Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: مریم   آیت:
وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْحَسْرَةِ اِذْ قُضِیَ الْاَمْرُ ۘ— وَهُمْ فِیْ غَفْلَةٍ وَّهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
او ووېروه دوی د پښېمانتیا له ورځې، کله چې د کارونو پرېکړه وشي، او دوی (اوس) په غفلت کې دي او ایمان نه راوړي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْاَرْضَ وَمَنْ عَلَیْهَا وَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ ۟۠
یقینا موږ اخري مالکان یو د ځمکې او د هغه چا چې په ځمکه کې دي او یوازې موږ ته به را وګرځول شي دا ټول.
عربي تفسیرونه:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِبْرٰهِیْمَ ؕ۬— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟
او یاد کړه (ای پیغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) ابراهیم، یقینا هغه ډیر ریښتیا ویونکی نبي و.
عربي تفسیرونه:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ یٰۤاَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یَسْمَعُ وَلَا یُبْصِرُ وَلَا یُغْنِیْ عَنْكَ شَیْـًٔا ۟
کله چې وویل (ابراهیم) خپل پلار ته: ای زما پلار جانه! ولی د هغه چا بندګي کوې چې نه څه اوري او نه څه ویني، او نه له تا نه څه لرې کولی شي.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَبَتِ اِنِّیْ قَدْ جَآءَنِیْ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ یَاْتِكَ فَاتَّبِعْنِیْۤ اَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِیًّا ۟
ای پلاره جانه! بې شکه ما ته هغه علم (وحې) راغلی چې تا ته نه دی راغلی، نو زما پېروي وکړه چې سمه لار در وښایم.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطٰنَ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ عَصِیًّا ۟
ای پلار جانه! د شیطان عبادت مه کوه؛ بې شکه شیطان د رحمن ذات نافرمانه دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَبَتِ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یَّمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ فَتَكُوْنَ لِلشَّیْطٰنِ وَلِیًّا ۟
ای پلاره جانه! بې شکه زه له دې ویریږم چې تا ته د رحمن ذات لخوا عذاب در ورسي، نو ته به د شیطان ملګری شې.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اَرَاغِبٌ اَنْتَ عَنْ اٰلِهَتِیْ یٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ لَاَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِیْ مَلِیًّا ۟
وویل (پلار د ابراهیم) آیا ته زما د معبودانو (له عبادت) څخه مخ ګرځوونکی يې ای ابراهیمه! که (له دې) منع نه شوې نو خامخا به دې په تیږو وولم، او ما پریږده ډیره زمانه.
عربي تفسیرونه:
قَالَ سَلٰمٌ عَلَیْكَ ۚ— سَاَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِیْ حَفِیًّا ۟
وویل (ابراهیم -علیه السلام-) سلام (د رخصتۍ) دې وي پر تا، زر دی چې له خپل ربه نه تا ته بخښنه وغواړم، یقینا هغه پر ما ډیر مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
وَاَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَاَدْعُوْا رَبِّیْ ۖؗ— عَسٰۤی اَلَّاۤ اَكُوْنَ بِدُعَآءِ رَبِّیْ شَقِیًّا ۟
زه له تاسي او هغو باطلو معبودانو ګوښه کېږم چې تاسي يې له الله پرته رابلئ، او زه به خپل رب رابلم، هيله ده چې زه د خپل رب په بلنه نا هیلی نه شم.
عربي تفسیرونه:
فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۙ— وَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ ؕ— وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِیًّا ۟
هر کله چې هغه ګوښه شو له دوی نه او له هغه چا نه چې هغوی یې له الله پرته بندګي کوله؛ نو ورکړ موږ ده ته اسحاق (زوی) او یعقوب (لمسی)، او هر یو مو پیغمبر وګرځولو.
عربي تفسیرونه:
وَوَهَبْنَا لَهُمْ مِّنْ رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِیًّا ۟۠
او وکړي و موږ دوی (دري واړو) ته خپل رحمتونه، او دوی لپاره مو د ریښتینې ژبې لوړ (یاد) ګرځولی و.
عربي تفسیرونه:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مُوْسٰۤی ؗ— اِنَّهٗ كَانَ مُخْلَصًا وَّكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟
او یاد کړه (ای پیغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) موسی -علیه السلام-، بې شکه چې هغه یو سوچه شوی رسول او نبي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: مریم
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول