Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മുജാദിലഃ   ആയത്ത്:

مجادله

قَدْ سَمِعَ اللّٰهُ قَوْلَ الَّتِیْ تُجَادِلُكَ فِیْ زَوْجِهَا وَتَشْتَكِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ۖۗ— وَاللّٰهُ یَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟
په یقین چې الله پاک د هغې ښځې[۱]خبره واریده چې له تاسره یې د خپل میړه په هکله نانندرۍ وهلې او خپل فریاد یې الله ته وړاندې کاو.الله پاک ستاسو دواړو سوال او ځواب واورید.بې شکه الله ښه اوریدونکی د هر څه لیدونکی دی.
[۱] ـ دا ایتونه د(خوله بنت ثعلبه)په هکله نازل شوي چې میړه یي د اوس بن صامت انصاري ورسره ظهار کړی و.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَلَّذِیْنَ یُظٰهِرُوْنَ مِنْكُمْ مِّنْ نِّسَآىِٕهِمْ مَّا هُنَّ اُمَّهٰتِهِمْ ؕ— اِنْ اُمَّهٰتُهُمْ اِلَّا الّٰٓـِٔیْ وَلَدْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّهُمْ لَیَقُوْلُوْنَ مُنْكَرًا مِّنَ الْقَوْلِ وَزُوْرًا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَعَفُوٌّ غَفُوْرٌ ۟
ستاسې کوم کسان چې له خپلو ښځو نه[۲]ظهار کوی میرمنې یې میندې نه دي میندې یې یوازې هغه دي چې دوی یې زیږولي دي.په رښتیا چې هغوی نه منونکې درواغ خبره وکړه او په یقیني توګه الله پاک عفوه کوونکی،بښونکی دی.
[۲] ـ ظهار دی ته وايې چې یو سړی د خپلې ښځې کوم خاص اندام د هغو ښځو سره تشبیه کړي چې تل پرې حرامې دي لکه چې ورته ووایې:ته په ما داسې حرامه یې لکه زما د مور شا(البحر المحیط).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالَّذِیْنَ یُظٰهِرُوْنَ مِنْ نِّسَآىِٕهِمْ ثُمَّ یَعُوْدُوْنَ لِمَا قَالُوْا فَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّتَمَآسَّا ؕ— ذٰلِكُمْ تُوْعَظُوْنَ بِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
او کوم کسان چې له خپلو ښځو نه ظهار کوي.بیا د خپلې خبرې نه اوړي نو لازم دی چې وړاندې له هغه چې یو بل ته سره لاس ور وړي یو غلام ازاد کړي په دې سره تاسې ته نصیحت کیږي.او الله پاک ستاسې له کړنو ښه خبر دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ شَهْرَیْنِ مُتَتَابِعَیْنِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّتَمَآسَّا ۚ— فَمَنْ لَّمْ یَسْتَطِعْ فَاِطْعَامُ سِتِّیْنَ مِسْكِیْنًا ؕ— ذٰلِكَ لِتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— وَتِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
نوکه چاته غلام په لاس ورنه غی نو مخکې له هغه چې یو بل ته لاس وروړي باید دوه میاشتي پرله پسې روژه ونیسي.نو که د چا دا توان نه ؤ نو شپیتو مسکینانو ته دې خوراک ورکړي. دا حکم ځکه درکول کیږي چې په الله او د هغه په رسول مو ایمان پوخ شي. دا د الله پولې دي. او دکافرانو لپاره دردناک عذاب.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحَآدُّوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ كُبِتُوْا كَمَا كُبِتَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟ۚ
کوم کسان چې د الله او د هغه د رسول نه سرغړونه کوي همغه شان به خوار او هلاک شي لکه چې وړاندې خلک خوار او هلاک شوی وو. مونږ ټول روښانه دلایل نازل کړي دي.او د کافرانو لپاره سپکوونکی عذاب دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— اَحْصٰىهُ اللّٰهُ وَنَسُوْهُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟۠
هغه ورځ به دا عذاب وي چې الله پاک ټول بیرته راژوندي کړي او کړنې یې ورته په مخکې کیږ دي.الله یې ټولې کړنې شمیرلي او دوی هیرې کړي دي.او الله پاک د هر شي څارونکی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മുജാദിലഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക