Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نحل   آیت:
وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ اِنَّمَا یُعَلِّمُهٗ بَشَرٌ ؕ— لِسَانُ الَّذِیْ یُلْحِدُوْنَ اِلَیْهِ اَعْجَمِیٌّ وَّهٰذَا لِسَانٌ عَرَبِیٌّ مُّبِیْنٌ ۟
او موږ پوهېږو چې دوى وايي: كوم انسان ده ته ښوونه كوي! خو حال دا چې كوم كس ته دوى اشاره كوي، د هغه ژبه عجمي، او دا څرګنده عربى ژبه ده.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۙ— لَا یَهْدِیْهِمُ اللّٰهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
بې شكه الله هغو كسانو ته هدايت نه كوي چې د الله پر آيتونو باور نه کوي، او دوى لره به دردناک عذاب وي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَا یَفْتَرِی الْكَذِبَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟
په حقيقت كې هغه كسان دروغ جوړوي چې د الله پر آيتونو ايمان نه راوړي او همدوى دروغجنان دي.
عربي تفسیرونه:
مَنْ كَفَرَ بِاللّٰهِ مِنْ بَعْدِ اِیْمَانِهٖۤ اِلَّا مَنْ اُكْرِهَ وَقَلْبُهٗ مُطْمَىِٕنٌّۢ بِالْاِیْمَانِ وَلٰكِنْ مَّنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّٰهِ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
څوک چې له ايمانه وروسته يې الله نه منكر شي، پرته له هغه چې مجبور كړى شي او زړه يې پر ايمان ډاډه وي (نو بيا خو خير دى) خو چا چې د زړه په خوښۍ سره كفر ومنلو، نو پر هغوى د الله له لوري غضب دى، او دوى (ټولو) ته ستر عذاب.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
دا ځكه چې هغوى د آخرت په مقابل كې د دنيا ژوند غوره وګڼلو او دا چې الله دغسې كافرانو خلكو ته (د ژغورنې) لار نه ښيي.
عربي تفسیرونه:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَاَبْصَارِهِمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ ۟
دا هماغه خلک دي چې الله يې پر زړونو، غوږونو او سترګو مهر وهلى دى او همدوى غافلان دي.
عربي تفسیرونه:
لَا جَرَمَ اَنَّهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
حتمى ده چې همدوى به په آخرت كې تاوانيان وي.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ هَاجَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا فُتِنُوْا ثُمَّ جٰهَدُوْا وَصَبَرُوْۤا ۙ— اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
خو بيا (بل لور ته) چا چې هجرت وكړ له هغه وروسته چې وځورېدل، بيا يې جهاد وكړ او صبر يې وكړ نو يقيناً له دې وروسته ستا رب بخښونكى مهربان دى.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نحل
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول