Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: माइदः   श्लोक:
قَالَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ اللّٰهُمَّ رَبَّنَاۤ اَنْزِلْ عَلَیْنَا مَآىِٕدَةً مِّنَ السَّمَآءِ تَكُوْنُ لَنَا عِیْدًا لِّاَوَّلِنَا وَاٰخِرِنَا وَاٰیَةً مِّنْكَ ۚ— وَارْزُقْنَا وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
عیسې بن مریم وویل: ای زمونږ ربه! پر مونږ له اسمان څخه د خوراک ډک دسترخوان راښکته کړه چې زمونږ د لومړنیو او وروستیو خلکو لپاره اختر او ستا له لورې یوه لویه نښه وي مونږ ته روزي راکړه ته ډير ښه روزي ورکوونکی یې.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ اللّٰهُ اِنِّیْ مُنَزِّلُهَا عَلَیْكُمْ ۚ— فَمَنْ یَّكْفُرْ بَعْدُ مِنْكُمْ فَاِنِّیْۤ اُعَذِّبُهٗ عَذَابًا لَّاۤ اُعَذِّبُهٗۤ اَحَدًا مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
الله پاک وفرمایل: زه به د خوراک ډک دسترخوان تاسې ته راښکته کړم خو که بیا هم ستاسې کوم یوه سرغړونه وکړه نو داسې عذاب به ورکړم چې لا تر اوسه مې بل مخلوق ته نه دی ورکړی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ ءَاَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُوْنِیْ وَاُمِّیَ اِلٰهَیْنِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالَ سُبْحٰنَكَ مَا یَكُوْنُ لِیْۤ اَنْ اَقُوْلَ مَا لَیْسَ لِیْ ۗ— بِحَقٍّ ؔؕ— اِنْ كُنْتُ قُلْتُهٗ فَقَدْ عَلِمْتَهٗ ؕ— تَعْلَمُ مَا فِیْ نَفْسِیْ وَلَاۤ اَعْلَمُ مَا فِیْ نَفْسِكَ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟
او یاد کړه هغه چې الله پاک به ووایې ای عیسې بن مریم! ایا تا خلکو ته ویلي وو چې ما او مور مې له الله نه پرته دوه نور خدایان ونیسئ؟ عیسې به ووایي پاکي یوازې ستا ده له ما سره نه ښايي چې هغه څه ووایم چې زما حق نه دی خو بیا هم که چیری ماویلي وي نو تاته به معلوم وي ځکه ته په ټولو هغو ښه پوهیږي چې له ماسره دي او زه په هغه څه نه پوهیږم چې له تاسره دي بې شکه همدا ته په پټو ډیر ښه پوهیږي.
अरबी व्याख्याहरू:
مَا قُلْتُ لَهُمْ اِلَّا مَاۤ اَمَرْتَنِیْ بِهٖۤ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبَّكُمْ ۚ— وَكُنْتُ عَلَیْهِمْ شَهِیْدًا مَّا دُمْتُ فِیْهِمْ ۚ— فَلَمَّا تَوَفَّیْتَنِیْ كُنْتَ اَنْتَ الرَّقِیْبَ عَلَیْهِمْ ؕ— وَاَنْتَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟
ما دوی ته پرته له هغه بل هیڅ نه دي ویلي چې تا راته پرې امر کړی ؤ چې ای د خدای بنده ګانو! د هغه الله عبادت وکړئ چې زما او ستاسو ټولو رب دی تر څو چې زه د هغوی په مینځ کې وم نو ما هغوی پوره ولیدل او کله چې تا زه په بشپړه توګه واخیستم نو بیا ته په هغوی څارونکی وې او ته پر هر شې ښه خبر یې.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَاِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۚ— وَاِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَاِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
نو که ته هغوی ته عذاب ورکوی نوستا بنده ګان دي او که بښنه ورته کوې نو بې شکه چې همدا ته برلاسی او د حکمت څښتن یې.
अरबी व्याख्याहरू:
قَالَ اللّٰهُ هٰذَا یَوْمُ یَنْفَعُ الصّٰدِقِیْنَ صِدْقُهُمْ ؕ— لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— رَضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَرَضُوْا عَنْهُ ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
الله به وفرمايې دا هغه ورځ ده چې رښتینو ته یوازې د هغوی رښتیا ګټه رسوي د هغوی لپاره داسې جنتونه دي چې لاندې له ونو او ماڼیو څخه به یې ویالې بهیږي تل تر تله به پکې اوسي، الله به ترې خوښ او دوی به له الله نه خوښ وي او دا ډیره لویه کامیابي ده.
अरबी व्याख्याहरू:
لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا فِیْهِنَّ ؕ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠
د اسمانونو او ځمکي او په دوي کې د ټولو موجوداتو واکمني یوازې د یو الله ده او هغه پرهر شي توانا دی.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: माइदः
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

पवित्र कुर्आनको अर्थको पश्तो भाषामा अनुवाद।

बन्द गर्नुस्