Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: کهف   آیت:
وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ وَلَا تَعْدُ عَیْنٰكَ عَنْهُمْ ۚ— تُرِیْدُ زِیْنَةَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَلَا تُطِعْ مَنْ اَغْفَلْنَا قَلْبَهٗ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ وَكَانَ اَمْرُهٗ فُرُطًا ۟
او خپل ځان دې له هغو خلكو سره ټينـګ كړه چې سبا بېګا خپل رب رابولي، د هغه رضا غواړي او له هغوى سترګې مه اړوه، آيا ته د دنيايي ژوند ښكلا غواړې؟ او د داسې كس مه منه چې موږ د هغه زړه له خپله ياده غافل كړى او په خپل هوس پسې روان شوى او كار يې (يو مخ) تباهي او زياتى دى.
عربي تفسیرونه:
وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكُمْ ۫— فَمَنْ شَآءَ فَلْیُؤْمِنْ وَّمَنْ شَآءَ فَلْیَكْفُرْ ۚ— اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ نَارًا اَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ؕ— وَاِنْ یَّسْتَغِیْثُوْا یُغَاثُوْا بِمَآءٍ كَالْمُهْلِ یَشْوِی الْوُجُوْهَ ؕ— بِئْسَ الشَّرَابُ ؕ— وَسَآءَتْ مُرْتَفَقًا ۟
او ووايه دا حق دى ستاسو د رب له خوا، نو څوک چې غواړي ودې مني او څوک چې غواړي نه دې مني، يقيناً موږ ظالمانو ته داسې اور چمتو كړى چې پردې يې له هغوى نه راچاپېر دي او كه (له تندې) فرياد كوي نو په داسې اوبو به يې پالنه وشي لكه د تېلو خټ چې مخونه وريتوي، (دا) ډېر بد څښاك او ناوړه استوګنځى دى.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اِنَّا لَا نُضِیْعُ اَجْرَ مَنْ اَحْسَنَ عَمَلًا ۟ۚ
يقيناً هغه خلک چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي، نو موږ خو د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې په عمل كې غوره وي.
عربي تفسیرونه:
اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّیَلْبَسُوْنَ ثِیَابًا خُضْرًا مِّنْ سُنْدُسٍ وَّاِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ؕ— نِعْمَ الثَّوَابُ ؕ— وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا ۟۠
هغوى لپاره همېشني جنتونه دي چى لاندې به يې ويالې بهيږي، هلته به د سرو زرو په وښيو (بنګړو) سينګار كړى شي او د نريو ورېښمو او اطلسو (مخملو) شنې جامې به واغوندي، هلته به يې پر تختونو تكيه وهلې وي، ډېر ښه اجر او غوره استوګنځى دى.
عربي تفسیرونه:
وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا رَّجُلَیْنِ جَعَلْنَا لِاَحَدِهِمَا جَنَّتَیْنِ مِنْ اَعْنَابٍ وَّحَفَفْنٰهُمَا بِنَخْلٍ وَّجَعَلْنَا بَیْنَهُمَا زَرْعًا ۟ؕ
او هغوى ته يو مثال بيان كړه، لكه دوه تنه سړي وو، چې يوه ته يې موږ د انګورو دوه باغونه وركړي او هغه مو د كجورو په ونو پوښلي وو او د هغو ترمنځ مو كرونده پيدا كړې وه.
عربي تفسیرونه:
كِلْتَا الْجَنَّتَیْنِ اٰتَتْ اُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِمْ مِّنْهُ شَیْـًٔا ۙ— وَّفَجَّرْنَا خِلٰلَهُمَا نَهَرًا ۟ۙ
دواړو باغونو به خپلې مېوې پوره وركولې او هېڅ شى به يې نه ترې كمول، او د هغو په منځ كې مو يوه وياله هم وبهوله.
عربي تفسیرونه:
وَّكَانَ لَهٗ ثَمَرٌ ۚ— فَقَالَ لِصَاحِبِهٖ وَهُوَ یُحَاوِرُهٗۤ اَنَا اَكْثَرُ مِنْكَ مَالًا وَّاَعَزُّ نَفَرًا ۟
او (ښه) مېوه يې درلوده، نو هغه خپل ملګري ته په خبرو اترو كې وويل: زه له تانه هم په مال كې زيات او هم په مېړونو (کسانو) كې پتمن يم.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: کهف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول