Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഗാഫിർ   ആയത്ത്:
وَلَقَدْ جَآءَكُمْ یُوْسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَیِّنٰتِ فَمَا زِلْتُمْ فِیْ شَكٍّ مِّمَّا جَآءَكُمْ بِهٖ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ یَّبْعَثَ اللّٰهُ مِنْ بَعْدِهٖ رَسُوْلًا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابُ ۟ۚۖ
له دې نه وړاندې یوسف له ښو ښکاره دلایلو سره تاسې ته راغلی ؤ خو تاسې د هغه د راوړي پیغام په هکله شکمن واست، تر څو چې هغه مړ شو نو بیا تاسې ویل: الله به له دې وروسته هیڅوک د پیغمبر په توګه راونه لیږي. او په همدې توګه الله پاک هغه کسان لار ورکې کوي چې له پولو اوښتي او شکي وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
١لَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ ؕ— كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّٰهِ وَعِنْدَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ ۟
دوی هغه کسان دي چې د الله په ایتونو کې پرته له دې چې کو علمي دلایل ورته راغلي وي مجادلي او جګړي کوي. هو! دا د الله او مؤمنانو په وړاندې خورا لویه دښمني ده او په همدې توګه الله پاک د هر کبر کوونکي او بې رحمه تیري کوونکي په زړه مهر لګوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالَ فِرْعَوْنُ یٰهَامٰنُ ابْنِ لِیْ صَرْحًا لَّعَلِّیْۤ اَبْلُغُ الْاَسْبَابَ ۟ۙ
او فرعون وویل: هامانه! ماته یوه لویه ماڼۍ جوړه کړه کیدای شي تر لار ورسیدای شم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَسْبَابَ السَّمٰوٰتِ فَاَطَّلِعَ اِلٰۤی اِلٰهِ مُوْسٰی وَاِنِّیْ لَاَظُنُّهٗ كَاذِبًا ؕ— وَكَذٰلِكَ زُیِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَصُدَّ عَنِ السَّبِیْلِ ؕ— وَمَا كَیْدُ فِرْعَوْنَ اِلَّا فِیْ تَبَابٍ ۟۠
د اسمانونو تر لارې تر څو د موسی خدای له لرې ووینم، او زه باور لرم چې هغه درواغجن دی. او په دې توګه د فرعون بدعملونه هغه ته ښایسته او له روغې لارې نه منع کړای شو. او د فرعون ټولو دسیسو پرته له هلاکت نه بل هیڅ ترلاسه نه کړای شول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالَ الَّذِیْۤ اٰمَنَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوْنِ اَهْدِكُمْ سَبِیْلَ الرَّشَادِ ۟ۚ
او هغه سړی چې ایمان يي راوړی و وویل: ای زما قومه! زما مننه وکړئ. زه تاسې ته د نیکۍ لار ښایم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰقَوْمِ اِنَّمَا هٰذِهِ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا مَتَاعٌ ؗ— وَّاِنَّ الْاٰخِرَةَ هِیَ دَارُ الْقَرَارِ ۟
ای زما قومه! د دنیا دغه ژوند معمولي ګټه ده. او تل پاتې کور د اخرت دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
مَنْ عَمِلَ سَیِّئَةً فَلَا یُجْزٰۤی اِلَّا مِثْلَهَا ۚ— وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ یُرْزَقُوْنَ فِیْهَا بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
څوک چې بدي وکړي په همغومره انډول بدله به ورکړای شي چې بدي يي کړي وي او څوک چې ښه وکړي نروي او که ښځه خو چې ایمان ورسره وي نو جنت ته به داخل شي او هلته به بې حسابه روزي ورکړای شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഗാഫിർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക