Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نحل   آیت:
ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ عَمِلُوا السُّوْٓءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُوْا مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ وَاَصْلَحُوْۤا اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
بيا هم ستا رب هغو كسانو لپاره چې په ناپوهۍ سره يې ناوړه عمل وكړ، بيا يې له هغه وروسته توبه وكړه او سم كارونه يې وكړل نو يقيناً ستا رب له هغه وروسته خامخا بخښونكى مهربان دى.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ كَانَ اُمَّةً قَانِتًا لِّلّٰهِ حَنِیْفًا ؕ— وَلَمْ یَكُ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ
بې شكه ابراهيم (په يوازې ځان) يو امت و، الله ته غاړه اېښودونكى حق پلوى (سړى) و، او (هېڅكله) له مشركانو څخه نه و.
عربي تفسیرونه:
شَاكِرًا لِّاَنْعُمِهٖ ؕ— اِجْتَبٰىهُ وَهَدٰىهُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
د هغه د نعمتونو شكر وېستونكى و، الله هغه غوره او سمې لارې ته وربرابر كړ.
عربي تفسیرونه:
وَاٰتَیْنٰهُ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً ؕ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟ؕ
په دنيا كې مو ښيګڼه وركړه او په اخرت كې به يقيناً له صالحانو څخه وي.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ اَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
بيا مو تاته (هم) دا وحى وكړه چې د ابراهيم د دين تابعداري كوه چې حق پلوى و، او له مشركانو نه و.
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَی الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ؕ— وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَحْكُمُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
خبره دا ده چې د خالي ورځې (درناوى) پر هغو خلكو ټاكل شوى و چې هغوى پكې اختلاف وكړ، او ستا رب به خامخا د قيامت په ورځ د هغوى ترمنځ په هغه څه كې فيصله وكړي چې دوى پكې اختلاف كولو.
عربي تفسیرونه:
اُدْعُ اِلٰی سَبِیْلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
بلنه كوه د خپل رب لارې ته په حكمت او غوره نصيحت او (خلكو سره) په ډېره ښه توګه بحث كوه، يقيناً هماغه ستا رب په هغه چا هم ډېر ښه پوه دى چې د ده له لارې اوښتى او همدى په لار موندونكو هم ښه پوه دى.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوْا بِمِثْلِ مَا عُوْقِبْتُمْ بِهٖ ؕ— وَلَىِٕنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَیْرٌ لِّلصّٰبِرِیْنَ ۟
كه تاسې کسات اخلئ نو هغه شان کسات واخلئ چې څومره پر تاسي تيرى شوى وي؛ خو كه تاسې صبر وكړئ نو په دې كې شک نشته چې دا د صبر كوونكو لپاره ډيره ښه ده.
عربي تفسیرونه:
وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ اِلَّا بِاللّٰهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟
او صبر كوه او ستا صبر د الله له توفيقه پرته په بل څه نه دى او د دوى په (حال) مه خپه كيږه، او په هغو دسيسو چې دوى يې كوي زړه تنګى كېږه مه.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّالَّذِیْنَ هُمْ مُّحْسِنُوْنَ ۟۠
بې شكه الله هغو كسانو سره (مل) دى چې تقوى كوي او هغوى چې نيک چاري دي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نحل
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول