Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: اخلاص   آیت:

اخلاص

د سورت د مقصدونو څخه:
تفرد الله بالألوهية والكمال وتنزهه عن الولد والوالد والنظير.
په الوهيت او بشپړتيا سره د الله يوازېتوب او له اولاد، پلار او ورته لرلو څخه يې پاکوالی.

قُلْ هُوَ اللّٰهُ اَحَدٌ ۟ۚ
اې رسوله! ووايه: هغه په الوهيت کې يو الله دی، له هغه پرته بل الله نشته.
عربي تفسیرونه:
اَللّٰهُ الصَّمَدُ ۟ۚ
هغه داسې سردار دی چې د بشپړتيا او ښایست صفتونو په هغه پای موندلې ده، هغه چې ټول مخلوقات ورته اړ دي.
عربي تفسیرونه:
لَمْ یَلِدْ ۙ۬— وَلَمْ یُوْلَدْ ۟ۙ
هغه ذات چې نه يې هيڅوک زيږولي او نه له هيچا زېږېدلی، نه هغه لره زوی شته هغه پاک دی او نه هغه لره پلار شته.
عربي تفسیرونه:
وَلَمْ یَكُنْ لَّهٗ كُفُوًا اَحَدٌ ۟۠
او نه هغه لره په پيداکولو کې څوک ورته دي
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• إثبات صفات الكمال لله، ونفي صفات النقص عنه.
د الله د پاره دي ټول د کمال صفتونه او د هر عیب څخه پاک دی..

• ثبوت السحر، ووسيلة العلاج منه.
د کوډو او له هغو څخه د درملنې د لارې ثبوت.

• علاج الوسوسة يكون بذكر الله والتعوذ من الشيطان.
د وسوسې درملنه د الله په يادولو او له شيطان څخه په پناه غوښتلو سره کيږي.

 
د معناګانو ژباړه سورت: اخلاص
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مرکز تفسیر للدراسات القرآنیة لخوا خپور شوی.

بندول