Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: مریم   آیت:
فَكُلِیْ وَاشْرَبِیْ وَقَرِّیْ عَیْنًا ۚ— فَاِمَّا تَرَیِنَّ مِنَ الْبَشَرِ اَحَدًا ۙ— فَقُوْلِیْۤ اِنِّیْ نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا فَلَنْ اُكَلِّمَ الْیَوْمَ اِنْسِیًّا ۟ۚ
نو خوره، او څښه او خپلې سترګې يخې كړه بيا كه كوم يو انسان دې وليده نو ورته ووايه چې ما درحمن له پاره روژه نذر منلې ده، له دې امله نن به زه له هېچا سره خبرې ونه كړم.
عربي تفسیرونه:
فَاَتَتْ بِهٖ قَوْمَهَا تَحْمِلُهٗ ؕ— قَالُوْا یٰمَرْیَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَیْـًٔا فَرِیًّا ۟
نو راوړ مریم -علیها السلام- هغه (خپل زوی) خپل قوم ته په خپله غیږه کې، وویل دوی: ای مریم! یقینا تا راتلل وکړل یو شي ډیر ناکاره ته.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاُخْتَ هٰرُوْنَ مَا كَانَ اَبُوْكِ امْرَاَ سَوْءٍ وَّمَا كَانَتْ اُمُّكِ بَغِیًّا ۟ۖۚ
ای خور د هارون! نه و پلار ستا سړی د بدې او نه وه مور ستا بد کاره.
عربي تفسیرونه:
فَاَشَارَتْ اِلَیْهِ ۫ؕ— قَالُوْا كَیْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیًّا ۟
نو اشاره وکړه (مریم) هغه بچي ته، نو هغوی وویل: څرنګه خبرې وکړو موږ په زانګو کې له کوچني سره.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اِنِّیْ عَبْدُ اللّٰهِ ۫ؕ— اٰتٰىنِیَ الْكِتٰبَ وَجَعَلَنِیْ نَبِیًّا ۟ۙ
وویل (عیسی -علیه السلام-) چې بې شکه زه د الله بنده یم؛ ما ته یې کتاب راکړی او زه یې نبي ګرځولی یم.
عربي تفسیرونه:
وَّجَعَلَنِیْ مُبٰرَكًا اَیْنَ مَا كُنْتُ ۪— وَاَوْصٰنِیْ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ مَا دُمْتُ حَیًّا ۟ۙ
او زه یې برکت مند ګرځولی یم هر ځای کې چې وم، او د لمانځه زکات سپارښتنه یې راته کړې څو چې زه ژوندی یم.
عربي تفسیرونه:
وَّبَرًّا بِوَالِدَتِیْ ؗ— وَلَمْ یَجْعَلْنِیْ جَبَّارًا شَقِیًّا ۟
او (ګرځولی یم زه) نیکي کوونکی له مور خپلې سره اونه یې یم ګرځولی زه سرکښه بدبخته.
عربي تفسیرونه:
وَالسَّلٰمُ عَلَیَّ یَوْمَ وُلِدْتُّ وَیَوْمَ اَمُوْتُ وَیَوْمَ اُبْعَثُ حَیًّا ۟
او سلام دی پر ما په هغه ورځ چې پیداشوی یم او په کومه ورځ چې به مړ کیږم او په کومه ورځ چې به ژوندی راپورته کیږم.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ ۚ— قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِیْ فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟
دغه دى د مريم زوى عيسى او دغه ده د هغه په باب هغه ريښتوني خبره چې په هغې كې خلك شك كوي.
عربي تفسیرونه:
مَا كَانَ لِلّٰهِ اَنْ یَّتَّخِذَ مِنْ وَّلَدٍ ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟ؕ
نه ښایې الله تعالی لره چې ودې نیسي بچی، پاک دی هغه د بچو نه، کله چې اراده وکړي د یو کار د کولو نو ووایي هغه ته وشه نو هغه وشي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
او یقینا الله تعالی رب زما او رب ستاسي دی نو (یوازې) د هغه بندګي وکړئ، دا ده سمه نیغه لار.
عربي تفسیرونه:
فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ مَّشْهَدِ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
نو اختلاف وکړو ډلو د دوی ترمنځ (په باره د عیسی -علیه السلام-) کې، نو تباهي ده کافرانو لره د د لويې ورځې له حاضرۍ نه.
عربي تفسیرونه:
اَسْمِعْ بِهِمْ وَاَبْصِرْ ۙ— یَوْمَ یَاْتُوْنَنَا لٰكِنِ الظّٰلِمُوْنَ الْیَوْمَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
څه ډیر ښه اوریدنکي به وي دوی او څه ډیر ښه لیدونکي به وي دوی په هغې ورځې کې چې رابه شي دوی موږ ته، لیکن ظالمان خلک نن ورځ په ګمراهۍ ښکاره کې دي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: مریم
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول