിർ   ആയത്ത്:
اِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا ؗ— وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
له شکه نتلې پخه خبره ده چې قیامت هرو، مرو راتلونکی دی خو ډیر خلک يې نه مني.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُوْنِیْۤ اَسْتَجِبْ لَكُمْ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِیْ سَیَدْخُلُوْنَ جَهَنَّمَ دٰخِرِیْنَ ۟۠
او ستاسې رب فرمايې: ما وبلئ زه به مو غوښتنې ومنم او هر څوک چې زما له عبادت نه لويې کوي ډیر ژر به خوار او سپک دوزخ ته ننوځي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې شپه يي ستاسې د ارام او سکون لپاره ګرځوله او ورځ يې رڼا روښانه کړه، بې له شکه چې الله پر خلکو ډیر مهربان دی خو ډیر خلک ناشکري کوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ ۘ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؗ— فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟
همدغه الله ستاسې رب دی د هر څه بیدا کوونکی دی پرته له هغه بل هیڅ معبود نشته نو داسې چیرې اړول کیږئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
كَذٰلِكَ یُؤْفَكُ الَّذِیْنَ كَانُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ یَجْحَدُوْنَ ۟
په همدې توګه هغه کسان اړول شوي دي چې د الله له ایتونو څخه يې انکار کاو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ قَرَارًا وَّالسَّمَآءَ بِنَآءً وَّصَوَّرَكُمْ فَاَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ ۖۚ— فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسې ارام ځای ګرځولی او اسمان يي چت، او دیر ښه شکلونه يي درکړي او د پاکو څیزونو روزي يې درکړه نو همدغه الله ستاسې رب دی. د بې شمیرو برکتونو څښتن دی. هغه الله چې د ټول عالم رب دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
هُوَ الْحَیُّ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَادْعُوْهُ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
ژودی دی، پرته له هغه بل هیڅ خدای نشته نو په داسې توګه يې راوبلئ چې خپل دین یوازې هغه ته سوچه کړئ. ټولې ستاینې د الله دي چې رب د ټول عالم دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ اِنِّیْ نُهِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَمَّا جَآءَنِیَ الْبَیِّنٰتُ مِنْ رَّبِّیْ ؗ— وَاُمِرْتُ اَنْ اُسْلِمَ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
ای پیغمبره! هغوی ته ووایه چې زه له دې منع کړای شوی یم چې د هغه څه عبادت وکړم چې تاسې يي پرته له الله څخه عبادت کوئ. او زه به څرنګه د هغوی عبادت کوم په داسې حال کې چې ماته د خپل رب له لورې څرګند دلایل راغلي دي؟ او راته امر شوی دی چې د ټول عالم رب ته په بشپړ ډول غاړه کیږدم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഗാഫിർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക