Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - അബൂ സക്കറിയ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഗാഫിർ   ആയത്ത്:
رَبَّنَا وَاَدْخِلْهُمْ جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدْتَّهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ
40-8 اى زمونږه ربه! او ته دوى د تل استوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې تا يې له دوى سره وعده كړې ده، او هغه څوك چې صلاحيت ولري د دوى له پلرونو او د دوى له ښځو او د دوى له اولادونو څخه (هغه هم ننباسه)، بېشكه ته، هم ته ښه غالب، ډېر حكمت والا يې
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقِهِمُ السَّیِّاٰتِ ؕ— وَمَنْ تَقِ السَّیِّاٰتِ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠
40-9 او ته دوى له سختیو نه بچ وساته او هغه څوك چې ته يې په دغې ورځ كې له سختیو نه بچ وساتې، نو یقینًا تا په هغه رحم وكړ او هم دغه ډېره لویه كامیابي ده
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللّٰهِ اَكْبَرُ مِنْ مَّقْتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ اِذْ تُدْعَوْنَ اِلَی الْاِیْمَانِ فَتَكْفُرُوْنَ ۟
40-10 بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى ته به (په دوزخ كې) اواز وكړى شي: يقينًا (تاسو ته) د الله غصه كېدل ډېر لوى وو ستاسو خپلو ځانونو ته له غصه كېدلو نه، كله چې به تاسو ایمان ته بللى شوئ، نو تاسو به كفر كاوه
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالُوْا رَبَّنَاۤ اَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَاَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوْبِنَا فَهَلْ اِلٰی خُرُوْجٍ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟
40-11 (نو) دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! تا مونږ دوه ځلې مړه كړو او دوه ځل دې مونږ ژوندي كړو، نو مونږ (اوس) د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو ايا (له دوزخ نه زمونږ) وتلو ته كومه لار شته؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
ذٰلِكُمْ بِاَنَّهٗۤ اِذَا دُعِیَ اللّٰهُ وَحْدَهٗ كَفَرْتُمْ ۚ— وَاِنْ یُّشْرَكْ بِهٖ تُؤْمِنُوْا ؕ— فَالْحُكْمُ لِلّٰهِ الْعَلِیِّ الْكَبِیْرِ ۟
40-12 دغه (ابدي عذاب) په دې سبب دى چې بېشكه شان دا دى چې كله به الله يواځې وبلل شو(نو) تاسو به كفر كاوه او كه له ده سره به شریك ونیول شو (نو) تاسو به ایمان راوړ، نو حكم خاص هغه الله لره دى چې ډېر اوچت، ډېر لوى دى
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
هُوَ الَّذِیْ یُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ وَیُنَزِّلُ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ رِزْقًا ؕ— وَمَا یَتَذَكَّرُ اِلَّا مَنْ یُّنِیْبُ ۟
40-13 دى همغه ذات دى چې تاسو ته خپلې نښې ښیي او تاسو لپاره له اسمان نه رزق نازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوك چې(حق ته) رجوع كوي
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَادْعُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟
40-14 نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یئ اګر كه كافران يې بد ګڼي
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
رَفِیْعُ الدَّرَجٰتِ ذُو الْعَرْشِ ۚ— یُلْقِی الرُّوْحَ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ لِیُنْذِرَ یَوْمَ التَّلَاقِ ۟ۙ
40-15 (دغه الله) د اوچتو درجو والا (د درجو اوچتونكى) دى، د عرش مالك دى، په خپلو بنده ګانو كې په چا چې وغواړي، په خپل حكم سره وحي نازلوي، د دې لپاره چې دغه(بنده خلقو لره) د ملاقات له ورځې نه ووېروي
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یَوْمَ هُمْ بَارِزُوْنَ ۚ۬— لَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ ؕ— لِمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ؕ— لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟
40-16 له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഗാഫിർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - അബൂ സക്കറിയ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

അബൂ സകരിയ്യാ അബ്ദുസ്സലാം അതു വിവർത്തനം ചെയ്തു.

അടക്കുക