Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ദ്ദാരിയാത്ത്   ആയത്ത്:
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟
ابراهیم وویل:استازو!ستاسې هدف څه دی؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ
هوی وویل:مونږ د یو مجرم قوم لپاره رالیږلي شوي یو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ طِیْنٍ ۟ۙ
تر څو له خټو جوړ شوي کاڼي پرې ووروو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِیْنَ ۟
دا هغه ډبرې دي چې ستا د رب له لورې له پولو اوښتو خلکو ته په ګوته شوي دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَاَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِیْهَا مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
نو مونږ له کلي نه ټول مؤمنان وښکلي وو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَمَا وَجَدْنَا فِیْهَا غَیْرَ بَیْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۚ
او مونږ پکې پرته له یوه کور نه نور مسلمانان مینده نه کړل.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَتَرَكْنَا فِیْهَاۤ اٰیَةً لِّلَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ؕ
او هلته مو یوه لویه نښه د هغو کسانو لپاره پریښووله چې له دردناک عذاب ډاریږي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَفِیْ مُوْسٰۤی اِذْ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی فِرْعَوْنَ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
او د موسی کیسه هم یو پند دی چې مونږ له ښکاره دلیل سره د فرعون په لور ولیږه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَتَوَلّٰی بِرُكْنِهٖ وَقَالَ سٰحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟
فرعون د خپل توان او زور په غرور مخ واړاو او ویې ویل:موسی کو ډګر یا لیونی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟ؕ
نو مونږ فرعون او لښکر يي راونیول او په سیند کې مو ډوب کړل په رښتیا هغه د ملامتیا وړو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَفِیْ عَادٍ اِذْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الرِّیْحَ الْعَقِیْمَ ۟ۚ
او دعادیانو کیسه هم له پند نه ډکه وه.مونږ پر هغوی یو طوفاني بې خیره باد راوالوزاو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
مَا تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ اَتَتْ عَلَیْهِ اِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِیْمِ ۟ؕ
په هر شي به چې راته نو د وراسته او غورځول شوی په شان به یې کاوه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَفِیْ ثَمُوْدَ اِذْ قِیْلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوْا حَتّٰی حِیْنٍ ۟
او د ثمودیانو کیسه هم پند دی کله چې هغوي ته وویل شو:چې تر یوه ټاکلي وخت مزې او چړچې وکړئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟
د خپل رب له حکم نه یي سروغړولو نو یوی سختې کړیکې په داسې حال کې ونیول چې هغوی نیغ نیغ ورته کتل.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَمَا اسْتَطَاعُوْا مِنْ قِیَامٍ وَّمَا كَانُوْا مُنْتَصِرِیْنَ ۟ۙ
نه ورسره د پورته کیدلو توان وو،او نه یې ځان ژغورلی[۱]شو.
[۱] ـ یا یې معنا ده چې نه یې د چا نه بدل اخیستلی شو.(البحر المحیط في التفسیر).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟۠
او له ټولو نه اول مونږ د نوح قوم هلاک کړ.ځکه چې فاسق خلک وو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالسَّمَآءَ بَنَیْنٰهَا بِاَیْىدٍ وَّاِنَّا لَمُوْسِعُوْنَ ۟
او اسمان مونږ په خپلو لاسونو جوړ کړی او مونږ پراخي راوستونکي یو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالْاَرْضَ فَرَشْنٰهَا فَنِعْمَ الْمٰهِدُوْنَ ۟
او ځمکه مو خوره کړې ده او مونږ نښه غوړوونکي یو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمِنْ كُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَیْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
او مونږ هر شی جوړه پیدا کړی دی.ښايې چې تاسې پند واخلئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَفِرُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ
نو الله ته په منډه ورشئ.زه تاسې ته د هغه له لورې یو ښکاره ډاروونکی یم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَا تَجْعَلُوْا مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او له الله سره نو معبودان مه نیسئ.زه تاسې ته د هغه له لورې یوه ښکاره داروونکی یم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ദ്ദാരിയാത്ത്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക