د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
17 : 25

وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَقُوْلُ ءَاَنْتُمْ اَضْلَلْتُمْ عِبَادِیْ هٰۤؤُلَآءِ اَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِیْلَ ۟ؕ

او په هغه ورځ چې کله الله درواغ ګڼونکي مشرکان او له الله پرته د هغه معبودان را غونډ کړي چې هغوی لمانځل، بيا الله دغو معبودانو ته د هغوی د لمانځونکو د ملامتولو لپاره ووايي: آيا تاسو زما بندګان لار ورکي کړي وو چې امر مو ورته کړی و ترڅو ستاسو عبادت وکړي او هغوی له خپل لوري لار ورکي شوي وو؟. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الجمع بين الترهيب من عذاب الله والترغيب في ثوابه.
د الله له سزا د وېرولو او د هغه ثواب ته د هڅولو تر منځ يوځای والی راوستل. info

• متع الدنيا مُنْسِية لذكر الله.
د دنيا توښه د الله د ياد هېروونکې وي. info

• بشرية الرسل نعمة من الله للناس لسهولة التعامل معهم.
د رسولانو بشر کېدل د خلکو لپاره د الله يو نعمت دی تر څو له هغوی سره يې معامله آسانه شي. info

• تفاوت الناس في النعم والنقم اختبار إلهي لعباده.
د خلکو تر منځ په نعمتونو او کړاوونو کې توپیر د الله لخوا د خپلو بندګانو يوه ازموينه ده. info