Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: کهف   آیت:

کهف

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ عَلٰی عَبْدِهِ الْكِتٰبَ وَلَمْ یَجْعَلْ لَّهٗ عِوَجًا ۟ؕٚ
ثنا ستاينه الله ته ده چې پر خپل بنده دغه كتاب نازل كړ او په هغه كې يې كوم كوږوالى پرېنښود.
عربي تفسیرونه:
قَیِّمًا لِّیُنْذِرَ بَاْسًا شَدِیْدًا مِّنْ لَّدُنْهُ وَیُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِیْنَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ اَجْرًا حَسَنًا ۟ۙ
سم برابر دى، تر څو (خلک) د هغه (الله) له سخت عذاب څخه ووېروي، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي، زېرى وركړي چې يقيناً دوى لره ډېره ښه بدله (د جنت) ده.
عربي تفسیرونه:
مَّاكِثِیْنَ فِیْهِ اَبَدًا ۟ۙ
په هغه كې به تر تله پاتې کېدونكي وي.
عربي تفسیرونه:
وَّیُنْذِرَ الَّذِیْنَ قَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا ۟ۗ
او هغه كسان هم ووېروي چې وايي: الله زوى نیولی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: کهف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول