Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: मुमिनून   श्लोक:
وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ فَاَسْكَنّٰهُ فِی الْاَرْضِ ۖۗ— وَاِنَّا عَلٰی ذَهَابٍ بِهٖ لَقٰدِرُوْنَ ۟ۚ
او مونږ له بره په برابره اندازه اوبه راښکته کړي او په ځمکه کي مو تم کړي او په بیرته وړلو يې هم ښه پیاوړي یو.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاَنْشَاْنَا لَكُمْ بِهٖ جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ ۘ— لَكُمْ فِیْهَا فَوَاكِهُ كَثِیْرَةٌ وَّمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۙ
او په اوبو مو تاسو ته د خرماوو او انګورو باغونه پیدا کړل چې تاسې ته پکې ډیرې میوې په لاس درځی. او له هغو نه خوراک هم کوئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِنْ طُوْرِ سَیْنَآءَ تَنْۢبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْاٰكِلِیْنَ ۟
او مونږ د سیناء طور په غره کې هغه ونه پیدا کړی چې تیل هم لري، او د خوړونکو لپاره انګولی هم.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنَّ لَكُمْ فِی الْاَنْعَامِ لَعِبْرَةً ؕ— نُسْقِیْكُمْ مِّمَّا فِیْ بُطُوْنِهَا وَلَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ كَثِیْرَةٌ وَّمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۙ
او پخه خبره همدا ده چې په څارویو کې تاسې ته یوه ښوونه ده. په هغو شیدو چې د هغوی په بدن کي دي مونږ تاسې خړوبه وو او په همدې څارویو کې ستاسې نورې ډیرې ګټې هم دي او له همدې څارویو نه تاسې خوراک هم کوئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَعَلَیْهَا وَعَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ ۟۠
او په همدې څارویو او کښتیو تاسو بارول کیږئ هم.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
او مونږ نوح خپل قوم ته استولی وو. هغه وویل: ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ پرته له هغه مو بل خدای نشته نو ولې له هغه نه ډاریږئ.
अरबी व्याख्याहरू:
فَقَالَ الْمَلَؤُا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یُرِیْدُ اَنْ یَّتَفَضَّلَ عَلَیْكُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَاَنْزَلَ مَلٰٓىِٕكَةً ۖۚ— مَّا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَ ۟ۚۖ
د هغه د قوم کافرو مشرانو وویل: نوح ستاسې په شان یو انسان دی غواړي چې ځان پر تاسې لوړ کړې او که الله غوښتي وای، نو یوه ملایکه به يې رالیږلې وای. مونږ د انسان د پیغمبرۍ خبره له خپل پلار نیکه نه نده اوریدلي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلٌۢ بِهٖ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوْا بِهٖ حَتّٰی حِیْنٍ ۟
بس دا یو سړی دی چې لیونتوب پرې حمله کړي. لږ څه نور هم ورته وګورئ.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟
نوح وویل: ای زما ربه! زما ملا وتړه ځکه چې هغوی زه درواغجن وګڼلم.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِ اَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِاَعْیُنِنَا وَوَحْیِنَا فَاِذَا جَآءَ اَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّوْرُ ۙ— فَاسْلُكْ فِیْهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ وَاَهْلَكَ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ ۚ— وَلَا تُخَاطِبْنِیْ فِی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۚ— اِنَّهُمْ مُّغْرَقُوْنَ ۟
مونږ هغه ته وحې وکړه چې : زمونږ د څارنې او وحې په رڼا کې کښتۍ جوړه کړه. کله چې زمونږ حکم راشي، او په تنور کې اوبه راوخوټيدې نو له هر ډول څارویو نه جوړه، جوړه دوه دانې، او د کورنۍ له هغو غړو پرته چې د هغوی په هکله وړاندې پریکړه شوی نور ټول درسره په کښتۍ کې سپاره کړه. او پام چې د ظالمانو په هکله له ماسره خبرې ونه کړې ځکه چې هغوی غرقولای شي.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: मुमिनून
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

अनुवाद : मौलवी जानबाज सरफराज ।

बन्द गर्नुस्