पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: सूरतु मरयम   श्लोक:

مريم

सूरहका अभिप्रायहरूमध्ये:
إبطال عقيدة نسبة الولد لله من المشركين والنصارى، وبيان سعة رحمة الله بعباده.
د مشرکانو او نصاراوو له لوري الله ته د زوی د نسبت کولو د عقيدې ابطال او د هغه پر خپلو بنده ګانو د لورېينې پراخوالی.

كٓهٰیٰعٓصٓ ۟
(کهیعص) د دې په شان حروفو باندې بحث د سورت بقرې په اول کې تیر شوی.
अरबी व्याख्याहरू:
ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهٗ زَكَرِیَّا ۟ۖۚ
دغه یاداشت دی د رحمت د رب ستا څخه په خپل بنده زکریا -علیه السلام- مونږ دا تا ته د عبرت لپاره بیانوو.
अरबी व्याख्याहरू:
اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ نِدَآءً خَفِیًّا ۟
کله یې چې اواز وکړو خپل رب ته اواز پټ د دې لپاره چې دیر نږدې وي قبلیدلو ته.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّیْ وَاشْتَعَلَ الرَّاْسُ شَیْبًا وَّلَمْ اَكُنْ بِدُعَآىِٕكَ رَبِّ شَقِیًّا ۟
وئې ویل: ای ربه زما! بېشکه کمزوري شوي هډوکي زما، او د سر سپینوالی مې هم زیات شوی، او نه یم زه بد بخته زما په دعا غوښتلو کې ستا نه، بلکې کله چې هم ما ستا څخه دعا غوښتله نو تا زما دعا قبوله کړې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنِّیْ خِفْتُ الْمَوَالِیَ مِنْ وَّرَآءِیْ وَكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا فَهَبْ لِیْ مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا ۟ۙ
او بېشکه زه ویریږم د خپلو خپلوانو څخه چې زما د مرګ څخه وروسته به د دین کار ونه کړی شي د وجې د مشغولتیا د هغوی په دنیا باندې، او ده ښځه زما شنډه بچي نه راوړي، نو راکړه ما ته ستا له طرفه یو هلک چې زما مرسته کوونکی وي.
अरबी व्याख्याहरू:
یَّرِثُنِیْ وَیَرِثُ مِنْ اٰلِ یَعْقُوْبَ ۗ— وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِیًّا ۟
چې وارث شي په پېغمبرۍ کې زما نه، او د کورنۍ د یعقوب -علیه السلام- نه، او وګرځوې دې لره -ای ربه- د غوره دین او اخلاقو او علم والا.
अरबी व्याख्याहरू:
یٰزَكَرِیَّاۤ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمِ ١سْمُهٗ یَحْیٰی ۙ— لَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ سَمِیًّا ۟
نو الله تعالی د دې دعا قبوله کړه، او اواز يې ورته وکړو: ای زکریا! بېشکه مونږ زیری درکوو تا ته په داسې څه چې تا به خوشحاله کړي، نو بېشکه مونږ ستا دعا قبوله کړې، او تا ته بچی درکوو چې یحیی نوم به یې وي، مونږ نه دی ګرځولی بل هیچا لره مخکې له دې څخه دا نوم.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا وَّقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِیًّا ۟
زکریا -علیه السلام- وویل په داسې حال کې چې تعجب کوونکی و د الله تعالی د قدرت نه: څرنګه به زما بچی پیدا شي او حال دا چې زما ښځه شنډه ده بچي نه راوړي، او زه رسېدلی یم د عمر اخیرې حد ته د زوړوالي او کمزوروالي د هډوکو نه؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ كَذٰلِكَ ۚ— قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ وَّقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَیْـًٔا ۟
ملاېک وویل: کار خو همداسې دی لکه تا چې وویل چې ستا ښځه بچي نشي راوړلی، او یقنیا ته رسېدلی یې د عمر اخري حد ته د بوډا والي او د هډوکو د کمزوروالي نه، خو لیکن ستا رب فرمایلي: پیداکول د رب ستا یحیی لره د شنډې مور نه او د داسې پلار نه چې د عمر اخري حد ته رسېدلی وي ډیر اسان دي او یقینا ته ما پیداکړی یې -ای زکریا- مخکې د دې نه او حال دا چې ته نه وې هیڅ شی چې یاد دشوی وې، ځکه چې ته په دغه وخت کې بیخي نه وې.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِّیْۤ اٰیَةً ؕ— قَالَ اٰیَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَ لَیَالٍ سَوِیًّا ۟
زکریا -علیه السلام- وفرماېل: ای ربه زما! وګرځوه ما لره یو نښه چې زه په هغې ډاډمن شم اودلالت کوونکی په حاصلولو د هغه څه چې ملاېکو پرې ما ته زیری راکړی، نو ویې ویل: نښه ستا د حاصلولو د هغه څه چې تا ته پرې ملاېکو زیری درکړی هغه دا ده چې خبرې به نشې کولای د خلکو سره درې ورځې پرته د مرض نه، بلکې ته به روغ رمټ ئې.
अरबी व्याख्याहरू:
فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ مِنَ الْمِحْرَابِ فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ اَنْ سَبِّحُوْا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟
نو راووت زکریا -علیه السلام- په خپل قوم باندې د خپلې عبادت ځای څخه، نوهغوی ته ئې اشاره وکړه پغیر د خبرو کولو نه: چې پاکي بیان کړئ د الله تعالی د ورځې په اول او اخر کې.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• الضعف والعجز من أحب وسائل التوسل إلى الله؛ لأنه يدل على التَّبَرُّؤِ من الحول والقوة، وتعلق القلب بحول الله وقوته.
خپله کمزوري ښودل او عاجزي کول؛ الله تعالی ته د نزدیکت لپاره د ټولو نه د خوښې وسېلې دي؛ ځکه چې دا دلالت کوي په بیزارۍ سره د خپل طاقت او قدرت نه، او په تعلق د زړه د الله تعالی په قدرت او طاقت پورې.

• يستحب للمرء أن يذكر في دعائه نعم الله تعالى عليه، وما يليق بالخضوع.
انسان لره پکار دي چې په خپلو دعاګانو کې د الله تعالی نعمتونه په ځان باندې یاد کړي، او هغه څه دې وکړي چې د خضوع سره مناسب وي.

• الحرص على مصلحة الدين وتقديمها على بقية المصالح.
کوشش کول د دین د مصلحت لپاره او مخکې کول د هغه په نورو مصلحتونو باندې.

• تستحب الأسماء ذات المعاني الطيبة.
د ښایسته معنی لرونکو نومونو کیښودل مستحب دي.

یٰیَحْیٰی خُذِ الْكِتٰبَ بِقُوَّةٍ ؕ— وَاٰتَیْنٰهُ الْحُكْمَ صَبِیًّا ۟ۙ
نو پیدا شو د هغه بچی یحیی، نو هر کله چې ورسید هغه عمر ته چې خطاب ورته کیدلی شو مونږ ورته وویل: ای یحیی! ونیسه تورات لره په طاقت او په کوشش سره، او ورکړې وه مونږ دې ته پوهه، علم، مضبوطه اراده او عزم، حال دا چې هغه ماشوم و.
अरबी व्याख्याहरू:
وَّحَنَانًا مِّنْ لَّدُنَّا وَزَكٰوةً ؕ— وَكَانَ تَقِیًّا ۟ۙ
او مونږ رحم کړی و په ده باندې رحمت زمونږ له طرفه او مونږ پاک کړ ده لره له ګناهونو او وو دی پرهیزګار، عمل یې کاوه د الله تعالی په حکمونو او ځان یې ساته د هغه له منهیاتو څخه.
अरबी व्याख्याहरू:
وَّبَرًّا بِوَالِدَیْهِ وَلَمْ یَكُنْ جَبَّارًا عَصِیًّا ۟
او دی نیکي کوونکی و د مور او پلار سره، مهربانه و په هغوی، احسان کوونکی و د هغوی سره، او نه و لویي کوونکی د تابعدارۍ د خپل رب نه او نه د تابعدارۍ د مور او پلار نه، او نه و نافرمانه د خپل رب او یا د خپل مور او پلار.
अरबी व्याख्याहरू:
وَسَلٰمٌ عَلَیْهِ یَوْمَ وُلِدَ وَیَوْمَ یَمُوْتُ وَیَوْمَ یُبْعَثُ حَیًّا ۟۠
او سلامتیا ده په ده باندې د الله تعالی له طرفه او امان دی ده لره د الله تعالی له طرفه په کومه ورځ چې پيدا کړی شو، او په کومه ورځ چې مړ کیږي به او د دې دنیا څخه به وځي، او په هغه ورځ چې بیرته به ژوندی راپورته کیږي د قیامت په ورځ، او دا درې ځایونه ډیر هغه د ویرې ځایونه دي چې انسان پرې تیریږي، نو چې په دې ځایونو کې څوک په امن کې شو نو بیا په دې باندې د دې نه پغیر نورو ځایونو کې ویره نشته.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مَرْیَمَ ۘ— اِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ اَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِیًّا ۟ۙ
او یاد کړه -ای پیغمبره- په تا باندې نازل شوي قرآن کریم کې واقعه د مریم -علیها السلام- کله چې هغه په څنګ شوه د خپلې کورنۍ نه، او یواځې شوه یو ځای ته، د ختیځ طرف ته د دوی نه.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُوْنِهِمْ حِجَابًا ۫— فَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهَا رُوْحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِیًّا ۟
نو ویې نیوله د خپل ځان لپاره د خپل قوم نه یوه پرده چې پټوله یې، تر دې چې د خپل رب د بندګۍ په وخت کې یې ونه ویني، نو مونږ ولیږه دې ته جبریل -علیه السلام-، نو ځان یې جوړ کړ هغې ته د یو پوره برابر انسان په شکل کې، نو دا وویریده چې یقینا دا په دې باندې د بدۍ اراده لري.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَتْ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِالرَّحْمٰنِ مِنْكَ اِنْ كُنْتَ تَقِیًّا ۟
نو هر کله چې هغې دا د یو برابر انسان په شکل کې ولیده او د دې طرف ته ور روان وو ویې ویل: زه پناه غواړم په رحمان ذات سره ستا څخه د دې نه چې راورسیږي ما ته ستا نه څه تکلیف -ای مخاطبه- که چیرته ته پرهیزګار یې د الله تعالی نه ویریږې.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ اِنَّمَاۤ اَنَا رَسُوْلُ رَبِّكِ ۖۗ— لِاَهَبَ لَكِ غُلٰمًا زَكِیًّا ۟
جبریل -علیه السلام- وویل: بیشکه زه انسان نه یم، بلکې زه رالیږل شوی یم ستا د رب له طرفه رالیږلی یې یم د دې لپاره چې وبښم تا ته یو هلک پاک صفا.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَتْ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّلَمْ یَمْسَسْنِیْ بَشَرٌ وَّلَمْ اَكُ بَغِیًّا ۟
مریم -علیها السلام- په تعجب کې وویل: څرنګه به زما زوی پید اشي او حال دا چې نه دی نږدې شوی ما ته خاوند او نه بل څوک، او نه زه بد کاره یم چې زما دې زوی پیداشي؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ كَذٰلِكِ ۚ— قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ ۚ— وَلِنَجْعَلَهٗۤ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا ۚ— وَكَانَ اَمْرًا مَّقْضِیًّا ۟
جبریل-علیه السلام- هغې ته وویل: خبره همداسې ده لکه تا چې وویل چې تا ته خاوند نزدېکت نه دی کړی او نه بل چا او ته بد کاره هم نه یې، لیکن ستا رب وویل: پیداکول د زوی په غیر د پلار نه ما ته اسان دي، او د دې لپاره چې شي دا زوی بښل شوی تا ته نښه دې خلکو لره د الله تعالی په قدرت باندې، او رحمت زمونږ له طرفه تا ته او هغه چا ته چې ایمان یې پرې راوړی دی، او وو پيداکول ستا د دې زوی فیصله مقرر شوې د الله تعالی له طرفه، چې لیکل شوې وه په لوح محفوظ کې.
अरबी व्याख्याहरू:
فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهٖ مَكَانًا قَصِیًّا ۟
نو حمل یې واخیست په دې عیسی سره وروسته د پوکي کولو د پریښتې نه، نو ګوښه شوه مریم -علیها السلام- په دې عیسی سره د خلکو نه لری ځای ته.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاَجَآءَهَا الْمَخَاضُ اِلٰی جِذْعِ النَّخْلَةِ ۚ— قَالَتْ یٰلَیْتَنِیْ مِتُّ قَبْلَ هٰذَا وَكُنْتُ نَسْیًا مَّنْسِیًّا ۟
نو راغی په هغې باندې د بچي د پیدایښټ درد، نو رایې وستله د کجورې تنې ته، مریم -علیها السلام- وویل: های ارمان چې مړه شوی وای زه مخکې د دې ورځې نه، او وای زه یو شی چې بیخي یادیدلی نه تر دې چې په ما باندې بد ګومان نه و شوی.
अरबी व्याख्याहरू:
فَنَادٰىهَا مِنْ تَحْتِهَاۤ اَلَّا تَحْزَنِیْ قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِیًّا ۟
پس عیسی -علیه السلام- مریم -علیها السلام- ته د هغې د قدمونو د لاندې نه اواز وکړو: مه خپه کیږه، یقینا پیداکړی ستا رب ستا نه لاندې د اوبو ویاله (چینه) ته به د هغې نه اوبه څښې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَهُزِّیْۤ اِلَیْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَیْكِ رُطَبًا جَنِیًّا ۟ؗ
او ونېسه تنه د کجورې او ویې خوځوه راوبه غورځوي په تا باندې تازه کجورې چې په دغه وخت کې راشوکول شوي.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• الصبر على القيام بالتكاليف الشرعية مطلوب.
د شرعي احکامو په عملي کولو کې صبر لازمي دی

• علو منزلة بر الوالدين ومكانتها عند الله، فالله قرنه بشكره.
د مور او پلار سره د نیکۍ کولو لوړه مرتبه او منزله د الله تعالی سره، ځکه چې الله تعالی د خپل شکر سره یوځای کړی.

• مع كمال قدرة الله في آياته الباهرة التي أظهرها لمريم، إلا أنه جعلها تعمل بالأسباب ليصلها ثمرة النخلة.
د الله تعالی د پوره ځواک سره چې د هغه په لویو نښانو کې یې مریم علیها السلام ته ښودولی و، لدې سره یي بیا هم اړ ویسته چې له اسبابو کار واخلي تر څو یې د خرما تر میوې ورسوي.

فَكُلِیْ وَاشْرَبِیْ وَقَرِّیْ عَیْنًا ۚ— فَاِمَّا تَرَیِنَّ مِنَ الْبَشَرِ اَحَدًا ۙ— فَقُوْلِیْۤ اِنِّیْ نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا فَلَنْ اُكَلِّمَ الْیَوْمَ اِنْسِیًّا ۟ۚ
پس خوره د دې تازه کجورو نه، او څښه د دې اوبو څخه، او خوشحاله شه ستا په بچي باندې او مه خپه کیږه، نو که چیرته تا ولیده یو کس د خلکو نه پس پوښتنه یې وکړه ستا نه د دې بچي باره کې نو ته ورته ووایه: ما لازم کړې (نذر مې کړی) په خپل ځان باندې د خپل رب لپاره چوپتیا د خبرو نه، نو زه خبرې نه کوم نن ورځ هیچا سره د خلکو نه.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاَتَتْ بِهٖ قَوْمَهَا تَحْمِلُهٗ ؕ— قَالُوْا یٰمَرْیَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَیْـًٔا فَرِیًّا ۟
نو مریم -علیها السلام- خپل بچی خپل قوم ته په غیږ کې راوړ، نو قوم ئې ورته وویل په داسې حال کې چې نا اشنا ګڼوونکي وو دې لره: ای مریم! یقینا تا راتګ کړی یو ډیر لوی بد کار ته، هغه دا چې تا بچی راوړی پغیر د پلاره.
अरबी व्याख्याहरू:
یٰۤاُخْتَ هٰرُوْنَ مَا كَانَ اَبُوْكِ امْرَاَ سَوْءٍ وَّمَا كَانَتْ اُمُّكِ بَغِیًّا ۟ۖۚ
ای د هارون په شان په عبادت کوونکې! (او دا یو نیک عمله سړی و) نه و ستا پلار بد کاره، او نه دې مور بدکاره وه، نو ته د یوې پاکې کورنۍ څخه ئې چې مشهوره ده په نیکیو باندې، نو تا څنګه بچی راوړ پغیر د پلاره؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاَشَارَتْ اِلَیْهِ ۫ؕ— قَالُوْا كَیْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیًّا ۟
نو هغې خپل ځوی عیسی -علیه السلام- ته اشاره وکړه او هغه ئې په غیږ کې و، او قوم ئې هغه ته په تعجب کې وویل: مونږ څرنګه د ماشوم سره خبرې وکړو او حال دا چې هغه په غیږ کې دی.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ اِنِّیْ عَبْدُ اللّٰهِ ۫ؕ— اٰتٰىنِیَ الْكِتٰبَ وَجَعَلَنِیْ نَبِیًّا ۟ۙ
عیسی -علیه السلام- وویل: یقینا زه د الله تعالی بنده یم؛ ما ته ئې انجیل راکړی، او زه ئې د خپلو پیغمبرانو څخه یو پیغمبر ګرځولی یم.
अरबी व्याख्याहरू:
وَّجَعَلَنِیْ مُبٰرَكًا اَیْنَ مَا كُنْتُ ۪— وَاَوْصٰنِیْ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ مَا دُمْتُ حَیًّا ۟ۙ
او ګرځولی ئې یم زه فایده مند د بندګانو لپاره هر ځای چې زه یم، او ما ته ئې امر کړی په ادا کولو د لمانځه او په ورکولو د زکات تر څو چې زه ژوندی یم.
अरबी व्याख्याहरू:
وَّبَرًّا بِوَالِدَتِیْ ؗ— وَلَمْ یَجْعَلْنِیْ جَبَّارًا شَقِیًّا ۟
او ګرځولی یې یم زه نیکي کوونکی د خپلې مور سره، او نه یې یم ګرځولی زه لویي کوونکی د خپل رب د تابعدارۍ نه، او نه نافرمانه هغه لره.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالسَّلٰمُ عَلَیَّ یَوْمَ وُلِدْتُّ وَیَوْمَ اَمُوْتُ وَیَوْمَ اُبْعَثُ حَیًّا ۟
او په امان کې یم زه د شیطان او د هغه د ملګرو نه زما د پيدایښت په ورځ او زما د مړ کیدلو په ورځ او زما د بیرته راژوندي کیدلو په ورځ په قیامت کې، نو زه په دې دریو واړو هیبتناکو ځایونو کې شیطان نه یم ګډوډ کړی.
अरबी व्याख्याहरू:
ذٰلِكَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ ۚ— قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِیْ فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟
دغه موصوف په دې صفاتو سره عیسی بن مریم دی، او دا بیان د دې باره کې همدا ریښتیا بیان دی، نه هغه چې ګمراهان ئې وائي هغوی چې د هغه په کار کې شک او اختلاف کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
مَا كَانَ لِلّٰهِ اَنْ یَّتَّخِذَ مِنْ وَّلَدٍ ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟ؕ
نه ښائيږي الله تعالی لره چې ودې نیسي بچي، پاک دی د دې نه، کله چې اراده وکړي د یو کار، نو کافي دی هغه لره چې بس ووائي دې کار ته: (وشه)، نو هغه خامخا کیږي، نو څوک چې داسې وي نو یقینا هغه پاک دی د بچي نه.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
او یقینا الله پاک رب زما دی او رب ستاسې د ټولو دی، نو تاسې یواځې هغه ته بندګي خاص کړئ، دا ما چې تاسې ته کوم بیان وکړ همدا سمه نیغه لار ده رسیدونکې ده د الله تعالی رضامنتیا ته.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ مَّشْهَدِ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
نو اختلاف وکړ اختلاف کوونکو د عیسی علیه السلام باره کې پس شول دوی بېلابېلې ډلې د هغه د قوم نه، نو ځینو پرې ایمان راوړ او وئې ویل: دا پیغمبر دی، او ځینو پرې کفر وکړ لکه یهودیانو، همدارنګه ځینو ډلو د دې باره کې د حد نه تیری وکړ، نو ځینو پکې وویل چې: دا الله دی، او ځینو وویل: دا د الله تعالی زوی (نازولی) دی، اوچت دی الله تعالی د دې نه، پس هلاکت دی اختلاف کوونکو لره د دې باره کې د حاضریدو د قیامت د لویې ورځې نه سره د هغو صحنو او حساب او سزا نه چې په دې لویه ورځ کې دي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَسْمِعْ بِهِمْ وَاَبْصِرْ ۙ— یَوْمَ یَاْتُوْنَنَا لٰكِنِ الظّٰلِمُوْنَ الْیَوْمَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
څومره ښه اوریدل به کوي دوی په دغه ورځ او څومره ښه لیدل به کوي، دوی اوریدل وکړل خو لیکن په داسې وخت کې چې اوریدلو ورته فایده ورنه کړه، او دوی لیدل وکړل خو په هغه وخت کې چې لیدلو به ورته فایده ورنه کړي، خو لیکن ظالمان خلک په دنیا کې په ښکاره ګمراهۍ کې دي د سمې لارې نه، نو دوی اخرت ته نه تیاریږي تر دې چې ناڅاپه ورته راشي او دوی به په خپل ظلم کې وي.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• في أمر مريم بالسكوت عن الكلام دليل على فضيلة الصمت في بعض المواطن .
مریم -علیها السلام- ته په چپ کیدلو باندې امر کولو کې دلیل دی په بهتروالي د چپ کیدلو په بعضو ځایونو کې.

• نذر الصمت كان جائزًا في شرع من قبلنا، أما في شرعنا فقد دلت السنة على منعه.
له موږ مخکې شريعتونو کې د چوپتيا نذر منل روا و، خو زموږ په شريعت کې سنت د هغو پر ممانعت دلالت کوي.

• أن ما أخبر به القرآن عن كيفية خلق عيسى هو الحق القاطع الذي لا شك فيه، وكل ما عداه من تقولات باطل لا يليق بالرسل.
قرآن کریم چې د عیسی -علیه السلام- د پیدایشت باره کې کومه واقعه بیان کړې هغه حقه او سمه ده چې هیڅ شک پکې نشته، او د دې نه پرته چې کومې خبرې دي هغه باطلې دي د پيغمبرانو د شان سره نه دي مناسب.

• في الدنيا يكون الكافر أصم وأعمى عن الحق، ولكنه سيبصر ويسمع في الآخرة إذا رأى العذاب، ولن ينفعه ذلك.
په دنیا کې کافر د حق نه کوڼ او ړوند وي، خو لیکن په اخرت کې چې کله عذاب وویني بیا حق اوري هم او وینې به ئې هم، خو دغه اوریدل او لیدل به دې ته هیڅ فایده نشي ورکولی.

وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْحَسْرَةِ اِذْ قُضِیَ الْاَمْرُ ۘ— وَهُمْ فِیْ غَفْلَةٍ وَّهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
او ویره ورکړه -ای پیغمبره- دې خلکو ته د ورځ د افسوسونو نه کله چې پښیمانه به شي ګناهګار په خپله ګناه باندې، او نیکي کوونکی په نه ډیروالي د نیکیو باندې، په هغه وخت کې چې د بندګانو عملنامې به خورې کړی شي، او د هغوی د حساب کتاب به ختم شي، او هر څوک به د خپل عمل د انجام سره مخامخ شي، او حال دا دی چې دوی په خپله دنیوي ژوند باندې دوکه شوي دي، د اخرت نه غافله دي، او دوی د قیامت په ورځ ایمان نه لري.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْاَرْضَ وَمَنْ عَلَیْهَا وَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ ۟۠
یقینا مونږ باقي پاتي کیدونکي یو وروسته د ختمیدلو د ټولو مخلوقاتو، مونږ وارثان کیږو د ځمکې، او د ټولو هغو مخلوقاتو او شیانو چې په دې ځمکه باندې دي د هغوی د ختمېدلو د وجې او زمونږ د باقي کیدلو د وجې وروسته د هغوی نه او زمونږ د مالک کیدلو د وجې نه هغوی لره، او زمونږ د واک د وجې نه په دوی کې څرنګه چې مونږ وغواړو، او خاص یواځې مونږ ته به دوی راوګرځول شي د قیامت په ورځ د حساب او بدلو ورکولو لپاره.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِبْرٰهِیْمَ ؕ۬— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟
او یاد کړه -ای پیغمبره- په قرآن کریم کې -کوم چې په تا باندې نازل شوی- قصه د ابراهیم -علیه السلام-، یقینا دا ډیر ریښتیا ویونکی و او تصدیق کوونکی د الله تعالی په ایتونو باندې، او پیغمبر و د الله تعالی له طرفه.
अरबी व्याख्याहरू:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ یٰۤاَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یَسْمَعُ وَلَا یُبْصِرُ وَلَا یُغْنِیْ عَنْكَ شَیْـًٔا ۟
کله چې ئې خپل پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه؛ ته ولې د الله تعالی نه پرته د داسې یو بوت بندګي کوې چې ستا اواز نشي اوریدلی کله چې ورته اواز کوې او ستا بندګي نشې لیدلی کله چې یې ته بندګي کوې، او نه ستا نه ضرر بچ کولی شي، او نه درته څه خیر در رسولی شي؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
یٰۤاَبَتِ اِنِّیْ قَدْ جَآءَنِیْ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ یَاْتِكَ فَاتَّبِعْنِیْۤ اَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِیًّا ۟
ای زما پلار جانه: یقینا راغلی ما ته د علم نه د وحې د لارې نه هغه چې تا ته نه دی راغلی، نو زما تابعداري وکړه زه به تا نیغې سمې لارې ته برابر کړم.
अरबी व्याख्याहरू:
یٰۤاَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطٰنَ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ عَصِیًّا ۟
ای زما پلار جانه! بندګي مه کوه د شیطان په تابعدارۍ کولو سره د هغه، یقینا شیطان چې دی د رحمان ذات ډیر نافرمانه دی، کله چې امر یې ورته وکړو په سجدې کولو سره ادم -علیه السلام- ته خو مګر هغه سجده ونه کړه.
अरबी व्याख्याहरू:
یٰۤاَبَتِ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یَّمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ فَتَكُوْنَ لِلشَّیْطٰنِ وَلِیًّا ۟
اې پلار جانه! زه وېرېږم چې د رحمن له لوري به کومه سزا درته ورسيږي، که ته پر خپل کفر مړ شوې، نو په سزا کې به له شيطان سره يوځای وې ستا له هغه سره د دوستۍ له امله.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ اَرَاغِبٌ اَنْتَ عَنْ اٰلِهَتِیْ یٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ لَاَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِیْ مَلِیًّا ۟
آزر خپل زوی ابراهیم -علیه السلام- ته وویل: آیا ته مخ اړوونکی یې زما د هغو بوتانو نه چې زه ئې بندګي کوم ای ابراهیمه؟! که ته چیرته زما د بوتانو د بد ویلو نه لاس وانخلي نو زه به تا په تیږو وولم، او ته جدا شه زما نه ډیره موده نو زما سره خبرې مه کوه، او زما سره یو ځای کیږه هم مه.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ سَلٰمٌ عَلَیْكَ ۚ— سَاَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِیْ حَفِیًّا ۟
ابراهیم -علیه السلام- خپل پلار ته وویل: سلام دې وي په تا باندې زما له طرفه، نه به دررسیږي تا ته زما له طرفه څه ضرر، زر دی چې زه به تا لره د خپل رب نه بخنه او هدایت غواړم، یقینا دغه الله تعالی پاک دی د هر قسم عیب نه په ما باندې ډیر مهربان دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَاَدْعُوْا رَبِّیْ ۖؗ— عَسٰۤی اَلَّاۤ اَكُوْنَ بِدُعَآءِ رَبِّیْ شَقِیًّا ۟
او زه ډډه کوم ستاسې نه او ډډه کوم ستاسې د معبودانو نه هغه چې تاسې یې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه، او زه رابلم خپل رب لره یوازې چې هیڅ شی ورسره نه شریکوم، امید دی چې ما نه به څه منعه نه کړي کله یې چې زه راوبلم، نو زه به د هغه په رابللو باندې بد بخته شم.
अरबी व्याख्याहरू:
فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۙ— وَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ ؕ— وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِیًّا ۟
نو هر کله چې ابراهیم -علیه السلام- هغوی او د هغوی هغه معبودان پریښودل چې هغوی یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوله، مونږ هغه ته د هغه د کورنۍ بدل ورکړو نو مونږ ورته اسحاق ځوی وروبخښه، او یعقوب لمسی مو وروبخښه، او هر یو د دې دواړو نه مونږ پیغمبر وګرځاوه.
अरबी व्याख्याहरू:
وَوَهَبْنَا لَهُمْ مِّنْ رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِیًّا ۟۠
او ورکړی و مونږ دوی ته زمونږ له رحمته د پیغمبرۍ سره سره ډیر خیر، او مونږ ګرځولی و دوی لره ښه شهرت د بندګانو په ژبو باندې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مُوْسٰۤی ؗ— اِنَّهٗ كَانَ مُخْلَصًا وَّكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟
او یاد کړه -ای پیغمبره- په قرآن کریم کې هغه چې په تا باندې نازل شوی؛ قصه د موسی -علیه السلام-، یقینا دا غوره کړی شوی خاص شوی و، او وو رسول او نبي.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• لما كان اعتزال إبراهيم لقومه مشتركًا فيه مع سارة، ناسب أن يذكر هبتهما المشتركة وحفيدهما، ثم جاء ذكر إسماعيل مستقلًّا مع أن الله وهبه إياه قبل إسحاق.
هر کله چې ابراهیم علیه السلام د ساره سره یو ځای له خپل قوم څخه جلا کېده ، نو مناسب وه چې د دې دواړو (ګډه) تحفه او مشترکه (ګډ) لمسی یاد کړل شي، بیا د اسماعیل یادونه یواځې وشوه سره لدې نه چې الله تعالی ورته دا د اسحاق نه مخکې وربښلی و.

• التأدب واللطف والرفق في محاورة الوالدين واختيار أفضل الأسماء في مناداتهما.
ادب او نرمي کول د مور او پلار سره په خبرو کې او اختیار د غوره نومونو هغوی دواړو ته د اواز کولو په وخت کې.

• المعاصي تمنع العبد من رحمة الله، وتغلق عليه أبوابها، كما أن الطاعة أكبر الأسباب لنيل رحمته.
ګناهونه انسان د الله تعالی د رحمت نه بندوي، او په هغه باندې د رحمت دروازې بندوي، لکه څرنګه چې نیکي د الله تعالی د رحمت د حاصلولو لوی سبب دی.

• وعد الله كل محسن أن ينشر له ثناءً صادقًا بحسب إحسانه، وإبراهيم عليه السلام وذريته من أئمة المحسنين.
الله تعالی د هر یو نیکي کوونکي سره وعده کړې چې هغه لره به د هغه د نیکۍ په اندازه نیک یاد په خلکو کې خپروي ، او ابراهیم -علیه السلام- او د هغه اولادونه د نیکانو د امامانو څخه دي.

وَنَادَیْنٰهُ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ الْاَیْمَنِ وَقَرَّبْنٰهُ نَجِیًّا ۟
او اواز ورکړی و مونږ دې ته د طرف د طور د غر نه چې د موسی -علیه السلام- ښي طرف ته و او رانږدې کړی و مونږ دې لره د رازدارۍ لپاره، داسې چې الله تعالی ورته خپلې خبرې اورولې وې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَوَهَبْنَا لَهٗ مِنْ رَّحْمَتِنَاۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ نَبِیًّا ۟
او بښلی و مونږ دې ته -زمونږ د رحمت او انعام کولو نه په هغه باندې- ورور د هغه هارون-علیه السلام- پیغمبر؛ دا قبولوالی د هغه د دعا و، کله یې چې د خپل رب نه دا دعا غوښتلې وه.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِسْمٰعِیْلَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟ۚ
او یاد کړه ای پیغمبره په قرآن کریم کې- کوم چې په تا باندې نازل شوی- واقعه د اسماعیل -علیه السلام- یقینا دا و ډیر ریښتونی په وعده کې، هیڅ وعده به یې نه کوله مګر پوره کوله به یې، او و دې رسول نبي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَكَانَ یَاْمُرُ اَهْلَهٗ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ ۪— وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهٖ مَرْضِیًّا ۟
او وو دی چې امر به ئې کاوه خپل اهل (قوم یا امت) ته په کولو د لمانځه سره، او په ورکولو د زکات سره، او وو دی په نزد د رب خپل غوره کړی شوی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِدْرِیْسَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟ۗۙ
او یاد کړه -ای پیغمبره- په قرآن کریم کې کوم چې په تا باندې نازل شوی قصه د ادریس -علیه السلام- یقینا دا و ډیر ریښتیا ویونکی او تصدیق کوونکی د الله تعالی په آیتونو باندې، او پیغمبر و د الله تعالی له پیغمبرانو څخه.
अरबी व्याख्याहरू:
وَّرَفَعْنٰهُ مَكَانًا عَلِیًّا ۟
او پورته کړی وو مونږ یاد د دې د هغې پیغمبرۍ د وجې نه چې مونږ دې ته ورکړې وه، نو و دی د لوی مرتبې والا.
अरबी व्याख्याहरू:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ مِنْ ذُرِّیَّةِ اٰدَمَ ۗ— وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؗ— وَّمِنْ ذُرِّیَّةِ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْرَآءِیْلَ ؗ— وَمِمَّنْ هَدَیْنَا وَاجْتَبَیْنَا ؕ— اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُ الرَّحْمٰنِ خَرُّوْا سُجَّدًا وَّبُكِیًّا ۟
دغه بیان شوي په دې سورت کې چې شروع یې په زکریا -علیه السلام- باندې شوې ده او اخرنی یې ادریس -علیه السلام- دی، دا هغه کسان دي چې انعام کړی الله تعالی په دوی باندې په پیغمبرۍ سره د اولادې د ادم -علیه السلام- نه، او د اولاد د هغه چا نه چې مونږ سواره کړي و په کښتۍ کې د نوح -علیه السلام- سره، او د اولادې د ابراهیم -علیه السلام- او د اولادې د یعقوب -علیه السلام- نه، او د هغه چا نه چې مونږ ورته د اسلام طرف ته د هدایت توفیق ورکړی، او مونږ غوره کړي وو او پیغمبران مو ترې جوړ کړي وو، وو دوی چې کله به ئې د الله تعالی آیتونه واوریدل نو سجده به یې وکړه الله تعالی په داسې حال کې چې ژړل به ئې د هغه له ویرې نه.
अरबी व्याख्याहरू:
فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّا ۟ۙ
نو راغلل د دې غوره کړی شویو پیغمبرانو څخه وروسته ناکاره ګمراهان تابعداران، لمونځ يې برباد کړ، نو په سمه طریقه یې نه وو ادا کړی، او خواهشاتو چې یې کوم ګناهونه غوښتل هماغه یې وکړل لکه زنا (بدکاري)، نو زر دی چې دوی به په جهنم کې د شر او پښیمانتیا سره مخامخ شي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۟ۙ
مګر هغه کسان چې توبه یې وویستله د خپل کمي او کوتاهۍ نه، او ایمان یې راوړ په الله تعالی باندې او عمل یې وکړ؛ عمل نیک نو د دغو صفتونو والا به جنت ته داخلیږي، او د دوی د عملونو د ثوابونو څخه به هیڅ شي هم نشي کمیدلی او اګر که لږ هم وي.
अरबी व्याख्याहरू:
جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدَ الرَّحْمٰنُ عِبَادَهٗ بِالْغَیْبِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ وَعْدُهٗ مَاْتِیًّا ۟
جنتونه د اوسېدلو او امن دي هغه چې وعده یې کړې رحمان ذات د خپلو نیکانو بندګانو سره د نه لیدلو په حالت کې چې خامخا به یې ورته داخلوي، او دوی لا تر اوسه نه دی لیدلی نو ایمان یې پرې راوړی، نو وعده د الله تعالی په جنت سره -او اګر که نه یې دی لیدلی- خامخا راتلونکې ده.
अरबी व्याख्याहरू:
لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا اِلَّا سَلٰمًا ؕ— وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِیْهَا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟
نه به اوري دوی په دې جنتونو کې بې فایدې خبرې، او نه غلطې خبرې، بلکې د یو بل سلامونه به اوري، او په دوی باندې د ملاېکو سلامونه به اوري، او دوی ته به راځي د خوراک څخه هغه چې دوی ئې غواړي سبا او بېګا.
अरबी व्याख्याहरू:
تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْ نُوْرِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِیًّا ۟
دا جنت چې دغه صفتونه لري دا هغه جنت دی چې مونږ ئې ورکوو له خپلو بندګانو هغه چا ته چې عملي کوونکی وي (زمونږ) حکمونو لره، ځان ساتونکی وي له منهیاتو.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَا نَتَنَزَّلُ اِلَّا بِاَمْرِ رَبِّكَ ۚ— لَهٗ مَا بَیْنَ اَیْدِیْنَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَیْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیًّا ۟ۚ
او ووایه -ای جبریل- محمد -صلی الله علیه وسلم- ته: یقینا ملاېکې په خپله خوښه نه راښکته کیږي، بلکې د الله تعالی په امر راښکته کیږي، خاص الله تعالی لره دی اختیار د هغه کار چې مونږ به ورسره په اخرت کې مخامخ کیږو، او اختیار د هغه چې مونږ وروستو پریښې د دنیا د کار نه، او اختیار د هغو کارونو چې د دې دواړو ترمنځ دي، او نه دی ستا رب -ای پېغمبره- هیروونکی هیڅ څیز لره.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• حاجة الداعية دومًا إلى أنصار يساعدونه في دعوته.
دعوت کوونکی همېشه داسې ملګرو ته ضرورت لري چې د دې سره په دعوت کې مرسته وکړي.

• إثبات صفة الكلام لله تعالى.
د الله تعالی لپاره د خبرو کولو د صفت ثبوت.

• صدق الوعد محمود، وهو من خلق النبيين والمرسلين، وضده وهو الخُلْف مذموم.
ریښتوني وعده ستایلی شوی صفت دی، او دا د انبیاو او رسولانو له صفاتو دي، او د دې برعکس وعده خلافي ده او د دې بدي ویل شوې.

• إن الملائكة رسل الله بالوحي لا تنزل على أحد من الأنبياء والرسل من البشر إلا بأمر الله.
یقینا ملاېکې د وحې راوړلو لپاره د الله تعالی استازي دي د انسانانو څخه په هیڅ یو نبي او رسول نه رانازليږي مګر د الله تعالی په امر.

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهٖ ؕ— هَلْ تَعْلَمُ لَهٗ سَمِیًّا ۟۠
الله تعالی پیداکوونکی د اسمانونو او د ځمکې دی، او د دې دواړو څښتن او د چارو سمبالوونکی دی، او پیداکوونکی د ټولو هغو مخلوقاتو دی چې د دې دواړو ترمنځ دي او د هغوی څښتن او سمبالوونکی دی، نو خاص یواځې د هغه بندګي وکړه، پس هغه حقدار د بندګۍ دی، او د هغه په بندګۍ باندې کلک شه، نو نشته هغه لره څوک مثال او نه برابر چې د دې سره په بندګۍ کې شریک شي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَقُوْلُ الْاِنْسَانُ ءَاِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ اُخْرَجُ حَیًّا ۟
او وایي له بعثه منکر کافر؛ د مسخرې په ډول: ایا کله چې زه مړ شم نو زه به بیا بیرته د خپل قبر نه ژوندی راوځم؟! یقینا دا خو ډیره لرې خبره ده.
अरबी व्याख्याहरू:
اَوَلَا یَذْكُرُ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ یَكُ شَیْـًٔا ۟
او یا نه رایادوي دا منکر له بعثه چې مونږ پیداکړی وو دې مخکې د دې نه او نه وو دې هیڅ شي چې یاد شوی وی؟! نو دلیل به ونیسي په اول پیدایش سره په دوهم راژوندي کیدلو، سره د دې نه چې دوهم ځل پیدایښت ډیر اسان دی.
अरबी व्याख्याहरू:
فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّیٰطِیْنَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِیًّا ۟ۚ
نو قسم دی ستا په رب -ای پیغمبره- خامخا راوباسم به دوی د خپلو قبرونو نه د حشر میدان ته د هغو شیطانانو سره چې دوی ئې ګمراهان کړي وو، بیا به دوی د جهنم دروازو ته ذلیل راکاږو، په داسې حال کې چې په خپلو ګونډو به پراته وي.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ لَنَنْزِعَنَّ مِنْ كُلِّ شِیْعَةٍ اَیُّهُمْ اَشَدُّ عَلَی الرَّحْمٰنِ عِتِیًّا ۟ۚ
بیا به خامخا په زور او سختۍ سره راوباسو د هرې ډلې د ګمراهانو څخه سخت د دوی نه په سرکشۍ کې، او دوی به یې مشران وي.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ لَنَحْنُ اَعْلَمُ بِالَّذِیْنَ هُمْ اَوْلٰی بِهَا صِلِیًّا ۟
بیا خامخا مونږ ښه پوهیږو په هغو کسانو چې هغوی ډیر حقدار دي په ننوتلو د دې اور او په څکلو (بارولو) د ګرمۍ او تکلیفونو د هغه لره.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنْ مِّنْكُمْ اِلَّا وَارِدُهَا ۚ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِیًّا ۟ۚ
او نشته هیڅوک ستاسې څخه -ای خلکو- مګر خامخا به تیریږي د پل صراط دپاسه کوم چې د جهنم دپاسه به وي، دي دا تیریدل فیصله پخه، الله تعالی دا فیصله کړې، نو نشته څوک رد کوونکی د هغه فیصلې لره.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ نُنَجِّی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّنَذَرُ الظّٰلِمِیْنَ فِیْهَا جِثِیًّا ۟
بیا وروسته د دې تیریدلو نه په پل صراط باندې مونږ به بچ کړو هغه کسان چې ویریدلي د خپل رب نه په عملي کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه د منهیاتو څخه، او پرې به ږدو ظالمان پراته په خپلو ګونډو باندې، د هغه نه به نشي تختیدلی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا ۙ— اَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ خَیْرٌ مَّقَامًا وَّاَحْسَنُ نَدِیًّا ۟
او کله چې ولوستل شي په خلکو باندې زمونږ نازل شوې آیتونه په پیغمبر زمونږ باندې چې د ښکاره مضمون والا دي، وایي کافران مومنانو ته: کومه یوه زمونږ د دواړو ډلو نه ډیره غوره ده په اعتبار د اوسیدو او ځای، او ډیره غوره ده په اعتبار د مجلس او ډلې سره: زمونږ ډله او که ستاسې ډله؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَحْسَنُ اَثَاثًا وَّرِﺋْﻴًﺎ ۟
او څومره ډیر دي هغه امتونه چې مونږ هلاک کړي مخکې د دې کافرانو څخه چې افتخار کوونکي دي په هغه مال چې د دوی سره دی، هغوی د دوی څخه ډیر ښه وو په اعتبار د مال سره، او د ښایسته شکل والا وو د هغوی د قیمتي جامو د وجې، او د هغوی د نرمو بدنونو د وجې.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ مَنْ كَانَ فِی الضَّلٰلَةِ فَلْیَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمٰنُ مَدًّا ۚ۬— حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ اِمَّا الْعَذَابَ وَاِمَّا السَّاعَةَ ؕ۬— فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضْعَفُ جُنْدًا ۟
ووایه -ای پېغمبره-: هغه څوک چې په خپله ګمراهۍ کې ورننوتی وي نو خامخا مهلت به ورکړي دې ته رحمان ذات تر څو ګمراهي یې نوره هم زیاته شي، تر دې چې دوی وویني هغه سمدستي عذاب په دنیا کې چې دوی سره یې وعده کیدلی شي، او یا وروسته شوی عذاب د قیامت په ورځ، نو زر دی چې دوی به په دغه وخت کې پوهه شي چې څوک د بدې مرتبې او لږ مدد والا، چې آیا دا د دوی ډله ده او که د مؤمنانو ډله؟.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَزِیْدُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اهْتَدَوْا هُدًی ؕ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ مَّرَدًّا ۟
او د دې مهلت ورکولو په مقابل کې دې ګمراهانو لره تر دې چې د دوی ګمراهي نوره هم زیاته شي، زیاتوي الله تعالی هغو کسانو لره چې هدایت یې موندلی ایمان او تابعداري او هغه نیک عملونه چې رسوونکي دي همیشنۍ نیکبختۍ ته ډیر ګټور دي په نیزد د رب ستا -ای پېغمبره- په اعتبار د بدلې سره، او ډیر غوره دي په اعتبار د انجام سره.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• على المؤمنين الاشتغال بما أمروا به والاستمرار عليه في حدود المستطاع.
مؤمنان باید په هغه څه ځان مشغول کړي چې دوی ته پرې امر شوی او په هغه باندې د خپلې وسې مطابق همیشوالی کول.

• وُرُود جميع الخلائق على النار - أي: المرور على الصراط، لا الدخول في النار - أمر واقع لا محالة.
د ټولو خلکو پر اور تېرېدل، معنا دا چې پر پول تېرېدل، نه په اور کې ننوتل، دا يو حتمي امر دی.

• أن معايير الدين ومفاهيمه الصحيحة تختلف عن تصورات الجهلة والعوام.
د دین معیارونه او د هغه سم مفهوم د جاهلو عوامو د سوچ نه مختلف وي.

• من كان غارقًا في الضلالة متأصلًا في الكفر يتركه الله في طغيان جهله وكفره، حتى يطول اغتراره، فيكون ذلك أشد لعقابه.
څوک چې په ګمراهۍ کې ډوب وي، ننوتلي وي په کفر کې، الله تعالی یې د خپلې ناپوهۍ او کفر په سرکشۍ کې پریږدي، تر دې چې د هغه غرور نور هم زیات شي، نو دا به د دې لپاره په سزا کې ډیروالی وي.

• يثبّت الله المؤمنين على الهدى، ويزيدهم توفيقًا ونصرة، وينزل من الآيات ما يكون سببًا لزيادة اليقين مجازاةً لهم.
الله تعالی مومنان په هدایت باندې مضبوطوي، او توفیق او کامیابي ورله نوره هم زیاتوي، او د آیتونو نه هغه رانازلوي چې د دوی د یقین د زیاتوالي سبب وي چې دا بدلې دي دوی لره.

اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ كَفَرَ بِاٰیٰتِنَا وَقَالَ لَاُوْتَیَنَّ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ؕ
آیا ته خبر یې -ای پېغمبره- په حال د هغه کس چې کفر یې کړی زمونږ په- دلېلونو او زمونږ د عذاب نه یې انکار کړی او وايي: که چېرته زه مړ شم او بېرته راژوندی شم نو خامخا راکول کیږي به ما ته ډیر مال او بچي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَطَّلَعَ الْغَیْبَ اَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۙ
آیا دی خبر دی په غېبو نو وايي هغه څه چې وايي یې په دلېل سره؟! او که نیولی یې دی د خپل رب سره لوظ چې خامخا به یې جنت ته داخلوي، او خامخا دې لره به مال او بچي ورکوي؟!
अरबी व्याख्याहरू:
كَلَّا ؕ— سَنَكْتُبُ مَا یَقُوْلُ وَنَمُدُّ لَهٗ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا ۟ۙ
هیڅ کله داسې نه ده لکه دې چې ګومان کوي، خامخا لېکو به مونږ هغه څه چې دا یې وایي او کوي یې، او زیاتوو به مونږ دې لره عذاب دپاسه د خپل عذابه د هغه باطل د وجې چې دی یې دعوه کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَّنَرِثُهٗ مَا یَقُوْلُ وَیَاْتِیْنَا فَرْدًا ۟
او په مېراث به واخلو مونږ د دې نه هغه مال او اولاد چې ده پریښودی وروسته د هلاکولو زمونږ نه دې لره او راځي به مونږ ته د قیامت په ورځ یواځې په داسې حال کې چې اخیستل شوي به وي د دې نه هغه مال او منزله چې دې پرې مزې کولې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لِّیَكُوْنُوْا لَهُمْ عِزًّا ۟ۙ
او نیولي دي مشرکېنو د ځان لپاره معبودان پرته له الله تعالی نه؛ د دې لپاره چې شي دوی لره مددګاران او مرسته کوونکي چې دوی د هغوی پواسطه کامیاب شي.
अरबी व्याख्याहरू:
كَلَّا ؕ— سَیَكْفُرُوْنَ بِعِبَادَتِهِمْ وَیَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِمْ ضِدًّا ۟۠
هیچیرې داسې نه ده لکه دوی چې ګومان کوي، نو پس دا معبودان چې دوی یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوي خامخا انکار به وکړي د مشرکېنو د بندګۍ نه دوی لره د قیامت په ورځ، او د دوی نه به بېزاره شي او د دوی دښمنان به شي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَمْ تَرَ اَنَّاۤ اَرْسَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ تَؤُزُّهُمْ اَزًّا ۟ۙ
ایا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې یقېنا مونږ رالېږلي شیطانان، او مسلط کړي مو دي په کافرانو باندې چې تیزوي (خوټ کوي) دوی لره ګناهونو ته او د الله تعالی د دین نه منع کولو ته په تیزولو سره.
अरबी व्याख्याहरू:
فَلَا تَعْجَلْ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا ۟ۚ
نو بس ته تلوار مه کوه- ای پېغمبره- په غوښتلو د الله تعالی نه زر هلاکت د دوی، یقینا مونږ شمېرو عمرونه د دوی په شمېرلو سره، تر دې چې ختم شي وخت د مهلت ورکولو د دوی نو مونږ به سزا ورکړو دوی ته هغه چې دوی یې مستحق دي.
अरबी व्याख्याहरू:
یَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِیْنَ اِلَی الرَّحْمٰنِ وَفْدًا ۟ۙ
اې رسوله! د قيامت ورځ په ياد کړه، هغه ورځ چې ځان ساتونکي به يې خپل پالونکي ته د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره ډلې ډلې په درناوي او عزت غونډوو.
अरबी व्याख्याहरू:
وَّنَسُوْقُ الْمُجْرِمِیْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ وِرْدًا ۟ۘ
او به شړو کافران جهنم ته تږي.
अरबी व्याख्याहरू:
لَا یَمْلِكُوْنَ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۘ
طاقت نه لري دا کافران د سپارش کولو د یو بل لپاره مګر هغه څوک چې اخیستی ئې وي د الله تعالی په نیزد په دنیا کې لوظ په ایمان سره په هغه باندې او د هغه په پېغمبرانو باندې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا ۟ؕ
او وايي یهود او نصاری او ځینې مشرکین: نیولی دی رحمان ذات ځوی.
अरबी व्याख्याहरू:
لَقَدْ جِئْتُمْ شَیْـًٔا اِدًّا ۟ۙ
یقینا تاسې راتلل کړي -ای د دې خبري کوونکو خلکو- خبري ډیرې درنې او لویې ته.
अरबी व्याख्याहरू:
تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْاَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا ۟ۙ
نږدي دي چې اسمانونه وچوي له دې بدې وینا څخه، او نږدې ده چې ځمکه راپریوځي، او نږدې ده چې غرونه راوغورځیږي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمٰنِ وَلَدًا ۟ۚ
دا ټول د دې وجې نه چې دوی رحمان ذات ته د زوی نسبت کوي، اوچت دی الله تعالی د دې خبرې نه ډیر اوچت.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَا یَنْۢبَغِیْ لِلرَّحْمٰنِ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًا ۟ؕ
او نه ده مناسب رحمان ذات لره چې ونیسي زوي ځکه چې هغه پاک دی د دې کار نه.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنْ كُلُّ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اِلَّاۤ اٰتِی الرَّحْمٰنِ عَبْدًا ۟ؕ
هر هغه څوک چې له پرېښتو، انسانانو او پېريانو په آسمانونو او ځمکه کې دي د قيامت په ورځ به يې پالونکي ته په عاجزۍ راځي.
अरबी व्याख्याहरू:
لَقَدْ اَحْصٰىهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا ۟ؕ
یقینا الله تعالی دوی په خپل علم کې راګیر کړي، او شمیرلی یې دي دوی په شمیرلو سره، نو پټ نشي پاتې کیدلی په دې باندې د دوی نه هیڅ شی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَكُلُّهُمْ اٰتِیْهِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَرْدًا ۟
او د قیامت په ورځ به هر یو د دوی څخه الله تعالی ته یواځې راځي چې څوک مددګار به ورسره نه وي او مال به ورسره هم نه وي.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• تدل الآيات على سخف الكافر وسَذَاجة تفكيره، وتَمَنِّيه الأماني المعسولة، وهو سيجد نقيضها تمامًا في عالم الآخرة.
ایتونه دلالت کوي په کم عقلۍ د کافر او په کمزوري فکر د هغه، او په بې ځایه خوندورو ارمانونو کولو د هغه، او زر دی چې دې به په اخرت کې د دې برعکس شیان وګوري.

• سلَّط الله الشياطين على الكافرين بالإغواء والإغراء بالشر، والإخراج من الطاعة إلى المعصية.
الله تعالی شیطانان په کافرانو مسلط کړي په سرکشه کولو او تیزي ورکولو په شر سره، او په وتلو د تابعدارۍ نه د ګناه طرف ته.

• أهل الفضل والعلم والصلاح يشفعون بإذن الله يوم القيامة.
د فضل، علم او اصلاح والا خلک به د قیامت په ورځ د الله تعالی په حکم سپارش کوي.

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَیَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمٰنُ وُدًّا ۟
یقینا هغه کسان چې په الله تعالی يې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه هغه چې د الله تعالی خوښ دي، زر دی چې الله تعالی به دوی لره مینه پیداکړي داسې چې پخپله به ورسره هم مینه کوي، او خپلو بندګانو ته به یې هم ګران کړي.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِیْنَ وَتُنْذِرَ بِهٖ قَوْمًا لُّدًّا ۟
پس یقینا اسان کړی مونږ دا قرآن په نازلولو سره ستا په ژبه -ای پېغمبره- د دې لپاره چې ته پرې متقیانو ته زیری ورکړې هغوی چې زما حکمونه عملي کوي، او زما د منهیاتو څخه ځان ساتي، او وویروي په دې سره داسې قوم چې سخت جګړه مار دی او لویي کوونکی دی حق ته په غاړې کیښودلو کې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ ؕ— هَلْ تُحِسُّ مِنْهُمْ مِّنْ اَحَدٍ اَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا ۟۠
او څومومره ډیر دي هغه امتونه چې مونږ ستا د قوم نه مخکې هلاک کړي، نو آیا ته نن ورځ یو د دغو امتونو نه حس کوې؟! او که یا ورله نرم اواز اورې؟! نو پس هغوی ته چې کوم عذاب رسېدلی و د هغوی نه پغیر نور چا ته هم د الله تعالی په حکم رسېدلی شي.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• ليس إنزال القرآن العظيم لإتعاب النفس في العبادة، وإذاقتها المشقة الفادحة، وإنما هو كتاب تذكرة ينتفع به الذين يخشون ربهم.
د قرآن کریم رالیږل په عبادت کې د ځان ستړي کولو لپاره نه دي، او نه هغه ته د زیات تکلیف رسولو لپاره دي، بیشکه دا د پند یو کتاب دی، هغه څوک پرې ګټه اخیستلی شي چې د خپل رب څخه ویریږي.

• قَرَن الله بين الخلق والأمر، فكما أن الخلق لا يخرج عن الحكمة؛ فكذلك لا يأمر ولا ينهى إلا بما هو عدل وحكمة.
الله تعالی پیداکول او امر کول دواړه یو ځای کړي، نو لکه څرنګه چې پيداکول د یو شي د حکمت نه بهر نه وي؛ همدارنګه الله تعالی په یو کار باندې امر نه کوي او نه د یو کار نه منع کول کوي مګر هغه چې انصاف او حکمت پکې وي.

• على الزوج واجب الإنفاق على الأهل (المرأة) من غذاء وكساء ومسكن ووسائل تدفئة وقت البرد.
په خاوند باندې د خپلې ښځې خرچه کول لازمه ده لکه خوراک او جامې او د اوسېدلو ځای او د یخنۍ په وخت کې ورله د ګرمولو اسباب برابرول.

 
अर्थको अनुवाद सूरः: सूरतु मरयम
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - अनुवादहरूको सूची

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

बन्द गर्नुस्