Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: کوثر   آیت:

کوثر

د سورت د مقصدونو څخه:
بيان منّة الله على نبيه صلى الله عليه وسلم بالخير الكثير؛ والدفاع عنه.
د الله له لوري پر خپل نبي صلی الله عليه وسلم د زياتې ښېګڼې او له هغه څخه په دفاع د احسان بيان.

اِنَّاۤ اَعْطَیْنٰكَ الْكَوْثَرَ ۟ؕ
اې رسوله! پرته له شکه موږ تاته زيات خير درکړی، چې له هغو څخه يو په جنت کې د کوثر نهر هم دی.
عربي تفسیرونه:
فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ۟ؕ
نو پر دغه نعمت د الله شکر وباسه، چې يوازې هغه ته لمونځ او ذبح کوه، پر خلاف د هغه څه چې مشرکان يې خپلو بتانو ته د نېږدې والي لپاره ذبح کوي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْاَبْتَرُ ۟۠
پرته له شکه ستا سره کينه کوونکی همغه له هر خير څخه پرې کړل شوی دی او داسې هېر کړل شوی دی چې که ياد کړل شي؛ نو په بد سره ياديږي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• أهمية الأمن في الإسلام.
په اسلام کې د امن اهميت.

• الرياء أحد أمراض القلوب، وهو يبطل العمل.
ځان ښودنه يو د زړه له ناروغيو څخه ده، چې هغه عمل له منځه وړي.

• مقابلة النعم بالشكر يزيدها.
د نعمت په وړاندې شکر اېستل نعمت زياتوي.

• كرامة النبي صلى الله عليه وسلم على ربه وحفظه له وتشريفه له في الدنيا والآخرة.
د نبي صلی الله عليه وسلم د خپل پالونکي په وړاندې درناوی، د هغه ساتنه او په دنيا او آخرت کې يې عزت.

 
د معناګانو ژباړه سورت: کوثر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مرکز تفسیر للدراسات القرآنیة لخوا خپور شوی.

بندول