Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഹ്ഖാഫ്   ആയത്ത്:
وَاِذْ صَرَفْنَاۤ اِلَیْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ یَسْتَمِعُوْنَ الْقُرْاٰنَ ۚ— فَلَمَّا حَضَرُوْهُ قَالُوْۤا اَنْصِتُوْا ۚ— فَلَمَّا قُضِیَ وَلَّوْا اِلٰی قَوْمِهِمْ مُّنْذِرِیْنَ ۟
او هغه هم رایاد کړه چې مونږ څو تنه پیریان ستا په رد راواړول هغوی غوښتل چې قران واوري. او کله چې د قران اوریدانې ځای ته ورسیدل نو سره يي وویل چپ شئ او په غور يي واورئ. کله چې قران ولوستل شو نو ټول د خپل قوم په لور د ډاروونکو په توګه ولاړل.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالُوْا یٰقَوْمَنَاۤ اِنَّا سَمِعْنَا كِتٰبًا اُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوْسٰی مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ یَهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ وَاِلٰی طَرِیْقٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او ويې ویل: ای زمونږ قومه! مونږ یو داسې کتاب واورید چې له موسی نه وروسته نازل شوی دی پخواني کتابونه رښتینې ګڼي او د حق او سمې لارې په لور ښوونه کوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰقَوْمَنَاۤ اَجِیْبُوْا دَاعِیَ اللّٰهِ وَاٰمِنُوْا بِهٖ یَغْفِرْ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَیُجِرْكُمْ مِّنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
اې زمونږ قومه! د الله د بلونکي مننه وکړئ. او ایمان پرې راوړئ الله به ستاسې ګناهونه وبښي او له دردناک عذاب نه به مو وژغوري.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَنْ لَّا یُجِبْ دَاعِیَ اللّٰهِ فَلَیْسَ بِمُعْجِزٍ فِی الْاَرْضِ وَلَیْسَ لَهٗ مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءُ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
او هر څوک چې د الله د بلونکي مننه کړي نو هغه نه په ځمکه کې الله بې وسي کولای شي او نه يي دوستان او ملاتړي شته چې له هغه نه يې وژغوري، او دا وړ خلک په ښکاره ګمراهۍ کې غورځیدلي دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَلَمْ یَعْیَ بِخَلْقِهِنَّ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یُّحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— بَلٰۤی اِنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
ایا دې خبري ته يې فکر نه دی کړی چې هغه الله چې اسمانونه او ځمکه يې پیدا کړي او پرې ستړی شوی هم نه دی په دې ډیر ښه زوره ور دی چې مړی بیرته راژوندی کړي؟ هو! بې شکه چې الله پر هر شي توانا دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَیَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَلَی النَّارِ ؕ— اَلَیْسَ هٰذَا بِالْحَقِّ ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَرَبِّنَا ؕ— قَالَ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟
او هغه ورځ چې کافران اور ته وړاندې کړای شي نو ورته به وویل شي ایا دا حق نه دی؟ هغوی به ووايي: هو! قسم مو په رب خپل چې حق دی نو الله به ورته وفرمايي: اوس د هغه کفر په بدل کې چې تاسو خپل کړی وو د عذاب خوند وڅکئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَّهُمْ ؕ— كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَ مَا یُوْعَدُوْنَ ۙ— لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا سَاعَةً مِّنْ نَّهَارٍ ؕ— بَلٰغٌ ۚ— فَهَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟۠
نو اې پیغمبره! د اولوالعزمه پیغمبرانو[۲] په شان هر څه وزغمه او د دوی د عذاب په هکله تلوار مه کوه. هغه ورځ چې دوی هغه څه وویني چې وعده يې ورسره کولی شي نو داسې به وې ګڼې چې په دنیا کې يي د ورځې د یو ساعت په اندازه وخت تیر کړی وي. هو! دا زمونږ رسونه ده او ایا پرته له سرغړوونکي قوم نه به بل څوک هلاکولای شي.
[۲] علماوو ویلي دي چې ټول پیغمبران او الوالعزمه دي خو په عامه اصطلاح کې لاندیني پنځه پیغمبران په اولوالعزمه مشهور شوي دي: ۱ـ نوح ۲- ابراهیم ۳- موسی ۴- عیسی ۵- محمد صلی الله علیه وسلم( تفسیر ابن جریر الطبری).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഹ്ഖാഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക