د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: النازعات   آیت:

النازعات

د سورت د مقصدونو څخه:
التذكير بالله واليوم الآخر.
د الله او آخرت ورځ ورپه يادول

وَالنّٰزِعٰتِ غَرْقًا ۟ۙ
الله پر هغو پرېښتو لوړه وکړه چې د کافرانو ساوې په سختۍ او تاوتريخوالي کشکوي.
عربي تفسیرونه:
وَّالنّٰشِطٰتِ نَشْطًا ۟ۙ
او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې د مؤمنانو ساوې په نرمۍ او آسانۍ وباسي.
عربي تفسیرونه:
وَّالسّٰبِحٰتِ سَبْحًا ۟ۙ
او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې د الله پر امر له آسمانه ځمکې ته غوټې وهي (راکوزيږي).
عربي تفسیرونه:
فَالسّٰبِقٰتِ سَبْقًا ۟ۙ
او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې د الله د امر په پرځای کولو کې له يو بل وړاندې کېږي.
عربي تفسیرونه:
فَالْمُدَبِّرٰتِ اَمْرًا ۟ۘ
او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې الله هغوی ته له خپلې پرېکړې کوم امر کړی هغه پر ځای کوي لکه د بندګانو پر کړنو ګومارل شوې پرېښتې؛ پر دغو ټولو يې لوړه وکړه چې هرومرو به هغوی د حساب او بدلې لپاره راپورته کوي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ تَرْجُفُ الرَّاجِفَةُ ۟ۙ
په کومه ورځ چې ځمکه له لومړي پوکي سره ولړزيږي.
عربي تفسیرونه:
تَتْبَعُهَا الرَّادِفَةُ ۟ؕ
په دغه پوکي پسې به بل دويم پوکی وي.
عربي تفسیرونه:
قُلُوْبٌ یَّوْمَىِٕذٍ وَّاجِفَةٌ ۟ۙ
په دغه ورځ به د کافرانو او بې لارو خلکو زړونه په وېره کې وي.
عربي تفسیرونه:
اَبْصَارُهَا خَاشِعَةٌ ۟ۘ
پر سترګو به يې د رسوايۍ اغېز ښکاري.
عربي تفسیرونه:
یَقُوْلُوْنَ ءَاِنَّا لَمَرْدُوْدُوْنَ فِی الْحَافِرَةِ ۟ؕ
او هغوی به وايي: آيا وروسته تر دې چې مړه شوو بېرته ژوند ته نه ورګرځو؟!.
عربي تفسیرونه:
ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا نَّخِرَةً ۟ؕ
او کله چې موږ وراسته خالي هډوکي يو له دې وروسته بېرته ګرځو؟!.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا تِلْكَ اِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ ۟ۘ
هغوی ويل: کله چې وګرځو؛ نو دا خو ډېره تاواني ګرځېدنه ده، چې څښتن يې دوکه کړل شوی دی.
عربي تفسیرونه:
فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ ۟ۙ
د بېرته راګرځېدو چاره آسانه ده، هغه خو يوازې پر پوکي د ګومارل شوې پرېښتې له لوري يوه چېغه ده.
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا هُمْ بِالسَّاهِرَةِ ۟ؕ
نو بيا به ټول د ځمکې پر مخ ژوندي وي وروسته تر دې چې هغوی يې په ګېډه کې مړه وو.
عربي تفسیرونه:
هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ مُوْسٰی ۟ۘ
اې رسوله! تاته د موسی خبر له خپل پالونکي او له خپل دښمن فرعون سره راغلی؟!.
عربي تفسیرونه:
اِذْ نَادٰىهُ رَبُّهٗ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًی ۟ۚ
کله چې يې پالونکي د طوی په سپېڅلې شېله کې اواز ورته وکړ.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• التقوى سبب دخول الجنة.
ځان ساتنه جنت ته د ننوتلو لامل دی.

• تذكر أهوال القيامة دافع للعمل الصالح.
د قيامت د سختيو يادونه نېک کارته هڅونه ده.

• قبض روح الكافر بشدّة وعنف، وقبض روح المؤمن برفق ولين.
د کافر سا په سختۍ او تاوتريخوالي اخېستل او د مؤمن سا په آسانۍ او نرمۍ سره.

اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ؗۖ
له هغه ویناوو چې هغه ته يې وکړې دا وه چې: فرعون ته ورشه، پرته له شکه هغه په تيري او لويۍکې له بريده اوښتی دی.
عربي تفسیرونه:
فَقُلْ هَلْ لَّكَ اِلٰۤی اَنْ تَزَكّٰی ۟ۙ
هغه ته ووايه: اې فرعونه! آيا ته غواړې چې له کفر او ګناهونو پاک شې؟.
عربي تفسیرونه:
وَاَهْدِیَكَ اِلٰی رَبِّكَ فَتَخْشٰی ۟ۚ
او خپل هغه پالونکي ته دې لارښوونه وکړم چې پيدا کړی يې یې او خيال دې ساتلی؛ نو ترې ووېرېږې، داسې کار وکړې چې راضي يې کړې، او له هغه څه ځان وساتې چې په غوسه کوي يې؟.
عربي تفسیرونه:
فَاَرٰىهُ الْاٰیَةَ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ
نو بيا موسی عليه السلام هغه ته لويه نښانه وښوده چې پر دې خبره يې دلالت کولو چې هغه د خپل پالونکي له لوري يې رسول دی، او هغه لاس او لکڼه وو.
عربي تفسیرونه:
فَكَذَّبَ وَعَصٰی ۟ؗۖ
نو د فرعون له لوري بل څه نه و مګر دا چې دغه نښانه يې درواغ وګڼله او په هغه څه کې يې له موسی عليه السلام سرغړونه وکړه چې امر يې ورته کړی و.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اَدْبَرَ یَسْعٰی ۟ؗۖ
بيا يې پر هغه څه له له ايمان راوړلو مخ واوړي چې موسی عليه السلام ورسره راغلی و د الله په سرغړونه او د حق سره په معارضه کې په هڅه کولو سره.
عربي تفسیرونه:
فَحَشَرَ ۫— فَنَادٰی ۟ؗۖ
نو هغه خپل قوم او پيروان را ټول کړل پر موسی عليه السلام د برلاسه کېدو لپاره او په لوړ اواز يې وويل:
عربي تفسیرونه:
فَقَالَ اَنَا رَبُّكُمُ الْاَعْلٰی ۟ؗۖ
زه مو تر ټولو لوړ پالونکی يم، نو له ما پرته پر تاسو د بل چا پيروي نشته.
عربي تفسیرونه:
فَاَخَذَهُ اللّٰهُ نَكَالَ الْاٰخِرَةِ وَالْاُوْلٰی ۟ؕ
نو الله هغه ونيوی، په دنيا کې يې په درياب کې په ډوبلو عذاب ورکړ، او په آخرت کې تر ټولو سخت عذاب ته په ننه اېستلو سره یې عذاب ورکړ.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَنْ یَّخْشٰی ۟ؕ۠
پرته له شکه پر کوم څه مو چې فرعون ته په دنيا او آخرت کې عذاب ورکړ په هغو کې د هغه چا لپاره پند دی چې له الله وېريږي؛ نو همغه له نصيحتونو ګټه پورته کوي.
عربي تفسیرونه:
ءَاَنْتُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمِ السَّمَآءُ ؕ— بَنٰىهَا ۟۫
اې د بېرته را ژوندي کولو درواغ ګڼونکو! آيا ستاسې پيداکول سخت دي، او که د هغه آسمان چې جوړ کړی يې دی؟!.
عربي تفسیرونه:
رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوّٰىهَا ۟ۙ
د هغه چت يې په پورته خوا کې لوړ ګرځولی، او برابر کړی يې دی، چې نه کمی پکې شته، نه څېرې والی او نه کوم عيب.
عربي تفسیرونه:
وَاَغْطَشَ لَیْلَهَا وَاَخْرَجَ ضُحٰىهَا ۪۟
او د هغه شپه يې تياره کړې ده، کله چې لمر ولويږي، او رڼا يې ښکاره کړې ده کله چې لمر را پورته شي.
عربي تفسیرونه:
وَالْاَرْضَ بَعْدَ ذٰلِكَ دَحٰىهَا ۟ؕ
او ځمکه يې وروسته له هغه وغوړوله چې آسمان يې پيداکړ، او په هغې کې يې ګټې کښېښودلې.
عربي تفسیرونه:
اَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعٰىهَا ۪۟
او له هغې يې د اوبو داسې چينې را واېستلې چې بهيږي، او داسې شينګياوې يې پکې را شنې کړې چې خزندې پکې څري.
عربي تفسیرونه:
وَالْجِبَالَ اَرْسٰىهَا ۟ۙ
او غرونه يې پر ځمکه ثابت وګرځول.
عربي تفسیرونه:
مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِاَنْعَامِكُمْ ۟ؕ
اې خلکو! دا ټول ستاسو لپاره ګټې دي او ستاسو د څارويو لپاره، چاچې دا ټول پيداکړي دي هغه يې له بېرته راګرځولو څخه نه بې وسې کيږي.
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا جَآءَتِ الطَّآمَّةُ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ
نو کله چې هغه دويم پوکی راشي چې هر څه به په وېره سره پټ کړي او قيامت را منځته شي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ یَتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ مَا سَعٰی ۟ۙ
په کومه ورځ چې هغه راشي انسان ته به هر هغه عمل ور په ياد شي چې مخکې يې کړی وي هغه که ښه وي او که بد.
عربي تفسیرونه:
وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِمَنْ یَّرٰی ۟
او دوزخ به راوړل شي او مخامخ به ښکاره کړل شي هغه چاته چې ويني يې.
عربي تفسیرونه:
فَاَمَّا مَنْ طَغٰی ۟ۙ
نو څوک چې په لار ورکۍ کې له بريده اوښتی وي.
عربي تفسیرونه:
وَاٰثَرَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ۙ
او د دنيا پاتې کېدونکي ژوند ته يې د آخرت پر تلپاتې ژوند لومړيتوب ورکړی وي.
عربي تفسیرونه:
فَاِنَّ الْجَحِیْمَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ
پرته له شکه اور به يې هغه استوګنځی وي چې ورځي به.
عربي تفسیرونه:
وَاَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ وَنَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰی ۟ۙ
نو څوک چې د خپل پالونکي په مخکې له درېدلو ډار شوی وي او ځان يې د هوسونو له پيروۍ را ګرځولی وي کوم چې الله حرام کړي دي، د هغه لپاره استوګنځی جنت دی چې ورځي به.
عربي تفسیرونه:
فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ
نو څوک چې د خپل پالونکي په مخکې له درېدلو ډار شوی وي او ځان يې د هوسونو له پيروۍ را ګرځولی وي کوم چې الله حرام کړي دي، د هغه لپاره استوګنځی جنت دی چې ورځي به.
عربي تفسیرونه:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا ۟ؕ
اې رسوله! دغه د بېرته راژوندي کېدو درواغ ګڼونکي پوښتنه درڅخه کوي چې قيامت به کله را منځته کيږي؟.
عربي تفسیرونه:
فِیْمَ اَنْتَ مِنْ ذِكْرٰىهَا ۟ؕ
تا لره پر هغه پوهه نشته چې هغوی لره يې ياد کړې، او نه دا ستا کار دی، ستا کار يوازې د هغه لپاره چمتووالی دی.
عربي تفسیرونه:
اِلٰی رَبِّكَ مُنْتَهٰىهَا ۟ؕ
يوازې ستا د پالونکي لوري ته د هغه د پوهې پای دی.
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ یَّخْشٰىهَا ۟ؕ
ته يوازې د هغه چا وېروونکی يې چې له قيامته وېريږي، ځکه همغه ستا پر وېرونه ګټه اخلي.
عربي تفسیرونه:
كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَهَا لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا عَشِیَّةً اَوْ ضُحٰىهَا ۟۠
کله چې هغوی قيامت مخامخ وويني، داسې به وي لکه د دنيا په ژوند کې يې چې يوازې يو ماښام او يا يو سهار تېر کړی وي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• وجوب الرفق عند خطاب المدعوّ.
چاته چې بلنه ورکول کيږي له هغه سره په نرمه د خبرو کولو لازموالی.

• الخوف من الله وكفّ النفس عن الهوى من أسباب دخول الجنة.
له الله څخه وېره او له هوسونو څخه ځان ساتنه جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.

• علم الساعة من الغيب الذي لا يعلمه إلا الله.
د قيامت پوهه له هغو پټو څخه دي چې يوازې الله پرې پوهيږي.

• بيان الله لتفاصيل خلق السماء والأرض.
د الله له لوري د آسمان او ځمکې د پيدايښت تفصيلي بيان.

 
د معناګانو ژباړه سورت: النازعات
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول