Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്   ആയത്ത്:
وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْقُرٰۤی اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَرَكٰتٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ وَلٰكِنْ كَذَّبُوْا فَاَخَذْنٰهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
او که چیرې د کلیو اوسیدونکو ایمان راوړی او پرهیزګاري يي کړې وای نو مونږ به خامخا پرې د اسمان او ځمکې برکتونه راتوۍ کړې وای خو هغوی( زمونږ استازي) درواغ ګڼل نو مونږ هم په خپلو کړنو ونیول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَفَاَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤی اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا بَیَاتًا وَّهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟ؕ
ایا د کلیو خلک له دې ډاډمن دي چې زمونږ عذاب ورته دشپې له لورې چې هغوی ویده وي راشې؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَوَاَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤی اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا ضُحًی وَّهُمْ یَلْعَبُوْنَ ۟
او ایا له دی نه بې غمه دي چې زمونږ عذاب ورته په رڼا ورځ چې منډې ترې کوي راشي؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَفَاَمِنُوْا مَكْرَ اللّٰهِ ۚ— فَلَا یَاْمَنُ مَكْرَ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠
ایا د الله له ناببره نیولو نه ډاډمن دي؟ د الله د ناببره نیولو نه پرته له زیان کارانو بل څوک ځان بې غمه نه بولي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَوَلَمْ یَهْدِ لِلَّذِیْنَ یَرِثُوْنَ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِ اَهْلِهَاۤ اَنْ لَّوْ نَشَآءُ اَصَبْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ ۚ— وَنَطْبَعُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ ۟
ایا هغو خلکو ته چې د ځمکې له پخوانیو هستوګنو څخه وروسته د هغې واکمن شوي دي دا څرګنده نه ده چې که مونږ غوښتې وای نو په خپلو ګناهونو به مو نیولي وو؟ او په زړونو به مو ورته مهرلګولی ؤ چې هیڅ یې نه اوریده؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
تِلْكَ الْقُرٰی نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآىِٕهَا ۚ— وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ۚ— فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا مِنْ قَبْلُ ؕ— كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِ الْكٰفِرِیْنَ ۟
مونږ تاسو ته ددغو کلیو کیسې پوره بیانوو چې خپل رسولان ورته له ښکاره نښو سره راغلي وو. خو هغوی په هغه څه ایمان راوړونکي نه وو چې پخوا يې درواغ ګڼلي وو. په همدې توګه الله پاک د کافرانو په زړونو مهر لګوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَا وَجَدْنَا لِاَكْثَرِهِمْ مِّنْ عَهْدٍ ۚ— وَاِنْ وَّجَدْنَاۤ اَكْثَرَهُمْ لَفٰسِقِیْنَ ۟
مونږ د هغوی په زیاترو کې د ژبې ارزښت ونه میند. بلکې د هغوی ډیر مو فاسقان ومیندل.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُّوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَظَلَمُوْا بِهَا ۚ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
بیا مو له دوی وروسته موسی له خپلو معجزو سره فرعون او د هغه د قوم مشرانو ته واستاوه خو هغوی له معجزو سره د تیرې او ظلم لاره خپله کړه. نو وګوره چې د فساد کوونکو پای څه شو؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالَ مُوْسٰی یٰفِرْعَوْنُ اِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
او موسی وویل ای فرعونه! زه د کائناتو د څښتن له لورې رالیږلی شوی یم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക