Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र । * - अनुवादहरूको सूची

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

अर्थको अनुवाद सूरः: अअराफ   श्लोक:
وَقَطَّعْنٰهُمُ اثْنَتَیْ عَشْرَةَ اَسْبَاطًا اُمَمًا ؕ— وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اِذِ اسْتَسْقٰىهُ قَوْمُهٗۤ اَنِ اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ ۚ— فَانْۢبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَیْنًا ؕ— قَدْ عَلِمَ كُلُّ اُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ ؕ— وَظَلَّلْنَا عَلَیْهِمُ الْغَمَامَ وَاَنْزَلْنَا عَلَیْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوٰی ؕ— كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ ؕ— وَمَا ظَلَمُوْنَا وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
او دوى مو په دولسو بیلو بیلو ډلو او قومونو وېشلي وو، او موسى -علیه السلام- ته مو حكم ولېږلو كله چې خپل قوم ته يې اوبه وغوښتې چې په كونټۍ دې دا ګټ ووهه! نو بيا دولس چينې ترې وخوټېدې، او هرې ډلې خپل اوبه‌خور و پېژندو، او پر هغوى مو ورېځ سيورى كړه او ترنجبين او مړزان مو پرې نازل كړل، خورئ هغه پاك شيان چې موږ در روزى كړي او پر موږ يې ظلم نه دى كړي، پر خپلو ځانو يې ظلم كولو.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذْ قِیْلَ لَهُمُ اسْكُنُوْا هٰذِهِ الْقَرْیَةَ وَكُلُوْا مِنْهَا حَیْثُ شِئْتُمْ وَقُوْلُوْا حِطَّةٌ وَّادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِیْٓـٰٔتِكُمْ ؕ— سَنَزِیْدُ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او كله چې ورته وويل شول: په دې كلي كې واوسئ او څنګه مو چې خوښه وي له حاصلاتو يې خورئ او حطة (بخښنه غواړو) وايئ، او په وره باندې سجده كوونكي ننوځئ، موږ به ستاسي ګناهونه در وبخښو او زر به نېكانو ته اجر ورزيات كړو.
अरबी व्याख्याहरू:
فَبَدَّلَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْهُمْ قَوْلًا غَیْرَ الَّذِیْ قِیْلَ لَهُمْ فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوْا یَظْلِمُوْنَ ۟۠
خو له دوى نه (ځينو) ظالمانو هغه خبره بدله كړه چې ورته ويل شوې وه، نو په دې چې ظلم يې كولو له اسمانه مو يو عذاب ورباندې راوستلو.
अरबी व्याख्याहरू:
وَسْـَٔلْهُمْ عَنِ الْقَرْیَةِ الَّتِیْ كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ ۘ— اِذْ یَعْدُوْنَ فِی السَّبْتِ اِذْ تَاْتِیْهِمْ حِیْتَانُهُمْ یَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَّیَوْمَ لَا یَسْبِتُوْنَ ۙ— لَا تَاْتِیْهِمْ ۛۚ— كَذٰلِكَ ۛۚ— نَبْلُوْهُمْ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟
او د هغه كلي په هكله يې وپوښته چې د سمندر په غاړه و، هغه مهال چې د خالي په ورځ يې تېرى كولو، كله چې كبان به يې د خالي په ورځ څرګند راتلل او چې د خالي ورځ به نه وه، نه به ورته راتلل، همداسې يې ازمايو، په دې چې سرغړونه يې كوله.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: अअराफ
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र । - अनुवादहरूको सूची

यसलाई रुव्वाद अनुवाद केन्द्रको टोलीले रब्वा दावाह संघ र इस्लामी सामग्री सेवा संघको सहयोगमा अनुवाद गरिएको छ।

बन्द गर्नुस्