Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र । * - अनुवादहरूको सूची

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

अर्थको अनुवाद सूरः: न्नूर   श्लोक:
رِجَالٌ ۙ— لَّا تُلْهِیْهِمْ تِجَارَةٌ وَّلَا بَیْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَاِقَامِ الصَّلٰوةِ وَاِیْتَآءِ الزَّكٰوةِ— یَخَافُوْنَ یَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِیْهِ الْقُلُوْبُ وَالْاَبْصَارُ ۟ۙ
داسې نارينه چې سوداګري او خرڅلاو يې د الله له ياده، د لمانځه له ترسره كولو او زكات وركولو څخه نه غافلوي هغوى له يوې داسې ورځې ډاريږي چې زړونه او سترګې پكې اوړي را اوړي.
अरबी व्याख्याहरू:
لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَیَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
تر څو الله يې د ډېرو غوره عملونو بدله او له خپل فضل څخه لا زيات (اجر) وركړي او چاته چې الله وغواړي بې حسابه روزي وركوي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍۭ بِقِیْعَةٍ یَّحْسَبُهُ الظَّمْاٰنُ مَآءً ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَهٗ لَمْ یَجِدْهُ شَیْـًٔا وَّوَجَدَ اللّٰهَ عِنْدَهٗ فَوَفّٰىهُ حِسَابَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟ۙ
او د هغو خلكو عملونه چې كافر شوي لكه په يو ميدان كې د شګي ګل (سراب) چې تږى يې اوبه ګڼي، خو چې ورشي هيڅ شى يې ونه موندل او (يوازې) الله يې وموند، چې د هغه پوره حساب يې وركړ او الله ډېر زر حساب اخيستونكى دى.
अरबी व्याख्याहरू:
اَوْ كَظُلُمٰتٍ فِیْ بَحْرٍ لُّجِّیٍّ یَّغْشٰىهُ مَوْجٌ مِّنْ فَوْقِهٖ مَوْجٌ مِّنْ فَوْقِهٖ سَحَابٌ ؕ— ظُلُمٰتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ ؕ— اِذَاۤ اَخْرَجَ یَدَهٗ لَمْ یَكَدْ یَرٰىهَا ؕ— وَمَنْ لَّمْ یَجْعَلِ اللّٰهُ لَهٗ نُوْرًا فَمَا لَهٗ مِنْ نُّوْرٍ ۟۠
يا (دا بېلګه) لكه په يو ژور سمندر كې ترږمۍ چې د څپې له پاسه څپه ورباندې خپره وي او په هغى د پاسه ورېځ، يو پر بل باندې تيارې، كله چې (څوك) خپل لاس وباسي، نېږدې وي چې هغه هم ونه ويني او چاته چې الله رڼا پيدا نه كړي، نو بيا هغه ته رڼا نشته.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُسَبِّحُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَالطَّیْرُ صٰٓفّٰتٍ ؕ— كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهٗ وَتَسْبِیْحَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَفْعَلُوْنَ ۟
آيا ته نه وينې چې په پاكۍ سره الله ستايي ټول هغه مخلوقات چې په آسمانونو او ځمكه كې دي او هغه الوتونكي چې په وزرونو غوړولو سره الوځي؟ هر يو د خپل لمانځه او ثنا ستاينې كړنلاره پېژني او دوې ټول چې څه كوي الله پرې پوهېږي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَاِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ ۟
او د آسمانو او ځمكې پاچايي الله لره ده او هماغه الله ته ورګرځېدل دي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُزْجِیْ سَحَابًا ثُمَّ یُؤَلِّفُ بَیْنَهٗ ثُمَّ یَجْعَلُهٗ رُكَامًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ ۚ— وَیُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ جِبَالٍ فِیْهَا مِنْ بَرَدٍ فَیُصِیْبُ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ وَیَصْرِفُهٗ عَنْ مَّنْ یَّشَآءُ ؕ— یَكَادُ سَنَا بَرْقِهٖ یَذْهَبُ بِالْاَبْصَارِ ۟ؕ
آيا ته نه وينې چې الله وریځ روانوي (شړي)، بيا يې سره يو ځاى كوي، بيا يې ټينګه درنده ورېځ ګرځوي بيا ته وينې چې له منځه يې باران راوځي او هغه (الله) د آسمان له لوري هغو غرونو څخه چې پكې دي، ږلۍ راوروي نو چاته يې چې خوښه شي (زيان) وررسوي او چاته چې وغواړي ترې ګرځوي يې، نږدې وي چې د برېښنا پړك يې سترګې يوسي.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: न्नूर
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र । - अनुवादहरूको सूची

यसलाई रुव्वाद अनुवाद केन्द्रको टोलीले रब्वा दावाह संघ र इस्लामी सामग्री सेवा संघको सहयोगमा अनुवाद गरिएको छ।

बन्द गर्नुस्