Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: अअराफ   श्लोक:
وَنَادٰۤی اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ اَصْحٰبَ النَّارِ اَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُّمْ مَّا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا ؕ— قَالُوْا نَعَمْ ۚ— فَاَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَیْنَهُمْ اَنْ لَّعْنَةُ اللّٰهِ عَلَی الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ
د جنت خاوندان به د اور پر خاوندانو غږ کوي چې مونږ خو ټول هغه څه ومیندل چې زمونږ رب له مونږ سره وعده کړې وه. ایا تاسې هم هغه څه په رښتیا ومیندل چې رب مو درسره وعده کړی وه؟ دوزخیان به ځواب ورکړي هو! نو د دوی په مینځ ک به اعلان کوونکی اعلان وکړي چې: د الله لعنت دې پر تیري کوونکو وي.
अरबी व्याख्याहरू:
الَّذِیْنَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَیَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ۚ— وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ كٰفِرُوْنَ ۟ۘ
هغوی چې خلک یې د الله له لارې نه منع کول او د هغې د کوږ والې پسې يې هڅه کوله او له اخرت نه منکر وو.
अरबी व्याख्याहरू:
وَبَیْنَهُمَا حِجَابٌ ۚ— وَعَلَی الْاَعْرَافِ رِجَالٌ یَّعْرِفُوْنَ كُلًّا بِسِیْمٰىهُمْ ۚ— وَنَادَوْا اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ اَنْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ ۫— لَمْ یَدْخُلُوْهَا وَهُمْ یَطْمَعُوْنَ ۟
ددې دواړو ډلو په مینځ کې به یوه پوله او پرده وي ـ د پولي په سر به ځیني سړي ناست وي چې دوزخیان او جنتیان به له نښو څخه پيژني. د جنت پر خلکو به غږ کوي سلام پر تاسې. په خپله به لا جنت ته تللې نه وي خو هیله به یې لري.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَا صُرِفَتْ اَبْصَارُهُمْ تِلْقَآءَ اَصْحٰبِ النَّارِ ۙ— قَالُوْا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
چې سترګي یې د دوزخیانو په لور واوړي نو وايې به چې ای زمونږ ربه! مونږ له ظالمانو سره مه یو ځای کوه.
अरबी व्याख्याहरू:
وَنَادٰۤی اَصْحٰبُ الْاَعْرَافِ رِجَالًا یَّعْرِفُوْنَهُمْ بِسِیْمٰىهُمْ قَالُوْا مَاۤ اَغْنٰی عَنْكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُوْنَ ۟
همدغه لوړ ناست خلک به ځینو هغو سړیو ته چې له نښو نه یې پيژني غږ کوي چې ایا ستاسې ډیر مالونه او تکبر او لوئي ژوند مو په ښه رانه غلل؟
अरबी व्याख्याहरू:
اَهٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَقْسَمْتُمْ لَا یَنَالُهُمُ اللّٰهُ بِرَحْمَةٍ ؕ— اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمْ وَلَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ ۟
ایا دا جنتیان همغه کسان دي چې تاسو به قسمونه خوړل چې د الله پاک رحمت به ونه ویني؟ اوس خو هغوی ته ویلې شوي دي چې جنت ته ولاړ شئ هیڅ ډار به درباندې نه وي او نه به غم سره مخ شئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَنَادٰۤی اَصْحٰبُ النَّارِ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ اَنْ اَفِیْضُوْا عَلَیْنَا مِنَ الْمَآءِ اَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ حَرَّمَهُمَا عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ
دوزخیان به جنتیانو ته غږ کوي چې د اوبو او هغه خوراک چې الله درکړی دی څه مونږ ته هم راواچوئ. جنتیان به ځواب ورکوي چې الله پاک دا دواړه نعمتونه پر کافرانو بند کړي دي.
अरबी व्याख्याहरू:
الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا دِیْنَهُمْ لَهْوًا وَّلَعِبًا وَّغَرَّتْهُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۚ— فَالْیَوْمَ نَنْسٰىهُمْ كَمَا نَسُوْا لِقَآءَ یَوْمِهِمْ هٰذَا ۙ— وَمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ ۟
پر هغو کافرانو چې دین یې په ټوکو مسخرو نیولي او د دنیا ژوند غولولي وو. نن یې مونږ همغه شان هیروو لکه چې هغوی ددی ورځې ملاقات هیر کړی، او زمونږ ایتونو نه یې انکار کاوه.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: अअराफ
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज । - अनुवादहरूको सूची

पवित्र कुर्आनको अर्थको पश्तो भाषामा अनुवाद।

बन्द गर्नुस्