Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്   ആയത്ത്:
اُبَلِّغُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَاَنَا لَكُمْ نَاصِحٌ اَمِیْنٌ ۟
د خپل رب پیغام تاسې ته رسوم. او زه ډیر امانت ګر نصیحت کوونکی یم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَوَعَجِبْتُمْ اَنْ جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ مِّنْكُمْ لِیُنْذِرَكُمْ ؕ— وَاذْكُرُوْۤا اِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْ بَعْدِ قَوْمِ نُوْحٍ وَّزَادَكُمْ فِی الْخَلْقِ بَصْۜطَةً ۚ— فَاذْكُرُوْۤا اٰلَآءَ اللّٰهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟
ایا دا خبره تاسې ته د حیرانتیا وړ ښکاري چې ستاسې یوه سړي تاسې ته د رب له لورې پند راوړ چې تاسې وډاروي؟ او هغه را یاد کړئ چې الله پاک تاسې د نوح د قوم پر ځای شته، ښه دنګ او لوړ بدنونه یې درکړل نو د الله نعمتونه په یاد ولرئ تر څو مو خلاصون په برخه شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللّٰهَ وَحْدَهٗ وَنَذَرَ مَا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا ۚ— فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
قوم يې وویل ته د همدې لپاره راغلی یې چې مونږ یوازې د یو الله عبادت وکړو؟ او هغه څه پریږدو چې زمونږ پلرونو یې عبادت کاوه؟ که ته رښتینی یې نو هغه عذاب راوړه چې ته پرې مونږ ډاروي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ رِجْسٌ وَّغَضَبٌ ؕ— اَتُجَادِلُوْنَنِیْ فِیْۤ اَسْمَآءٍ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّا نَزَّلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— فَانْتَظِرُوْۤا اِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُنْتَظِرِیْنَ ۟
هود وویل: په یقیني توګه د الله عذاب او قهرستاسې په برخه دی. ایا تاسې په داسې نومونو کې چې تاسو او پلرونو مو له ځانه جوړ کړي او الله پاک پری کوم دلیل نه دی رالیږلې له ما سره جګړه او جنجال کوئ؟ نو د عذاب انتظار وکړئ زه هم له تاسې سره انتظار کوم.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَالَّذِیْنَ مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَمَا كَانُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟۠
مونږ هود او د هغه مسلمان ملګري په خپل رحمت سره خلاص کړل. او د هغو خلکو بیخ او بکر مو وویست چې زمونږ ایتونه یې درواغ ګڼل او ایمان یې نه راووړ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا ۘ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— قَدْ جَآءَتْكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— هٰذِهٖ نَاقَةُ اللّٰهِ لَكُمْ اٰیَةً فَذَرُوْهَا تَاْكُلْ فِیْۤ اَرْضِ اللّٰهِ وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او ثمودیانو ته مو د هغوی ورور صالح ولیږه. هغه ورته وویل: ای زما قومه د یو الله عبادت وکړئ پرته له هغه مو بل خدای نشته. تاسې ته د خپل رب روښانه دلیل راغی. دغه د الله او ښه تاسې ته یوه نښه ده. پریږدئ چې د الله په ځمکه وڅري او په بدۍ لاس مه ور وړئ که نه نو دردناک عذاب به مو ونیسي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക